پښتانه باسوادان ولې بې رهبره او بې لوري دي؟

د غازي اکبر لیکنه

439

تر ۱۳۵۷ کال وروسته جنګ د پښتنو په خپل منځ کې پیل، او تر منځ یې د تفاهم لارې بندی شوې. اوس چې د پښتنو ځوان روښانفکران غواړي سیاست وکړي او د هېواد ستونزو ته بنسټیز حل راوباسي، لار او ګودر نه شي میندلای.

سیاست جهانداري، مملکت داري، دولت داري او مردم داري ده چې لوی هدف یې د سیاسي واک نیول، چلول او ساتل دي. سیاست د کلي کور په سطحه هم کیږي او د هیواد او حتی نړۍ په سطحه هم. زموږ د کلیو زیاتره ملکان په خپله سېمه او سطحه پاخه سیاستمداران دي. خو لوی سیاست د هېواد په سطحه دی، ځکه کله چې یو ملت د تکامل تر ټولو لوړې څوکې ته ورسیږي، بیا دولت جوړوي او یوازې تکړه قامونه دولت جوړولای شي.

د سیاست د حلقو او پوښونو په منځ کې قوم مرکزي ځای لري چې د یو هیواد هویت او اساسي روایت ترې اخیستل کیږي. د امریکا د رهبرۍ په اصلي حلقه کې د انګلوساکسون او د روسیې په هغه کې روس قام ځای لري . د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان هویت او اساسي روایت هم د ډېرو نورو هیوادونو په شان له ازبک، ترکمن او تاجک له نومونو څخه اخیستل شوی دی او طبعاً په افغانستان کې دا رول د پښتون په برخه دی.

په سیاست کې د منځنۍ حلقې (قوم) پر ګردچاپیر چې کله تکړه رهبر پیدا او په معینه جغرافیه کې پیاوړی دولت جوړ کړي نو بیا ترې د عقیدې یا ایډیالوژۍ او یا مفکورې وروستنی پوښ راتاو کړي چې له دغه وروستي پوښ څخه د دغه دولت او یا سازمان ډول مشخص شي. که نظریه ډېره پیاوړې وي، امپراطوري او حتی تمدن رامنځ ته کوي خو که عادي وي، نو یو ملي دولت جوړولای شي. شعار کله حقیقي وي او کله د سمبول تر کچې وي. په هر حال د اتحاد او یو ځای ساتلو سریښ همدا نظریه یا عقیده او شعار او روایت وي. دا وروستۍ حلقه په انسان کې د نوم او په یو سازمان کې د اساسي ارزښتونو رول لري. هوښیار سیاسیون هغه وي چې مرکزي حلقه پټه خو وروستنۍ حلقه (شعار او روایت) متبارزه وساتي. شعار کېدای شي کور، کالي، ډوډۍ ووي، اسلامي یا کوم بل معنویت لوړول وي، د بشر حقونه او ازادي ګانې تأمینول وي، ټولنیز عدالت راوستل وي او یا ملت پالنه، قوم پالنه یا هیوادپالنه وي. البته په مرکزي حلقه کې چې له یو قوم څخه محور جوړ شي، بیا پرې د نورو قومونو کوچنۍ حلقې راتاویږي، او دا تقریباً عام روال دی. که څه هم په غربي دموکراسیو کې د قانون له مخې د یو هیواد اوسېدونکي د مساوي حقوقو او شخصیت لرونکي ښاروندان دي او دا پرمختګ باید په ختیځو هیوادونو کې هم راشي، خو هلته هم پټه حلقه او د هېواد د ثبات محور یا استبلشمنټ اوس هم د یوه قوم په لاس کې دی. البته ورو ـ ورو به بشریت هغې سطحې ته لوړیږي چې د قوم رول کم شي او د عامو ښاروندانو رول مساوي شي، خو اوسنی واقعیت همدغه د یو قوم د محوریت دی.

دا د دې معنی نه لري چې هر څه به د همدغه یوه قوم په لاس کې وي، بلکې دولت به هیواد ته امن او ثبات راوړي او ټولو اوسیدونکو ته به حقوق او خدمات وړاندې کوي  خو د هویت، تاریخ او روایت منشه به د هغه مشخص قوم څخه اخیستل کیږي چې مربوط هیواد یې جوړ کړی او یا یې د دغه هیواد په جوړولو کې بنسټییزه برخه اخیستې وي. په یوه ملي دولت کې د سیاست او حاکمیت بیلابیلې حلقې په لاندې شکل کې ښودل شوي دي:

که تر اسلام مخکې د افغانستان تاریخ د اوس لپاره پریږدو او ترې راوروسته دورې ته راشو، دلته هم په سیاست کې د قام رول استثناء نه و او تل حکومتونه د یو قوم پر محوریت متمرکز وو. د عربو تر واک وروسته په لوی افغانستان یا لویه ایریانا یا لوی خراسان کې (چې مرکزونه یې د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې پراته وو) د طاهري او صفاري دورو حکومتونه (احتمالاً) د فارسیانو او ساماني حکومت د تاجکو په مشري رامنځ ته شول. بیا ترکتبارو غزنویانو، سلجوقیانو، خوازم شاهانو، تمیوریانو، بابریانو، صفویانو، افشاریانو (په ټوله خطه یا خاصو سیمو) واک وچلوه. (په دې منخ کې کله کله د نورو قومونو په مشرۍ هم لوی یا واړه حکومتونه جوړ شوي دي لکه د پښتنو په مشرۍ د غوریانو امپراطوري، د دري ژبو په مشرۍ د آل کرت او نورو کورنیو واړه حکومتونه او دولتونه ). تر هغه وروسته میرویس نیکه او احمد شاه بابا په اوسني افغانستان کې د پښتنو په مشرۍ دولت جوړ کړ چې (د امیرحبیب الله کلکاني د نهه میاشتنۍ، د شوروي د یرغل  (۱۹۷۹ – ۱۹۸۹) د لومړیو نهه کلونو او د نوییمو کلونو په منځ کې د برهان الدین رباني په مشرۍ له محدودو او لړزانده مشریو پرته) تر اوسه دوام لري. البته پخوا هم د پښتنو په مشرۍ حکومتونه جوړ کړي وو: (په اوسني افغانستان کې غوریان او په هند کې لودیان، خلجیان او سوریان په دولت جوړولو بریالي شوي دي. همداراز د غزني د لویکانو، کابل شاهانو، د کونړ یوسفزیانو او نورو محلي واکمنیو مشري هم پښتنو کوله.

د محمد ظاهر شاه د سلطنت په دوره کې مرکزي هسته او قومي رنګ سره له دې چې پښتون وو، خو ډېر څرګند نه وو او ولس د یو ملت پر لور روان وو. د نظام مشري او د پوځي او استخباراتي ادارو مشري یې پښتنو او ملکي اداره، فرهنګي برخه او بازار یې تاجکو او ترې وروسته سیدانو او قزلباشو ته سپارلي وو یعنې په بیروکراسۍ کې تاجکان، سیدان او قزلباش د خپل نفوس په تناسب څو چنده زیات وو خو بیا هم ولس په یو ډول راضي وو. شعار یې له سني اسلام څخه اخیستی وو او له همدې امله هزاره ورونه و خویندې له یو څه محرومیت سره مخامخ وو.

کله چې سردار محمد داود د خلقیانو او پرچمیانو په زور د ظاهر شاه پر نظام کودتا وکړه، په پوځ او استخباراتو کې د پرچم نفوذ پیل شو. سره له دې چې لومړی پښتانه پرچمیان مهمو پوستونو کې وګمارل شول، خو ورو ـ ورو دغه دروازه د غیر پښتنو پر مخ هم خلاصه شوه.

د تره کی او امین په مشرۍ د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د خلق څانګې چې واک ونیو، د نظام مشري له پښتون سره پاتې شوه،  د حکومت د هویت منشه بیا هم له پښتون څخه جوړه وه او نورو قومونو حساسیت نه ښوده. خلقیان له خپلو پښتنو (اخوانیانو) سره په شدیده مفکوروي جګړه اخته شول چې له دواړو لوریو د زبرځواکونو ملاتړ دغه جګړه تشدید او نه حیلېدونکې کړه. متاسفانه پدې منځ کې د شوروي اتحاد یرغل او داخلي فرصت طلبانو ته د افغان هویت خلاف د توطیې فرصت برابر شو.

ببرک کارمل چې له قدرت سره تر جنون هم زیاته مینه درلوده، او سره له دې چې نه پښتون او نه تاجک، بلکې کشمیری وو، خو د واک نیولو لپاره یې هرې وسیلې ته لاس اچوه. په خپله تذکره کې یې قام پښتون لیکلی و، خو د ورور (محمود بریالي) په تذکره کې یې قام تاجک وو. کارمل د شوروي له یرغل سره یو ځای راغی. د نورو تخریبونو په څنګ کې یې د پښتون قام له نوم څخه اخیستل شوی هیوادنی هویت تر سوال لاندې راوست او د ملي وحدت او ملي هویت ضد تخریبات د همده د واک پر مهال پیل شول.

حکمتیار، خالص، محمد نبي او نورو پښتنو مجاهدینو په وروستۍ حلقه (مفکوره) زیات تاکید کاوه او غوښتل یې د شوروي خلاف د افغان جهاد مشروعیت او تقدس ته تاوان ونه رسیږي. خو مسعود او رباني پوهیدل چې په دغه لویه حلقه کې دوی په خپله اندازه (کوچني) پاتې کیږي او له لاس ته راغلي فرصت څخه استفاده ورته ستونزمنه کیږي، نو یې خپل ګوندي ملګري د قوم او قومي بیدارۍ له مفاهیمو خبر او ویښ او تیار کړل. له بلې خوا یې له نړۍ سره داسې تعامل وکړ چې د (سخت دریزه اسلامي حرکتونو) په مخنیوي کې د مرستې په بدل کې دې د افغانستان د مشرۍ په نیولو کې د دوی ملاتړ وکړي.

پښتانه څه د بدې طالع او څه د مشرانو د سرزورۍ له امله د زبرځواکونو د یرغلونو تر هدف لاندې راغلل، په نتیجه کې یې تشکیلات تقریباً ړنګ شول او کومه داسې ډله او رهبر پکې پیدا نه شو چې ټول پښتانه پرې راټول شي. په یوه فکر او یوه ډله کې د ټولو پښتنو راټولول چې د هېواد تر ټولو لوی قام دی، ستونزمن دي، نو ځکه د جهاد او جګړو په کلونو کې د پښتنو تر منځ شدید فکري تقابل موجود پاتې شو. که له یوې خوا خلقیان له مجاهدینو سره جوړ نه شول، له بلې خوا ملي ګرا او دموکراتو پښتنو مشرانو او کادرونو هم د اسلام ګرا تنظیمي نیمه نظامي ډلو له فکر او کارډول سره ځان نه شو عیارولی او غوښتل یې له نړۍ خصوصاً غرب سره خپل فکري او ارزښتي نږدیوالی وساتي. خو برعکس غرب ته د شوروي اتحاد ځپلو لپاره د شدیدې انګېزې لرونکي مجاهدین پکار وو، نو ځکه ملي ګرایانو وده ونکړه. دا ستونزه تر اوسه شته او پښتانه دموکراتان او ملي ګرایان د تشکل د نشتون له شدید بحران سره مخ دي.

خو برعکس د تاجکو مجاهد، خلقي ـ پرچمي او دموکرات؛ همدا راز کلیوال و ښاري، باسواد و بې سواد او ښځه و نر ټول مسعود خپل اتل ګڼي او رباني خپل مشر. هزاره په همدغه ډول د اتلولۍ او مشرۍ دغه مقام مزاري ته ورکوي او ازبکان یې دوستم ته، خو پښتانه نه د تیرو پنځوسو کلونو د جګړو واحد رهبر لري او نه اتل.

لا تر اوسه هم د افغان سیاست صحنه نظامي او اضطراري ده او درې نظامي ـ سیاسي قوتونه پکې مطرح دي: ط ـ ال – ب ان، نظار شورا/ جمعیت او دا – ع – ش. (حزب وحدت، جنبش او حزب اسلامي چې اوس خلع سلاح دي، هم بیرته د نظامي ـ سیاسي کیدو پوټنشیل لري).

اوس پښتانه روښانفکران د دغو درې طرفونو (ط ال ب، نظار شورا / جمعیت او د ا ع ش ) په منځ کې له یوه سره هم نه دي. یعنې پښتون روشنفکر نه له کوم طرف او لوري سره دی او نه پخپله کوم طرف او لوری دی. نو ځکه په سیاسي مسایلو کې یې موضعګیري زیاتره پخپل زیان تمامیږي. که چیرې یو وخت داسې فرصت پیدا شي، چې د پښتنو په مشرۍ یو لوی ملي ـ ولسواک ګوند جوړ شي، چې مفکوره یې د معتدل اسلام او ولسواکۍ له یو امتزاج جوړه شوې وي، نور قومونه له ځان سره ملګري کړای شي او افغانستان شموله حرکت شي، بیا پښتانه روشنفکران هم کولی شي ورسره (په عملي یا فکري ډول) ملګري شي، خو اوس انفرادي موضعګیري د دوی په ګټه نه ده. او ګټه یې یوې یا بلې ډلې ته رسیږي چې په هیڅ صورت ښه بدیلونه نه دي، بلکې د زیاترو نظروالو په فکر دغه درې واړه ډلې د بد،  بدتر او بدترین تظاهرات دي. د روښانفکرو او انساني فکر لرونکو انسانانو په توګه باید د بد، بدتر او بدترین یوه ملاتړ هم ونه شي. البته ملاتړ کله غیرمستقیم او غیرارادي وي، یعنې د روشنفکرانو په لیکنو او کړنو کې په ناغوښتل شوي ډول د یو لوري موقف پیاوړی کیږي.

د جمهوریت پر مهال په عدلیه وزارت کې ۱۰۷ حزبونه ثبت وو، چې یو یې هم د اوسنۍ زمانې په معیارونو برابر نه وو. زیاتره واړه او غیر متجانس ګروپونه وو چې له خپلې لارې او مفکورې هیڅ خبر نه وو. البته په منځ کې یې د ښه نیت او ارادې لرونکي اشخاص موجود وو. زما د نږدې (فرهنګي) ملګرو څخه لږ تر لږه لس کسانو د دغسې وړو ډلو د مشرانو په توګه جلا جلا فعالیت کاوه. ما د دوی ځینو ته لس کاله مخکې چلنج ورکړی وو چې که مو شل کسان یو کال له ځان سره وساتل، تاسو یو تشکل جوړولی شئ، خو فکر نه کوم دوی هغه شل کسان یو کال په یوه لار تللي وي، چې ګډ کار یې سره پیل یې کړی وو.

له ډېرو دا هم اورېدل کیږي چې کېدای شي، نړۍ بیا افغانستان ته د تللو اراده وکړي، او که موږ ځان مطرح وساتو، ممکن له ځان سره مو بوزي. فکر نه کوم چې د دغسې خیال نتیجه دې یا ملي خدمت شي او یا وجداني ارام. له بهره اغېزناکه مبارزه نه کیږي، خو د بهرنيانو په ټانک یا الوتکه کې واک ته د رسېدلو چانس کله کله پیدا کیږي چې د تېرو تجربو پر بنسټ باعزته بدیل نه دی او اوس یې چانس تر صفر پورې ټیټ ښکاري. یو ځل بیا افغانستان ته د بهرینو لښکرو تلل کم احتمال هم نه لري، نو دغسې کسان دې د بهرنیانو په زور هیواد ته تلل له مغزو وباسي.

په اوس وخت کې تر هغه چې یو ملي ـ ولسواک قوت جوړیږي، د روشنفکرانو دنده ده چې د ښاروندۍ د حقوقو پر بنسټ د ولسواکۍ، پرمختګ، عدالت او انکشاف لپاره ذهنیتونه اماده کړي. د تاریخ سیر دا ښيي چې د یو هېواد مشري هغوی کوي چې د هیواد په دننه کې مبارزه کوي. بهرمیشتي چې زیات څه کولی شي، اډوکسي او حمایت جلبول دي. په ذهنونو او دماغونو دې کار وکړي، او د افغانستان د خیر لپاره دې په سوله ایزو لارو مدني او علمي مبارزه وکړي.

اوس چې معلوماتي ټکنالوژۍ او انټرنټ نړۍ یوه کړې او د علم او پوهې سمندرونه یې سره یو کړي دي، پدې برخه کې ډېر زیات کار کېدای شي. روښانفکران دې د علم او معلوماتو له دې سترو سمندرونو څخه په استفاده دې نوي کتابونه ولیکي، وژباړي او خپاره کړي. د زده کړې او تعلیم او تعلم لپاره دې ترې استفاده وکړي. ویب پاڼې دې جوړې کړي، له مصنوعي ذهانت څخه دې د علم، معلوماتو او نورو امکاناتو په خپرولو کې کار واخلي او ولس دې په فکري ډول وروزي.

که کوم ملګري داسې شوق لري چې یو منسجم او پیاوړی سیاسي قوت جوړ کړي، نو باید د تېرو مشرانو تاریخ ولولي چې هغوی د دغسې حرکت د جوړولو په کار کار کې تر څومره هڅو او خوارۍ وروسته بریالي شوي دي چې کادرونه منسجم او وروزي او له ځان سره یې وساتي او واک ونیسي. دوی هر یوه شپه و ورځ کار او مبارزه کوله او یوه شېبه له دغه کاره نه غافلیدل.

د سیاسي تشکل جوړولو لپاره لومړی پیاوړې انګیزه، بیا منسجم تشکل، تکړه رهبر، وفادار او مبتکر کادرونه، هره شېبه قربانۍ ته تیار صفونه او دوامداره مبارزه پکار ده. له داخلي او بهرنیو سیاسي اړخونو سره اتحادونه، مانورونه، د متقابلو ګټو، ارزښتونو او باور پر بنسټ اړیکي، اتحادونه او اتیتلافونه یې هم له ستراتیژیو څخه دي. تبلیغ، دعوت، پروپاګنډ او د مخالف لوري انګیزه او شعار ننګول هم د دوی یوه دنده ده. سوله ایز او جګړه ایز بدیلونه، چل او هنر او حکمت، سازش او تعامل او معامله ټول پکې ممکن دي. خو بریالي سیاستمداران هغه دي، چې پر دغو ټولو سربېره د خپل ولس د راټولو رګ او رمز پیدا کړي.

په افغانستان کې د ثبات مثلث د ملا، ملک او حاکمیت له اتحاد جوړېده چې د ثور په انقلاب سره دغه مثلث مات شو. هغه مشران او ډلې چې د بهرنیو په زور راغلي وي، تر هغه دوام کوي چې د بهرنیو فزیکي حضور یا دوامدار مالي، اطلاعاتي او نظامي ملاتړ ورسره وي. هغه چې د ولس له منځه راټوکېدلي وي، د دوام چانس یې زیات دی، خو چې ولس ته امنیت، خدمات او عدالت ورکړي. او دا چې بهرنی فکټور هم مهم دی، د لویو قوتونو له ملي ګټو سره ټکر ونه کړي، ځکه لوی قوتونه ورته داخل کې هم ستونزې جوړولی شي، ګاونډیان هم ورته لمسولی شي او مستقیم یرغل هم پرې کولی شي. هوښیار افغانان دې د افغانستان ملي ګټې د لویو ځواکونو له ملي ګټو سره په تقابل کې نه، بلکې په نږدیوالي او لږ تر لږه نه ټکر کې تعریف کړي.

که کله شرایط جوړ شول او داسې تکړه رهبر پیدا شو چې د زده کړو او منورو افغانانو یوه پیاوړې کتله یې پر ځان راټوله کړه، بیا په باعزته ډول د سیاسي واک نیولو چانس هم تر لاسه کولی شي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.