د بېوزلۍ کړنګيدلی غږ

ليکوال: عبدالرحمن عماد

405

د ګرمند سړک د خاورو له امله يې تکو تورو وېښتو خپل تور والی بايللی و.

ډېر مزل مې نه و کړی، خو د زياتې ګرمۍ له امله مې ډېر ژر د تندې احساس وکړ، شاوخوا مې وکتل، خو د تندې د رفعه کولو څه مې و نه موندل، زه لا هم په دې فکر کې ووم، چې ګوندې يو څه پيدا کړم، خو په دې ګڼه ګوڼه کې يو سوی او د زړه له زوره دردمن غږ مې واورېد، دا غږ د ګڼې ګوڼې په ګونګسو برلاسی و.

هر خوا به دې چې کتل، ټول خلک په حرکت کې و، ته به وايې که دې هر يو کس ته د دنيا ټول غمونه را ټول شوي وي، هېڅ يو له بله د ښه او بد پوښتنه نه کوله،
هر يو د خپل ژوند په خولو کې ډوب و!

زه هم همداسې.
خو دې غږ مې تنده، د خلکو دا له ځور او ستومانې تګ او راتګ… هر څه له ذهنه وويستل!

دې غږ بيا بيا هغه هغه د غره په رقم صحنه رايادوله، چې هر يوه خبره دې انګازې پکې کوي، او شوې خبره څو ځلې بېرته درته راګرځي.

ور نږدې شوم، کوچنۍ ماشومه وه، عمر يې نږدې نهه- لس کاله و، سور ځای،ځای شکيدلی کميس يې په تن و.

د زړه له زوره کېدونکي غږ يې دا وړاندوينه کوله، چې له ډېره وخته راهيسې ولاړه ده، خو تش لاس يې هماغسې خالي و!
حتماً يې په خوا کې دا ډول انسانان تېرېدل، چې د د سهارنۍ خوړو ټيغونه يې ايستل، او د بل لوږه او د خيټې غم يې زړه ته نه درېده.
د هر يو مخ ته به يې په ځير ځير کتل، شايد په زړه کې به ور تېريدل چې دا کاڼي زړونه يې د خيټې غم حس کړي خو دا هماغسې لګيا وه… ماما لس روپۍ خو راکړه، يوه مړۍ پرې اخلم،ماما لس روپۍ خو…

خو نه تا به ويل، چې  نن د دې کوچنۍ انجلۍ په مخ ټولو تېريدونکو انسانانو ته د نه اوریدلو او نه ليدلو په ناروغۍ پيدا شوې ده!
انجلۍ ته مخامخ د نانځکو او د لوبو د د رنګا رنګ سامان آلاتو دوکان و، د سترګو په وراوښتو به يې ډېر هوسونه په زره کې ورتېريدل،شايد ويل به يې چې دومره څوک مې لرلای، چې د ژوند له دې کوچنيو خوښيو يې برخمنه کړې وې… چې په راتلونکي کې مې خپلو سيالانو ته کيسې کړې وي، چې د څه ډول نانځکو په لوبولو مې خپل ماشومتوب تېر کړی دی… خو نا نا دا ماشومتوب خيټې ته د يوې ګولې مړۍ د موندلو په غم کې تېر شوی.
نه! دا د ډول شېبې تکرار زما په ژوند کې اصلاً شته نه!
ځکه زه ژوند په غم کې ولوبولم. د ژوند د خوښې کيسې د نورو دي!

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.