مارو ناول

هیله تبسم

2,114
“د ښځو د بدلمنۍ لامل ښځې نه؛ بلکې سړي دي.”
د جورج ریلي سکاټ له دې جملې موږ قیاسولی شو چې ښځه بدلمنه نه؛ بلکې همدا سړي دي چې ښځه بدلمني ته اړ باسي.
مارو ناول د تکړه لیکوال او ممثل سلیمان راحل لیکلی اثر دی چې د ټولنې د خوارې طبقې قشر یانې ښځې داستان درته بیانوي.
مارو ناول موږ ته یو داسې داستان بیانوي چې زموږ په ټولنه کې تر ډېره پرې پابندي ده او هغه څوک چې دا کار کوي یا نور ورته رابلي د ټولنې د عینکو په دید کې ډېر بد عمل دی او دواړه لوري یې رټل کېږي. خو دلته کیسه متفاوته ده او هغه داسې چې نجلۍ د یو کس لخوا د دوکې په اساس تښتوي او وروسته یې بل هېواد ته انتقالوي، هلته پرې بدلمني شروع کوي او دې ته یې اړ باسي چې له هر ډول شخص سره د پیسو په بدل کې هر ډول عمل ترسره کړي. د نجلۍ سره یې کوچنۍ خور هم راتښتولي وي او همدا د دې نجلۍ د ضعف نقطه وي چې نه تېښتې یا ځان وژنې ته زړه نه ښه کوي.
وروسته یو سړی چې د یو رﺉیس لخوا همایه کېږي او کار همدا دی چې دا ډول ښځې راټولې او پخپل شرکت کې چې ټولې ښځینه کار پکې کوي، په دنده وګوماري. یوه ورځ همدا سړی چې د ناول مرکزي کرکټر هم دی همدې رنډۍ خانې ته ځي او همدا جنۍ پېري، له نجلۍ سره له خبرو کولو وروسته خپله شمېره پټه ورکوي او ورته وایي چې ماسره حتمن اړیکه ونیسه تر څو دې له دې عذابه خلاصه کړم. نجلۍ زړه نا زړه یوه ورځ زنګ ورته کوي او خپله پته ورکوي، سړی هم پسې ورځي او خپل شرکت ته یې راولي، وروسته له هغې نجلۍ د خپل ژوند هغه دردونکې کیسه ورته کوي چې د څو بې  ضمیره انسانانو لخوا څنګه په دوکې سره وتښتول شوه…
ناول ډېر جالب اړخونه له ځانه سره رانغاړي او لوستونکی د لومړي او دوهم پراګراف په لوستلو له ځانه سره اخلي.
زموږ په ټولنه کې د ښځې بدلمني تر ډېره بریده د ښځې خپل علت بلل کېږي. اوس د دې ډول ذهنیت اصلي لامل څه کېدلی شي؟
را به شو او دا موضوع به لږه وشاربو.
د تاریخ په اږدو کې هرې ټولنې همداسې ذهنیت درلود چې ښځې بدلمني دي، او بدلمني د دوی فطري تقاضا ده. د دې تر شا پراته علتونه یې هېڅکله نه کتل چې آیا ښځه د  کومو عواملو پر اساس بدلمنۍ ته اړه کېږي؟
د هندوستان مشهور افسانه نګار ”سعادت حسن منټو“ یو له هغو لیکوالو دی چې دا او دې ورته علتونه یې د خپل قلم او الفاظو په زور لوڅ لپړ کړل.
دی یو ځای وایي: “زه به هغې ټولنې ته څه پرتوګ وګنډم، چې هغه لا له وړاندې لوڅه ولاړه ده. ګڼډل زما کار نه دی، دا د خیاطانو دی. زه لیکوال یم. زما کار لوڅول دي، نه پټول. که زما لیکنې مردارې او لوڅې وي، نو ستاسې ټولنه هم لوڅه ده، ځکه زما لیکنې د همدغې ټولنې کیسې کوي.”
سعادت حسن منټو د خپلې ټولنې هغه ذهنیت باطل کړ چې ګواکې ښځه فطرتاً بدلمني ته مایله وي.
زموږ په ټولنه کې اکثر داسې لیکنې شرم ګڼل کېږي، ځکه چې زموږ ټولنه مذهبي ده او مذهبیان فطرتاً له داسې موضوعاتو سره حساس وي، تر څو یې چې وس کېږي، پنځوونکې یا پنځوونکی یې د تنقید په نوم توهینوي، خو دلته باید دمنټو دا خبره په یاد ولرو چې “د لیکوالې/لیکوال کار لوڅول دي؛ نه پټول.”
په پښتو داستاني ادب کې دې اړخ ته تر ډېره پام نه دی شوی او زموږ اکثر داستاني اثار پر کلیشه یي، تکراري او بېخونده موضوعاتو لکه: هغه شهیده شوه، مینه مې بایلوده، غربت او دې ته ورته موضوعاتو لیکل شوي دي. خو د دې ناول لیکوال له غربت، مینې او بېوسۍ ورهاخوا نور نا راڅپړل شوي اړخونه هم درباندې لولي.
”یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې“ د محمد طارق بزګر یوازنی اثر دی چې موضوع یې دې ته ورته ده، له دې ورهاخوا ما تراوسه په پښتو داستاني ادب کې داسې کومه موضوع نه ده لیدلې.
پورتنی ذهنیت چې زموږ په ټولنه کې د ښځې بدلمني تر ډېره بریده د ښځې خپله تقاضا ده”
یو عمده علت یې دا هم کېدای شي چې موږ په دې اړه جامع اثار نه لرو او همدا لامل دی چې په ټولنه کې یو داسې ذهنیت منځته راغلی دی.
د ”مارو“ لیکوال یو له هغو داستان لیکوالو څخه دی چې د ټولنې له بدو رواجونو، کړنو او افعالو څخه یې د قلم او الفاظو په زور تل پرده پورته کړې ده، تل یې داسې اړخونو ته پام کړی دی چې په ټولنه کې روزمره مروج دي، خو اصلاً زموږ فکر نه دی وراوښتی.
زه چې کله د راحل نثر لولم، نو خدای بښلی نصیر احمد احمدي مې سترګو ته ودرېږي او د خفګان تر څنګ بېرته د خوښۍ احساس وکړم. د خفګان احساس د احمدي صیب په نشتون وکړم او د خوشالۍ احساس بیا په دې وکړم چې شکر د احمدي صیب بدیل موږ ته خدای راکړ، او هغه بدیل بل څوک نه، بلکې راحل صیب دی. خدای دې راحل ته اوږد عمر ورکړي او د یوې افغانې مېرمنې په حیث د زړه له تله ترې منندویه یم، چې تل یې د ټولنې د محکوم قشر ”ښځې“ د ژوند او اند انځور په خپلو لیکنو او تمثیلونو کې ټولنې ته وړاندې کړی دی.
درنښت

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.