سرپرست حکومت: د اندېښنو حل لپاره پاکستان سره هوکړې ته رسېدلې یوو

446

سرپرست حکومت وايي چې کابل ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني د سفر پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ پر سوداګریزو، افغان کډوالو، امنیتي او یو لړ نورو مسایلو هوکړې ته رسېدلې دي.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې کابل ته د اصف علي درانې د سفر پرمهال د ځینو مسایلو په اړه سرپرست حکومت خپل دریځ روښانه کړی او په وینا یې، باور رامنځته شوی دی.

هغه وویل: «د پاکستان ځانګړی استازی د سوداګریزو، کډوالۍ، د ډیورنډ کرښې اړوند ستونزو په اړه د افهام او تفهیم لپاره راغلی و چې ا.ا خپل دریځ روښانه کړ او یو اعتماد رامنځته شو او تفهام ته اړتیا وه او دا تفهام وشو.»

په ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټلیفوني خبرو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر مسلې هم د ګډ ګواښ په توګه بحث کړی؛ کوم څه چې افغانستان څخه د پاکستان او نړیوالو د اندېښنو دوام ښيي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، د نړیوالو د اندېښنو پای ته رسولو لپاره اړتیا ده چې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې شي.

هغه زیاتوي: «نړۍ دې خپلې اندېښنې باید له ډيپلوماټیکو لارو مطرحه کړي، څو اعتماد رامنځته شي او ښه تفهام وشي.»

خو د سیاسي چارو کارپوهان داسې شرایطو کې چې نړیوال تل د افغانستان له ادرس څخه اندېښنه ښيي، د افغانستان راتلونکې د اندېښنې وړ بولي.

د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري وویل: «د ټولو هېوادونو ګډه اندېښنه له افغانستان څخه ده، د دې لپاره که افغانستان د ترهګرۍ صادرونکی وي، د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل کېږي او د دراني سفر هم سیاسي پیغام و او همداراز د بلنکېن او بوټو لیدنه دا پیغام ورکوي چې له افغانستان ګډه اندېښنه لري او دا د افغانستان په ګټه نه دی.»

سره له دې چې نړیوالې ټولنې تل افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښوولې، خو اسلامي امارت او نړیوالو تېرو نژدې دوو کلونو کې د دغو اندېښنو پایته رسولو لپاره هېڅ ډول عملي ګام نه دی پورته کړی.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.