طالبانو د ۴۰ نویو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکړی دی

388
محمد اسحاق اکرمی/ دویچه ویله
۱۴۰۲ مرداد ۱۳, جمعه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د افغانستان په بېلا بیلو برخو کي ۴۰نوي ولسوالۍ جوړوي. طالبان د کومو معیارونو له مخي دغه اداري واحدونه جوړوي؟

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مرستیال مولوي عبدالله په کابل کي جوړ سوي کنفرانس ته وویل، په نژدې راتلونکي کي په بېلا بیلو ولایتونو کي ۴۰ نوي ولسوالۍ جوړیږي.

هغه زیاته کړه: «وار ترمخه لا د ۲۷ ولسوالیو، چي ترمخه منظور سوي څلور خواوي يې ټاکل سوي او د کورنیو چارو وزارت پلان لري، چي د هیواد په بېلا بيلو سیمو کي ۴۰ نوري نوي ولسوالۍ جوړ ي کړي.»

نوي ولسوالۍ د کومو معیارونو له مخي جوړیږي؟

طالبانو دا خبره نه ده روښانه کړې چي د نویو ولسوالیو جوړولو ته څه اړتیا ده او پر کوم معیار یادي ولسوالۍ جوړیږي.

د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي هغه مهال، چي د ۲۷ نویو ولسوالیو جوړېدل اعلان کړل، دویچه ویله ته ویلي ول، چي دا ولسوالۍ په هغو سیمو کي جوړیږي چي په وروستیو شلو کالو کي هلته طالبان پياوړي او فتحي يې درلودې.»

په مخکني دولت کي د سیمه ایزي خپلواکي ادارې مرستیال سرور جوادي وايي، نوي ولسوالۍ باید د نفوس، جغرافیايي پراختیا، د تګ راتګ د سختو لارو، له معادنونو او سوداګرۍ څخه د لاسته راوړونو او یا د خلکو د غوښتنو پر بنسټ، چي د یو اداري واحد د جوړېدو غوښتنه وکړي، باید جوړي سي.

جوادي دویچه ویله ته وویل، په ظاهره د طالبانو له پاره دغه معیارونه هیڅ مطرح نه دي: «دا امنیتي بحث دی. طالبانو هغه ځایونه په نخښه کړي او نوي ولسوالۍ پکښي جوړوي، چي هلته امنیتي کنټرول او څارنه لږ ده او دا ځایونه اوس د ولسوالیو له مرکزونو څخه لیري دي. طالبان د ټرانسپورټي او لوژستیکي ستونزو سره مخامخ دي، نو ځکه نوي واحدونه جوړوي.»

په مخکني حکومت کي د تخار والي عبدالله قرلق، چي د افغانستان په شمال کي یوه سیاسي څېره ده په دې اړه اندېښنه څرګندوي، چي ګواکي طالبان هڅه کوي، چي ټولنیز او قومي جوړښت بدل کړي.

اړوند: د کندهار څلور ولسوالۍ له گواښ سره مخامخ دي

ده هغو وروستیو لېږدېدونو ته په اشارې سره وویل، چي طالبانو د «شمال سیمو ته د وزیرستاني کډوالو انتقال تر سرليک لاندي ياد کړ» مګر نوري سرچینې بیا د پاکستاني طالبانو خبري کوي.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند له خپلو ساتونکو سره
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند له خپلو ساتونکو سرهانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

قرلق دویچه ویله ته وویل: «زموږ اندېښنه داده، چي په شمالي ولایتونو کي طالبان غواړي د نویو ولسوالیو په جوړولو سره توازن او برابري له منځه یوسي، قومي او ټولنیز جوړښت بدل کړي. په دې ورځو کي د ټي ټي پي د غړو لېږد هم شمال ته دوام لري او ښايي دا خلک په نویو ولسوالیو کي ځای پرځای کړي.»

دا په داسي حال کي ده چي یوشمېر کارپوهان وايي، د افغانستان اداري واحدونه اصلاحاتو ته اړتیا لري. اصف مبلغ د ټولنیزو چارو کارپوه وايي، په ځانګړي ډول د نفوس او جغرافیا له مخي د ولسوالیو ترمنځ توازن نه سته، هغه د مثال په ډول وايي، په مرکزي برخه کي داسي ولسوالۍ سته، چي د نفوس او جغرافیايي پراخوالي له امله د هیواد د نورو زیاتو ولسوالیو په پرتله ډيري غټي دي، خو یو ډول امکانات ترلاسه کوي.

مبلغ دویچه ویله ته وویل: «که چیري نوي ولسوالۍ د معیار او د خلکو په غوښتنه جوړي نه سي، د خلکو ترمنځ فاصله او د نا انډولۍ سره مرسته کوي.»

د مبلغ په وینا، د نویو ولسوالیو د جوړېدو پرځای په کار ده چي له تېر حکومت څخه د پاتو نیمګړیو ملي پروژو د لګښت له پاره سرچینې وپلټل سي.

د تېرحکومت پر مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي ۳۶۴ ولسوالي موجودوې، چي طالبانو پروسږکال ۲۷ نوي ولسوالۍ نوري جوړي کړې.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.