د کابل په ملي پاڅون کې د محمدشاه خان بابکرخیل رول  

لیکوال: کاندید اعظم سیستاني، ژباړه: هیله تبسم

444
د کابل په ملي پاڅون کې د محمدشاه خان بابکرخیل رول   (١٨٤٢- ١٨٤١):
د افغان او انګلیس د لومړۍ جګړې په دوران کې یو له نوموتو، نفوذ لرونکو او سترو شخصیتونو څخه محمدشاه خان بابکرخېل  د لغمان د بدیع آباد اوسېدونکی دی. محمدشاه خان د لېوالو ملي مبارزانو له ټولۍ څخه دانګلیسانو جدي دښمن و. هغه د وزیر اکبرخان له ډېر نږدې ملګرو څخه و. د محمدشاه خان بابکرخېل هوښیاري او زړورتوب د اکبرخان او سلطان احمدخان د کارنامو پر پیوند باید مطالعه او وڅېړو.
دا درې ملي شخصیتونه لکه یو روح په درې وجودونو کې ول. د دې درې ملي شخصیتونو سیاسي او له نورو د آزادي غوښتونکو فعالیتونه د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه کې دا درې شخصیتونه( اکبرخان، سلطان احمدخان او محمدشاه خان) داسې یو له بل سره پیوند او تړلي ول چې اصلاً نشو کولی بغیر له دوو یې، یو وپېژنو.
سردار اکبرخان هیڅ کار هم له محمدشاه خان سره له مشورې پرته نه ترسره کول، په همدې اساس هره بریا چې د اکبرخان په برخه شوې ده، د دې دریو تنو د اندونو او مشورو محصول دی. سردار اکبرخان تر دې حده محمدشاه ته درناوی درلود چې هېڅ راز یې ترې نه پټوو، حتی د خپل پلار، امیر دوست محمدخان ځانګړي پیغامونه یې هم له دې صادق ملګري سره شریکول او د هغه رایه او نظر یې د خپلو اقداماتو په اړه ترې غوښت، او د هغه د خبرو او مشورو په اساس یې عمل کاوه.
د علامه رشاد په قول، محمدشاه خان بابکرخېل د محمدامین زوی او د محمدجان خان لمسی و. دا کورنۍ اصلاً د کابل د تیزین اوسېدونګې وه او وروسته لغمان ته استوګن شول او هلته یې د بدیع آباد کلا جوړه او پکې یې استوګنه اختیار کړه. [علامه رشاد، ملي اتل غازي وزیرمحمد اکبرخان، ٢٠٠٧، ص٥]
د اکبرنامې په اساس، محمدشاه خان لومړنی کس دی چې د کابل د ملي سرلارو د جرګې په دستور، له خپل قام، خلکو او عبدالعزیزخان جبارخېل سره د ګندمګ او جګده لک او تیزین مواصلاتي لاره چې د کابل او جلال اباد ترمنځ ده وتړله، او د انګلیس لښکرې هغی سیمی ته ووېستلې او تر شدیدو ضربو وباسلې. [حمید کشمیري، اکبرنامه، ص، ١٣٧- ١٣٨]
محمدشاه خان بابکرخېل د سردار اکبرخان له ننوتو سره سم، له خپلو قواوو سره د کابل له مبارزینو سره یو ځای شو(٢٨ دسمبر١٨٤١) د سردار اکبرخان او سلطان احمدخان سره یې اوږه پر اوږه د انګلیسانو پر ضد مبارزې ته دوام ورکړ. هغه نه یوازې له انګلیسانو سره په مذاکراتو او د مکناټن په وژلو کې مهم او عملي ګډون درلود، بلکې د مات شویو انګلیسي لښکرو په وتلو او بدرګه کې له کابل تر جلال اباد، د انګلیسانو په وړاندې د جنرال سیل په رهبري د جلال اباد په جګړه کې، د خیبر په دره کې له جنرال پالک سره مخامخېدل او د انګلیسي لښکرو بېرته راګرځېدا د لغمان بدیع آباد کلا او د هغو راګرځول کابل ته، او د امیر دوست محمدخان د هند څخه د بېرته راستنولو په برخه کې هم ډېره فعاله ونډه درلوده. [غبار، در مسیر تاریخ، ص ٥٤٦، سراج التواریخ، ج١، صص ١٨٣- ١٨٥]
محمدشاه خان بابکرخېل هماغه بانفوذ شخص دی چې د هغه د منځګړیتوب په اثر، د سردار اکبرخان، نایب امین الله خان او د شاه شجاع د زوی فتح جنګ ترمنځ په ډېر ښه ډول مصالحه ترسره کړه او داسې فیصله یې وکړه چی:
فتح جنګ به پادشاه وي او سردار اکبرخان به د هغه وزیر وي، د طرفینو د لا ښه همبستګي او نژدېوالې لپاره، د نایب امین الله خان لور دې سردار اکبرخان ته په نکاح شي. په همدې ډول هغه اور چې د اپریل، می او جون میاشتو لپاره د سرلارو مجاهدینو ترمنځ په کابل کې بل شوی و مړ کړ او له همدې تاریخ وروسته سردار اکبرخان په وزیر محمد اکبرخان مشهور شو. [فیض محمدکاتب، سراج التواریخ، ج١، ص ١٨٥- ١٨٣، بالاحصار کابل، ج٢، ص ٣٣٩- ٣٣٤].
محمدشاه خان له مکناټن سره په مذاکراتو کې:
محمدشاه خان بابکرخېل، په کابل کې له انګلیسانو سره د مذاکرې په ورځ یو له هغه درې ملي سرلارو څخه و چې مخامخ له مکناټن سره کښېناستو او بیا هم لومړنی کس و چې سردار اکبرخان ته یې په پښتو ژبه وویل” وخت تېرېږي، زر شه خبره تمامه کړه!”
علیقلي میرزا لیکي: ”د ۲۳م  دسمبر د جلسې له انعقاد مخکې، سردار اکبرخان، سردار سلطان احمدخان او محمد شاه خان بابکر خېل، جسله ترسره وکړه. محمدشاه خان له اکبرخان وپوښتل چې ستاسو پلان څه دی؟ اکبرخان وویل: غواړم وروسته د مکناټن له ملزمولو او د هغه د ضد او نقیض قراردادونو له ښکارولو، مکناټن سره له ملګرو یې ونیسم او له خپل ځان سره وساتو، تر څو بل ځل ونشي کولی چې د ملي مشرانو او نورو غازیانو ترمنځ د نفاق د رامنځته کېدو سبب شي، او هم انګلیسان مجبور شي چې زموږ مطالبات قبول او امیر دوست محمدخان واپس راولېږي. محمدشاه خان وویل: ډارېږم چې دا کار غلط مخکې لاړ نشي او زموږ ترسل کسه زیات چې له انګلیسانو سره بندیان دي مقتول نه شي، او هغه وخت بیا خلک د دې ماجرا په وسیله زموږ خامۍ او ملامتۍ ته ګوته ونه نیسي. اکبرخان ځواب ورکړ: بالفرض که داسې څه وشي لکه تاسو چې وویل، زما د سل کسانو وژل او د خلکو ملامتي پر موږ، بهتر له دې څخه دی چې پردی زموږ پر هېواد مسلط، اسلام پایمال او د کفر قانون په هېواد کې رایج شي.“
(علیقلي میراز، تاریخ وقایع و سنواح افغانستان، چاپ تهران، ص ١٠٩- ١١٠)
پورته بیانات د سردار اکبرخان له ځانه تېرېدا، اسلام غوښتنه او له پردیو د کرکې اوج ښیي، چې باید په زرینو کرښو د هېواد په تاریخ کې ثبت شي.
موهن لال، انګلیس جاسوس چې د ملي مشرانو هر حرکت او هره جلسه یې تر نظر لاندې ساتله او د خپلو ایجنټانو په وسیله له هر اقدامه خبرېدو، د دې درېو ملګرو د جلسې له اسراره د سردارانو د مستخدمینو لخوا خبر شو او ژر یې د ۲۳ دسمبر د جلسې خطر مکناټن ته ورساوه، هغه لیکلي: ” میرزا خدا داد، د سلطان جان سکرتر، او محمدصادق خان چې د اطاق په آخر کې حاضر و، چې اکبرخان له محمدشاه خان سره د دې خونړۍ دسیسې د مقدماتو په اړه مشوره کوله، دواړو  اشخاصو ماته د دې پټې دسیسې په اړه خبر راکړ. میرزا خدا داد ماته وویل چې اکبرخان ډېر لوی پلان سنجولی دی، تر څو اعلی نماینده مکناټن په لومه کې ښکېل کړي، او که چېرې اکبرخان بریالی شو چې مکناټن ښار ته ژوندی راولي، هغه به مجبور کړي چې ټولې وسلې، خزانې او د انګلیسو سرتېرو نورې ذخیرې افغان سرلارو ته وسپاري. هغه وخت به مکناټن د زهرو یا هم د هغې توپانچې په وسیله له منځه یوړل شي چې تېره شپه یې ورته ډالۍ کړې وه.
میرزا خدا داد دا مطالب ماته په ۲۳ دسمبر ١٨٤١ د ورځې په لسو بجو راوړل او ما قربانعلي له یو یاداښت سره د مکناټن خواته ورولېږو، او هر هغه څه چې میرزا خدا داد ماته ویلي ول په هغه یاداښت کې مې ولیکل. د قربانعلي د رسېدو پر مهال مکناټن د اکبرخان د معاهدې اړوند د هغه له مستوفي( عبدالرازق خان) سره خبرې کولې او ځان یې آماده کاوه تر څو مرګوني کنفرانس او له اکبرخان سره لیدلو ته روان شي، په همدې وخت کې زما قاصد پیغام ور ورسوو او هم یې کرار په غوږ کې ورته وویل: چې مقابل لوري دسیسه درته جوړه کړې ده. د سرویلیام مکناټن د مخ رنګ د دې خبرې له اورېدو داسې تغیر وکړ، ګویا لکه مظطرب شوی چې وي، خو په حاضر حال او وخت کې هغه بله چاره نه درلوده، مګر دا چې د خپل هېواد او حکومت د نوم او حیثیت د ساتلو لپاره هر ډول خطر قبول کړي. مکناټن له خپلو افسرانو وغوښتل چې دوه کنډکه( د لارنس په قول دوغنده) سرتېري له قرارګاه دباندې د تیارسي په حالت کې ودروي. که اکبرخان په خپل قرارداد کې صادق وي، نو هغه وخت به مکناټن له دې دوه کنډکه سرتېرو د امین الله خان له منځه وړلو لپاره کار واخلي، که چېرې اکبرخان صادق نه وي، په هغه صورت کې به دا دوه کنډکه سرتېري د هغه د حفاظت لپاره دفاعي موقف غوره کړي. تورن لارنس، تورن میکنزي او تورن تریور مکناټن ته د هغه خطر په وړاندې چې په مخ کې یې لري اخطار ورکړ، خو مکناټن ځواب ورکړ: یقیناً خطرناک ده؛ خو که چېرې دا پلان کامیاب شي په ټولو خطراتو ارزي. په هر حال زه مرګ قبلوم؛ خو د تېرو شپږو اونیو د واقعاتو تکرار نه قبلوم. دسیسه په مخ کې ده، ما په هغه کې یوازې پرېږدﺉ او په هغه کې د معاملې لپاره پر ما باور وکړﺉ.” [موهن لال، زندگی امیردوست محمدخان ، ج٢، ص ٣٢٨- ٣٣٠]
موهن لال سره له دې چې د مکناټن له مرګه خبر دی، مګر د خپلو چارو انګلیسي بادارانو ته د مکناټن قتل په دې ډول روایت کوي تر څو د خپلو بادارانو خشم او غوسه د افغانانو په وړاندې راوپاروي، په همدې اساس لیکي: “کله چې اعلي نماینده مکناټن له غدار اکبرخان سره مذاکرې ته کېناست، اکبرخان او سلطان جان ژر تر ژره مکناټن دستګیر کړ او غوښتل یې هغه په آس سپور کړي، خو کله چې مکناټن له آس څخه په سپېرېدلو پر شا شو، نو هغه یې ښکته را وغورځاوه او محمد اکبرخان په هغه ډکه توپانچه چې تېره شپه مکناټن ورته ډالۍ کړې وه، ډز یې پرې وکړ او مړ یې کړ. محمدشاه خان غلجایي او ورور یې دوست محمدخان، د مکناټن مل پلاوی ، تورن لارنس او تورن میکنیزي ونیول او هغوی یې پر خپلو آسونو سپاره د محمودخان کلا ته راورسول. ملا مؤمن، تورن تریور د غچ اخیستلو په خاطر مړ کړ، ځکه چې هغه تورن یو ځل پخوا ملا مؤمن او ځینې نور سرلاري د پوځ لپاره د خلکو انتخابولو په وخت کې په شدید ډول توهین کړی و.” [موهن لال، زندګی امیردوست محمدخان، ج٢، ص٣٣١]
د محمدشاه خان بابکرخېل یو له ځیرکانه حرکتونو له مکناټن سره دجنګ په وخت کې دا و، چې لاس یې د هغه د زنې لاندې ور وړ تر څو د مسلح افسر یانې لارنس توجه ځانته راواړوي او په چټکۍ سره د هغه له مټو واخلي او ځانته یې راکش کړي، کله چې لارنس غوښتل مقاومت وښیي، محمدساه خان خپل پیش قبض څوکه یې د هغه په څنګ ورکېښوده، لارنس چغې کړې، محمدشاه خان د هغه توپانچه ترې واخیسته او د خپل آس خواته یې د تګ هدایت ورته وکړ. د محمدشاه خان دا کار د دې لپاره وو تر څو لارنس په اکبرخان ډز ونکړي. د محمدشاه خان وروڼو دوست محمدخان، خدابخش خان او غلام محي الدین خان هم له محمدشاه په ملاتړ، کتپان تریور او کپټان میکنزي دستګیر او خپلو آسونو خواته روان کړل؛ خو تریور چې چغې او نارې یې وهلې د ملا مؤمن په توره قتل شو. تر دې دمه وزیر اکبرخان مکناټن له منځه وړی و او سردار سلطان احمدخان انګلیسي ساتونکي تېښتې ته مجبور کړي ول. د ۲۳ دسمبر د جلسې د روایت جریان د شهزاده علیقلي د روایت مطابق او مکناټن وژل د اکبرخان په لاس راغلی دی او دلته د هغه تکرار لازم نه دی.[میرزا علیقلي، همان اثر، ص ١١٠-١١٢]
محمدشاه خان له سردار اکبرخان او سردار سطان احمدخان سره اوږه پر اوږه له انګلیسانو سره په وروستیو مذاکراتو او له هېواده د هغوی په وتلو کې حضور درلود او د دښمن د لښکلرو ویستلو په بدرګه کې له اکبرخان سره هملاری و. که څه هم هغه د مشرقي لوري د غلجایي قام بانفوذ او پېژندل شوی شخصیت و او کولی یې شوی چې د هغه لوري په زرګونو جنګیالي د انګلیسي قواوو سره په جلال اباد کې بسیج کړي.
ظاهراً وروسته د انګلیسي لښکرو بدرګه تر جلال اباد او د انګلیسي اسیرانو ځای پر ځای کول د لغمان په بدیع اباد په کلا کې و چې محمدشاه خان خپله لور وزیر اکبرخان ته په نکاح کړه او له دې وروسته د دوستي د اړیکي سره سره هغوی پر شخصي خپلوي هم سره وتړل شول.
یو ځل بیا محمدشاه خان له سردار سلطان احمدخان سره یو ځای د درې زره ننګرهاري مبارزینو په رأس کې د جنرال پالک له لښکرو سره د مقابلی لپاره تر خیبر درې لاړل، خو هلته د دښمن قواوې ډېرې او له توپونو سره مجهزې وې، افغانانو ونشوی کولی چې د دښمن په مخنیوي کې څه وکړي او په ناچارۍ جلال اباد ته راستانه شول او له کابله یې مرسته وغوښتله، مګر متأسفانه چې په کابل کې مجاهدینو مشران یو له بل سره نښتي ول او د خپل موقف او موقعیت مالومولو لپاره یې پر یو بل تورې را ایستلې وې او له سردار اکبرخان سره مرسته یې په جلال اباد کې چورلټ له یاده وتلې وه.
دوام لري…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.