د لوږې څونامي/ پنځه‌‌‌دېـرشمه برخه

آصف بهاند

377

د لوږې څونامي څپې هغه وخت مرگوني کېږي چې په ټولنه کې فقراو بې کاري ډېره شي او په پایله کې خبره اقتصادي او بشري ناورین او حتی خطرناکو رواني ناروغیو ته ورسېـږي. که ښه ځیر شو د همدغو دلایلو له مخې جنایي جرمونه ډېرېـږي او عاملین یې یا وژل کېـږي یا تښتي او یا زندان ته لېـږل کېـږي؛ دا کارونه همدا اوس عملاً په افغانستان کې روان دي. د میديا راپورونه وايي چې:

د تېرکال په اوږدږ کې په ټول هېواد کې «۱۲۲۸۳» جنایي پېښې شوې دي. د همدې معلوماتو په باب د تاند د یو رپوټ لنډکۍ برخه داسې ده:

«تاند: ( جمعه، د زمري ۱۳ مه )  د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۱۲۲۸۳ جنايي پېښې شوې دي.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي چې په دغو پېښو کې د لاس لرلو په تور ۱۷۲۱۷ کسان نیول شوي دي…»

د افغانستان د لوږې څونامي په لړ کې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په درېدو یا کمېدو سره د افغانستان د وږو شمېر مخ په ډېرېدو دی، که یې په وخت سره مخنیوی ونه شي، ښايي بشري ناورین رامنځته شي.

د تاند دې رپوټ ته پام وکړئ:

«تاند: ( شنبه، د زمري ۷ مه )  د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې تر مني پورې د عاجلو اړمنو شمېر له ۲۹ میلیون کسانو اوښتی.

دغې ادارې ویلي، چې دغو اړمنو سره عاجلې بشري مرستې اړینې دي.

یاد شوي سازمان یو ځل بیا له نړیوالو غوښتي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په برابرولو کې همکاري زیاته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژيم چارواکي د فقر زیاتیدو خبرونه کله ردوي او کله یې له تایید سره د مرستو زیاتیدو غوښتنه کوي.

د طالبانو منتقدان باور لري، چې د فقر او بشري ناورین یو اصلي دلیل د حاکم رژيم افراطي کړنې، د واک انحصار او افغانانو او نړیوالو سره نه تعامل دی.»

که خبره په همدې ډول دوام وکړي، پایله به د بیوزلو افغانانو لپاره څه وي؟

ــ د یوه اولاد خرڅول او نور پرې ساتل،

ــ د کورنۍ د یوه تن د بدن د غړو لیلامول،

ــ غلا یا نورو جنايي جرمونو ته لاس غځول،

ــ کوردننه یا له وطن نه د باندې هجرت کول، چې نه کېـږي،

ــ یا بل کوم غیر قانوني کار ترسره کول؟

عام خلک اوس له داسې حالت سره مخ دي چې هېڅ نه شي کولای، مځکه کلکه اسمان لرې.

ملگرو ملتونو او مرستندویو ټولنو ډېر ځلې ویلي دي چې افغانان په بد حالت کې راگیر دي، هېوادونه او مرستندویان بابد تر پخوا لا ډېرې مرستې وکړي، خو… د نړیوالو سیاسي، نظامي او طبیعي پېښو په وجه مرستې یا درول کېـږي یا ورځ تربلې کمېـږي.

د میډیا د رپوټونو دغه څو سرلیکونه د پاسنیو خبرو تاییٔد په ښه وجه کولای شي:

تاند:

«ډبلیو. ایف. پي: افغانستان په خوراکي لحاظ تر ټولو ناوړه وضعیت لري»

بي‌بي‌سي پښتو:

«د خوړو خوندیتوب په اړه د امنیت شورا ناسته، افغانستان پکې نیازمن بلل شوی»

 بي‌بي‌سي پښتو:

«ملګري ملتونه: په افغانستان کې مرستندویه چارې د بودیجې له لږوالي سره مخامخ دي»

بي‌بي‌سي پښتو:

 «ډبليو اېف پي:‌ د بودیجې کمښت له کبله مو میلیونه اړمن افغانان د مرستو له لیست ایستلي»

 بېکاري بله بلا ده چې د لوږې څونامي ته یې وزرونه ورکړي دي چې پر ټول افغانستان باندط لکه توره بلا وغوړېـږي. د کار د نشتوالي په وجه ډېری کورنۍ پوره خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. د بي بي سي په یو تازه رپوټ کې ویل شوي دي چې سره صلیب نړیوالې کومیټې له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې خپل پرمختیايي پروژې بېرته پیل کړي چې د بشري ناورین د لا خرابوالي مخنیوی وشي. دا هم د بي بی سي د رپوټ یوه برخه:

«سره صلیب پر نړیوالې ټولنې او پر هغو بنسټونو چې پرمختیايي کارونه کوي، غږ کړی چې افغانستان کې د بشري وضعیت د لانورې خرابۍ مخنیوي لپاره دې دې هېواد کې پانګونه له سره پیل کړي.

د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې افغانستان کې نژدې شل میلیونه کسان چې د ټول نفوس ۴۴ سلنه کېږي کافي خواړه نه لري او شاوخوا ۳۴ میلیونه چې د ټول نفوس ۷۹ سلنه کېږي بېوزله دي.

سره صلیب په دې مطلب کې د څو معلولو افغانانو او د هغوی د کورنیو د ورځني ژوند او د دوی د ستونزو انځور وړاندې کړی او زیاتوي بېکارۍ په افغانستان کې روان بشري ناورین لا ناوړه کړی چې په دې ډله کې معلولین تر ټولو ډېر بد حالت کې دي.

سور صلیب وايي په تېرو دوه کلونو کې افغانستان کې د بېکارۍ شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، د طالبانو له بیا واکمنيدو وروسته اقتصادي بندیزونو او له افغانستانه د پرمختیايي مرستندویه بنسټونو وتلو په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره کار موندل سخت کړي چې دایمي کار نه لري او ورځنۍ مزدوري کوي…»

څنگه چې لیدل کېـږي په افغانستان کې د لوږې څونامي د مخنیوي لپاره حالات په منفي خوا روان دی، فقر او بېوزلي ورځ تربلې د خلکو خوراکي مصؤنیت له منځه وړي. که دا کار همداسې دوام وکړي، پایله به ډېره خطرناکه وي او گڼشېر افغانان به خپل صحت او ژوند وبایلي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.