وایي امان الله خان په هغه زمانه کې ډیره بیړه وکړه

آزاد خان افغان

370
وایي امان الله خان په هغه زمانه کې ډیره بیړه وکړه!
راځئ چې دا خبره لږ وڅیړو:
شپږ پیړۍ وړاندې په اروپا کې همداسې تور او ړوند مذهبي ذهنیت د کلیسا له لارې په زور د خلکو په ژوند حاکمیت ټینګ کړی وو. په هرڅه کې باید د پاپ او پادریانو رضائیت او منظوري آخیستل شوی وای. حتی د جنت کیلي هم د پاپ سره وه او خلکو ته به یې له مرګه وروسته د جنت د تلو لایسنس ورکاوو. کلیسا ډیر عالمان او ساینسپوهان تکفیر کړل، عمر قید کړل، ژوندي یې ددوی د کتابونو سره وسوزول، پدې ادعا چې هرڅه په مقدس کتاب کې شته، نو نوي علم یا علومو ته کوم ضرورت نشته، هو به هو هماغه ادعا چې په همدې یوویشتمه پیړۍ کې زمونږ ملایان هم کوي او وایي ټول علوم په قرآن کې موجود دي. دکلیسا لوی قدرت پدې کې وو چې مقدس کتاب یوازې ددوی سره وو او یوازې دوی لوستلی شول. ٪۹۰ فیصده نور خلک ټول بې سواده وو او هغه محدودو باسوادو هم مذهبي مقدسو کتابونو ته لاس رسی نه درلود. ترڅو چې د چاپ ماشین اختراع شو او دې ماشین وکولای شوای چې په سلګونه مقدس کتابونه چاپ کړي او لوستو خلکو ته یې ورسوي. همدا یوه ماشین د افکارو لوی انقلاب جوړ کړ، ځکه چې نورو خلکو هم دا توان پیدا کړ چې مقدس کتابونه ولولي او په محتوا یې پوه شي او پدې پوه شول چې دا پاپان ټول دروغ وایي، ځکه هغه څه چې پاپ وایي، په مقدس کتاب کې یا نشته، یا یې خلکو ته په غلط شکل بیان کړي دي. دا وو په اروپا کې د رُنسانس پیل، چې د نوي نوي افکارو زیږیدو ته یې لاره خلاصه کړه. شعر، فلسفه، هنر، رسامي، مجسمه سازي، طبیعي علوم او ټکنالوجي په سرعت وده وکړه او دین یې یوازې د انسان فردي حریم وباله، پاپ او پادریانو واک یې د کلیسا په ماحول کې محدود کړ. خلکو د مذهبي مفتشینو څخه یو آزاد نفس وویست او د هرې ورځې په تیریدو سره یې ژوند بهتره کیده، تر څو اوسني معاصر حالت ته ورسیدل.
اوس به راشو افغانستان ته:
– امیر شیرعلي خان د ۱۹مې پیړۍ په پای کې د افغانستان د آبادی او ترقي لپاره ځینې اقدامات پیل کړل، مګر ملایان دده د مترقي پروژو مخې ته ودریدل. ویل یې چې امیر د اسلامي ارزښتونو مخالف دی او د دربار ځینو کسانو هم مشوره ورکوله چې د ټولنې ذهنیت لا ترقي ته ندی مساعد. امیر یې په هماغو شکایتونو پزې ته ورساوو، زړه یې له پاچاهي تور شو او غوښتل یې چې له پاچاهي لا وتښتي.
– چې کله شاه امان الله د افغانستان استقلال وګاټه او ها خوا یې نوره نړۍ ولیدله، نو د افغانستان او افغانانو په وروسته پاته حالت یې ژړل. د یو با احساسه، ملي او مترقي شاه په حیث یې د ریفارم او ترقي ګړندي اقدامات پیل کړل. مګر هماغه ارتجاعي عناصر او د انګریز په اخور کې روزل شوي ملایان ورته پاڅیدل او ډنډورې جوړیکړلې چې آمان الله کافر شوی دی. ترڅو چې د انګریزانو په شیطاني مټ د یو جاهل، ډاکو او بې سواده سړي په لاس دده حکومت ړنګ کړل شو. د ځوان او په وطن مین شاه هیلې او آرزوګاني خاورې شولې. بیا هم ځینو کړیو ویل چې دلته اسلامي ارزښتونه دي، د خلکو ذهنیت ترقي ته ندی مساعد او امان الله ډیره بیړه وکړه. نو د اسلام خادم کلکاني حبیب الله ورباندې پاچا شو.
– ظاهر شاه چې کله له خپلو ترونو څخه واک ترلاسه کړ، کرار کرا یې د ترقي او آبادي پلانونه پیل کړل. که څه هم دده د پرمختګ حرکت ډیر په احتیاط او بطي وو، مګر ده ته هم په ځینو سیمو کې ملایان پاڅیدل چې مونږ پخپلو سیمو کې مکتب او سړک نغواړو. حتی د پکتیا او کونړونو په سیمو کې د حکومت سره یې جنګونه پیل کړل. ځینې عناصرو هلته هم ویل چې د لته اسلامي ارزښتونه قوي دي، د ملت ذهنیت لا ندی مساعد، بیړه باید ونشي.
– چې کله داود خان صدراعظم شو، نو هغه بیا د آبادي، ترقي او ریفارم ګړندي پلانونه پیل کړل، چې پکې نجونو ته سراسري تعلیم او ښځو ته د کار د برابرولو پروګرام هم شامل وو. مګر ده ته هم ملایان راپاڅیدل. حتی په کندهار کې ملایانو لویه بلوا جوړه کړه، د زندان دروازې یې ماتې کړلې، ټول جنایي بندیان او پایلوچان یې خوشي کړل او په ښار کې لویه ګډوډي جوړه شوه. ترڅو چې حکومت جدي اقدام وکړ، یو څو یې وویشتل او ملایان یې پخپل ځای کینول. هغه وخت هم ځینو همدا یوه خبره کوله چې دلته اسلامي ارزښتونه دي، نو ګړندي ګامونه باید وانه خیستل شي، د ملت ذهنیت لاندی مساعد. هماغه وو چې سرادر دواد خپله استعفأ وړاندې کړه.
– چې کله داود خان بیا ظاهرشاه له قدرته لیرې کړ او جمهوریت یې اعلان کړ، بیایي د آبادی، ترقي او تمدن په لور یې ګړندي ګامونه واخیستل. ځکه زمان تیریده، نوره نړۍ د ترقي او رفاه خواته ډیر په سرعت روان وو، مګر افغانستان هماغسې په ټپه ولاړ وو، ځکه چې په اسلامي ارزښتونو باید غرض نه وای شوای. بیا د ملا او ارتجاع شیطاني کړۍ په حرکت راغللې، چې هلی دادوخان کمونست شوی دی. حتی ګلبدین، احمدشاه مسعود او نور ارتجاعي عناصر د پاکستان د استخباراتو په لمن کې ځانونه واچول او ددوی په ملاتړ او تحریک یې په افغانستان کې وسلوال حرکات پیل کړل، چې اسلام په خطر کې دی.
– بیا نو د کمونستانو په وخت کې خو ددوی د بې سواده او ناپوه غړو د بدو او وحشي اعمالو له لاسه په کمین کې ناستو ارتجاعي عناصرو او د لستوني مارانو ته طلایي چانس پیداشو. دا وارې خو ارتجاع ته پوره پلمه جوړه شوې وه چې کمونستانو قدرت نیولی، نو د حکومت په خلاف وسلوالي حملې پیل شولې. د ارتجاع بخت هغه وخت پوره وځلید چې د شوروي عسکر افغانستان ته راننوتل. که څه هم د روسانو په خلاف په پیل کې په ځینو سیمو کې افغانانو د ملي مشرانو په رهبري ځینې محلي، ملي او خودبخودي قیامونه پیل کړل، مګر د پاکستان په مټ د لستوڼې مارانو هغه ملي او پاک قیامونه منحرفه کړل او اسلامي کاذب پوښ یې ور واغوست، کوم چې پاکستان غوښتل. داوو چې د روس راتګ د لستوڼې مارانو ته د غرب او عرب د وسلو او پیسو دروازې خلاصې کړلې. ددوی شعار لا قوي شو چې اسلام په خطر کې دی. خلک هم چې د کمونستانو لخوا دردیدلي وو، هماغو ارتجاعي کړیو ته ورمات شول. لنډه داچې دا روسان او کمونستان وو چې په افغانستان کې یې د ارتجاع پر سر د اقتدار تاج کیښود او ملایانو د لاتری ټکټ وګاټه.
– بیا چې کله امریکا د ټولې نړۍ سره راغی او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې اقتصادي پروژې پیل شولې، ملیاردونه ډالره مصرف شول، په سلهاوو پوهنتونونه جوړ شول، په زرهاوو محصلین په مختلفو څانګو کې وروزل شول، مګر د علم، ترقي او پرمختګ په ضد ذهنیت لا نه وو مړ. له یوې خوا په ټول هیواد کې جنګ روان وو او له بلې خوا هماغه پخواني اسلامي مجاهدینو او نورو غلا او چور ګډ کړی وو. په هیواد کې سراسري جنګ بیاهم د هیواد د آزادی، رفاه، ترقي او ملي منافعو لپاره نه وو، بلکه جنګ بیا هم د اسلام لپاره وو، اسلام په خطر کې وو، نه وطن. هیچا نه پوښتنه کوله چې اسلام او دین ته خطر یعنې څه؟ آیا دین ته هم خطر وي؟ حقیقت داوو چې خطر دین ته نه، بلکه د ملا اقتدار ته خطر وو. هماغه وو چې دادی بیا ملایان د امریکا په لاس اقتدار ته ورسول شول، هغه اقتدار چې دوی یې یې دا سل کاله خوب لیده!
له امان الله خان نه سل کاله تیر شول، مګر وینو چې په دا تیرو سلو کلونو کې د هر مترقي حرکت په وړاندې همدا وویل شول، چې دلته اسلامي ارزښتونه دي، اسلام په خطر کې دی او د ملت ذهنیت لا مترقي اقداماتو ته ندی مساعد.
سل کاله ملایان د علم، ترقي، پرمختګ، تعلیم، انساني حقوقو، فردي آزادي او د رفاه په وړاندې ودریدل او په هر مترقي مشر یې د کفر ټاپې ووهلې، ویل یې اسلام په خطر کې دی. حقیقت داوو چې ملایانو په جهالت کې خپله بقا لیدله او ترڅنګ یې جاهل او بې سواده ملت هم د ملا خبرو ته غوږ نیوو.
سل کاله وړاندې هم لا وختي وو، لا د ملت ذهنیت نه وو مساعد، لا اسلامي ارزښتونه وو او سل کاله وروسته، همدا اوس هم هماغه خبرې کیږي.
حتی ځینې لوستي کسان لا په رسنیو کې علم فروشي کوي همدا ډول غږیږي او همدې ساز ته ګډیږي چې دلته اسلامي ارزښتونه دي، د ملت ذهنیت باید په نظر کې ونیول شي او داسې نور تکراري خوسا شوي دلایل. دا چې په سلو کلونو کې ددې ملت ذهنیت تغیر ونکړ، نو دا تغیر به کله راځي، څو نورې پیړۍ باید همداسې په جهالت کې ضایع شي.
اوس د چاپ ماشین خو پریږده چې د ټکنالوجي په برکت هر انسان ته د علم سمندر ترمخ خلاص پروت دی. هر لوستی انسان کولای شي چې د علم په هره برخه کې چې وغواړي معلومات ترلاسه کړي. قرآن اوس د ملا په انحصار کې ندی، بلکه هر فرد کولای شي چې نه یوازې چې قرآن ولولي، بلکه په ترجمه او تفسیر یې هم پوه شي. که څه هم ملا هماغه ملا دی، هماغه دروغ وایي، مګر اوس خو باید د ملایانو په دروغو ونه غولیږي. نو ترڅو به د ملا خولې ته خلک ګوري؟
آیا دا اسلام یوازې په افغانستان کې دی؟ آیا افغانان پدې لویه نړۍ کې یوازني مسلمانان دي؟ یا افغانان انسانان ندي چې د نورو انسانانو په شان د زمان په مطابق یو آرام او باعزته ژوند ولري، ښځې او نر په مساوي توګه تعلیم وکړي، تحصیل وکړي، د خپلې خوښې مسلک انتخاب کړي، آزاد سفر وکړي، د خپلې خوښې لباس واغوندي، موزیک واوري، سینما او تیاتر ته ولاړ شي، سپورت وکړي خوشحاله ژوند ولري، خپل مذهبي مراسم پخپله خوښه ادا کړي او څوک یې په شخصي کار کې کار ونلري؟؟!
دا خو د ژوند هغه بسیط او ابتدایي حقوق دي چې په نوره نړۍ کې حتی حیواناتو ته ورکړل شوي دي، مګر مونږ یې په یوویشتمه پیړۍ کې افغان انسان ته غواړو. هغه رُنسانس چې په اروپا کې ۶۰۰ کاله وړاندې راغی او خلکو د خپل ژوند اختیار پخپل لاس کې واخیست، هغسې رُنسانس به افغانستان ته کله راځي، څو کاله یا څو پیړۍ نورې باید تیرې شي چې مونږ هم ددې نړۍ په انسانانو کې شمار شو او خپل انساني حقوق ولرو؟ څو نورې پیړۍ او کله؟
فکر وکړئ!!

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.