احتیاط که ناروغي؛ درمل: روغتیا، زهر که تجارت؟

عابدالله حیدرزی

300

پوهېږم پر ځینو ټولنیزو پاڼو اوږدې لیکنې د خلکو نه خوښیږي، خو دا او دې ته ورته په نورو موضوعاتو باید خلک پراخ عامه پوهاوی وکړي او خلک ترې خبر سي. که په افغانستان غوندې هېواد کې له یوې سیمې بلې ته د چکر او تفریح کولو پلان لرئ، که هغه له کورنۍ یا ملګرو سره وي باید ځینې لارښوونې جدي مراعات کړﺉ. مثلاً: یو داسې نا پېژانده سیمې ته سفر کوی چې مخکې کله نه یاست تللي باید د هغه سیمې د اوبو او هوا، یخنۍ او ګرمۍ په اړه مطالعه ولرﺉ یا له تللو کسانو څخه وپوښتئ که هوا یخه وي ګرم لباس که ګرمه وي یخ لباسونه له ځانه سره یوسئ.

بل مهم ټکی دا چې هیڅ وخت تیار یا فسټ فوډ مه خورئ ځکه چې پر رستورانونو کافي بېروبار وي نو دوی تر ډېره د صحي خوړو پخولو ته خاصه پاملرنه نه کوي نو کوشش باید وشي چې خپل دېګ، کاسه، غوښي او سبزي یوړل سي او پخپله پاخه شي.

بل هم په ځینو سیمو کې مختلف ډوله حشرات پیدا کېږي چې د هغوی په چیچلو سره انسان سخت ناروغ کیږې، نو یوه یا دوې پشه خانې له ځانه سره وړل نه ځای نیسي نه هم ورسره تکلیف کېږي، خو له مختلفو ناروغیو مو ژغوري. ورته نور کوچني او لوی موارد لکه پر لارو کې له موټرو سر باسل، چغې وهل چې دلته مو پر خوله، پزه، غوږ او سترګو دوړې او خاورې ننوځي چې دا هم لوی ګواښ دی. نور هم سته چون زما مسلک نه دی ډاکټر صاحبان به پرې ښه پوهیږي دوی هم باید په خپل مسلک کې نه یوازي قصابي بلکي خپل مسوولیت ادا کړي. ځکه د ځینو ډاکټرانو سره د روغتون مشر دا له مخکې منلي وي چې د ده درملتون، لابراتور فعال وساتي که خلکو ته یې اړتیا وي یا نه ښه فریمانه ټیسټونه او درمل وپلورل سي او هم په لوړ فیس کې یوه برخه روغتون ته لاړ سي.

بله دا چې د ځینو شرکتونو د ویزیټور او سیل مینانو له لوري له ډاکټرانو سره تفاهم کېږي چې په دومره درملو اخیستلو کې په شپږ میاشتو یا یو کال کې ګران بیه موټر سایکل، موټر یا یو بهرنۍ سفر درته برابرو نو دا ښاغلی بیا دا خبرې مست کړي هر چاته به درجن درجن درمل لیکي که ناروغ وژني که رغیږي دده یې پرې څه. ده سره خو د فیصدی تر څنګ غوړي وعدې هم شوي. خو دا خبرې چا ته کوو؟! اصلاح به څوک او څنګه راولي؟! ډاډه یم لیکنه به د نورو لیکنو په څېر همداسې د نورو لیکنو په منځ کې ورکه خو یاد سیستم به د پخوا په څېر ښه په کش کې روان وي. نو که یاد ټکي مراعات نه شي تاسې به هم خدای مه کړه زما پر برخلیک اخته شﺉ. چې په تېرو دریو شپو کې مې یوازي څلور ساعته خوب نه دی کړی. ما او نور ناروغان په دعاوو کې یاد ساتئ ستاسې د سالم صحت په هیله.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.