متقي پاکستاني پلاوي ته: موږ باید د یو بل پر نېک نیت شک ونه لرو

546

متقي پاکستاني پلاوي ته: موږ باید د یو بل پر نېک نیت شک ونه لرو

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پیدا شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر سهیل محمود په مشرۍ له پلاوي او ورسره کابل کې د دغه هېواد شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

متقي وویل، افغانستان او پاکستان دوه وروڼه او ګاونډي هېوادونه دي او ګڼ مشترکات لري؛ نو ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ رابطه هم پر ښه ګاونډیتوب او تفاهم ولاړه ده.

د هغه په وینا، دا چې ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پیدا شي.

دا په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان په ناامنیو کې افغانان لاس لري، خو کابل بیا بیا دغه ادعاوې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان نه اچوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.