ط ال په متحده اماراتو کې د۱۰۰ افغانې نجونو د لوړو زده کړو مخه ونیوله

678

په کابل کې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی دی چې د طالبانو ریژیم هغه  په لسګونه نجونې د کابل هوايي ډګر څخه راځولي دي، کومې چې د خپلو لوړو زده کړو لپا ره متحده عربي امارت ته روانې وې.
دغه نجونې د تېر یو کال راهیسي د خپلو بورسونو قانوني مرحلې له طۍ کولو څخه وروسته ؛چې نن یې قانوني مرحله وروستي پړاو ته رسیدلي وه، متحده عربي امارت ته پرواز کړی وای، خو طالب جنګیالیو یې د تګ مخه نیولې او ټولې یې بېرته کورونو ته ستنې کړي دي.
که څه هم دوی سره د سفر لپاره د دوي محرم پلرونو او وروڼو ته هم ویزې اخېستل شوي وې، او له هغوي سره به يې ځای سفر کولو ،  خو بیا هم دوی نه دي پرېښودل شوي.
په دوبۍ کې د  «الحبطور» مرستندویه بنسټ چې د یادو افغان نجونود سپانسر کولو پروسه په غاړه وه،چې دغه نجونې په دوبۍ پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پر مخ یوسي، هم خبر ورکړی  دی، چې طالبانو په کابل کې افغان محصلینې له پرواز څخه ګرځولي دي.
د الحبطور مرستندویه بنست مشر عرب میلیاردر احمد الحبطور هم په خپل ویدیويي پیغام کې خواشیني څرګنده کړي ده، او ویلي دي چې داسې هیڅ تمه یې نلرله،ځکه چې موږ د دوی لپاره ټول قانوني پروسیجر عملي کړو کوم چې دوی لپاره اړین و،  خو طالبانو بیا هم دوی له پرواز او د زده کړو له بهیر څخه منع کړي دي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.