واده

شریفه شریف

533

د محفوظ مور لګيا ده خبرې کوي خو زه يې نه اورم . غوږ ورته نه ږدم . خبرې يې تکراري
دي . ما ښام چې کورته ځم د ورځې حال راته وايي . سهار بيا خپل خوبونه راته بيانوي . نور
يې خبرې راته خوند نه راکوي . د محفوظ د مور ژوند هم تکراري او يو نواخته دی . سهار
. پاڅيږي ما ته چای دموي . کور پاکوي بيا دوډۍ پخوي . د شپې خوبونه ويني
د محفوظ د مور عمر ما ته نه دی مالوم . د مخ ګونځې يې بيخې ډيرې دي ښايي تر ما مشره
وي . خو دېته هم د خپل عمر پته نه لګيږي . په دې هم نه پوهيږي چې لومړی اولاد يې څو کاله
مخکې پيدا شوی . دا وايي ورته د وخت او ساعت او کال چل نه ورځي . د ډيرو شيانو چل نه
ورځي . د رنګونو فرق هم نشي کولای . د زرغون په ځای شين راوړي د سره په ځای ابي .
يوازې په تور او سپين پوهيږي . د سهار ماسپښين مازديګر ماښام توپير هم د ملا له اذان سره
. کولای شي
دا تر ما مشره ده خو زما کارونه کوي . يا ښايي غوسو او غريبيو خواره کړې وی او په اصل
کې تر ما ځوانه وي . مېړه يې ايران ته تللی ، څو کاله کېږي چې احوال يې نه دی راغلی . دا
يې چې کله يادوي زامن يې ورباندې په قاريږي چې ولې يې يادوي . اوس چې کله د ايران خبر
په تلويزيون کې وويني سترګې تلويزيون ته نيسي ، خپل مېړه لټوي . مشر زوی يې د طالبانو
. سره په جګړې کې وژل شوی دی
دا چې کله خپل زوی يادوي ورسره هغه بدې ورځې يادوي چې د شهيدۍ د معاش د اخيستلو
. لپاره ټاکلي دفتر ته تلله . اوس هغه معاش بند شوی دی
د محفوظ مور باندی مې په اولو ورځو کې ډير زړه خوږيده . د کتابونو خبرې مې په زړه کې
ګرځيدې چې خلک ناپوه ساتل کېږي او ورته د پوهې موقع نه ورکول کېږي نو ګناه د هغو ده
چې دې خلکو ته يې د پوهې او روزنې لارې نه دې برابرې کړي . خو اوس مې د دې ناپوهي
په غوسه کوي . خبرو ته يې غوږ نه ږدم . سترګو ته يې نه ګورم . دا هم چې راته ځيره شي ورباندې په قاريږم
د سيورې په شان ده. راسره ده خو شتون نه لري. ګورم يې خو لمسوم يې نه . اورم يې خو غوږ ورته نه ږدم
زه له ځان سره په دعوا يم . فکر مې يو څه وايي خپله بل څه کوم . زړه مې وايي د محفوظ
مور بيچاره مظلومه ده . په هيڅ نه ده خبره . دا خو د دې ګناه نه ده چې د مربا او د غاښو

کريم توپير نشي کولای . دومره چې دا ماته بې سره ښکاري دومره به زه دې ته بيکاره مالومېږم
. . ولې به ورته په غوسه کېږم
»»»»»»»»»
دتيلفون زنګ اورم . له ځانه سره وايم نه يې پورته کوم . ستړې يم بيا به وروسته څواب ورکم .
: د محفوظ د مور د کلکو ګامونوغږ اورم تيلقون يې ماته راوړی
. دغه ده تيلفون دې –
: ورباندې چيغه کوم
په تا يې څه ؟ ولې دې راته راوړ ؟ –
خپل غږ راباندې بد لګيږي . لکه چې د بل چا وي او د ليرې نه يې واورم . د تيلفون زنګ هم
.راباندې بد لګيږې
! بلې –
. سلامونه . بيا هم زه يم
شاعر ملګری مې دی چې پرون يې راته د نوي کار مبارکي راکړه او اوس يې بيا تيلفون کړی .
دوه کاله مخکې يې مېرمن مړه شوه او دی يې ډير وځوراوه . ملګري يې وايې دى په خپلې
: مېرمنې مېن و . نه پوهيږم بيا يې ولې تيلفون کړی .غږ يې ورو اورم
يوه پوښتنه وکړم خوا دې نه بديږي؟
. ولی به مې خوا بده شي ؟ وواياست
. خوپه زړه کې وايم خامخا کار يې چېری بند دی ما واسطه کوي
زما سره ګډ ژوند کوې ؟
. چوپه پاتې کېږم
فکر کوم. واده ؟ اوس ؟
ټول هغه صفتونه مې چې پخپلو مقالو کې د ناوې ا و مېرمنتوب لپاره ليکلي و او ورباندې مې د
تپل شويو ذهني مېعارونو نوم ايښی وو په زړه کې مې راو ګرځيدل . ښځه چې واده کوځ بايد
….ځوانه وي ښايسته وځ د کور په کار بلده وځ او …..او ….او
.ـ زه به ورباندې فکر وکم
………. ـ زه له ډيره وخته راهيسې په تا مېن وم خو واده
. خبرې يې نه اورم تکراري دي . د کتابونو د مېنې کېسو ته ورته دي
: غوږی ږدم . د محفوظ مور پوښتنه کوي
څوک و؟
. زه ځواب نه ورکوم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.