د نجونو د زده کړو ځنډولو لپاره معقول؟ خو پټ دلایل

آصف بهاند

332

د نجونو د تړلو ښوونځیو ستونزه، لکه جړغوټه، د افغانستان د خلکو په مخکې پرته ده او هېڅ‌څوک نه شي کولای دا غوټه خلاصه کړي. د دې ستونزې د رامنځته کېدو له پیل نه طالب چارواکو د ښوونځیو د تړلو لپاره گڼ دلایل وړاندې کړي دي، د دې دلایلو د وړاندې کولو په لړ کې یو لوړپوړي طالب چارواکي نوې څرگندونې کړېدي او ویلي یې دي چې د نجونو د زده کړو ځنډولو لپاره معقول دلایل لرو، خو له چا سره یې شریکولی نه شو.

د تاند په یوه تازه رپوټ کې د دې نوو څرگندونو په باب داسې راغلي دي:

«تاند: (پنجشنبه، د وږي ۹ مه )  د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد یونس راشد د پکتيا پوهنتون له محصلينو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی رژیم د نجونو د تعليم بندولو لپاره معقول دلايل لري، خو دغه دلايل له رسنيو سره نه شي شريکولى.

نوموړي ویلي:«اوسمهال د نجونو د زده کړو لپاره اسلامي شرایط برابر نه دي، دا چې دغه شرایط څه دي، ډېر ستر بحث دی. شرعي دلایل هم شته چې د نجونو زده کړې بندې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه وروستۍ وینا کې برعکس نظر ورکړی.

نوموړي ویلي: «د ټولو پر مخ باید له کوم توپیري چلند پرته د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي. ځکه زده کړې د خلکو شرعي او طبیعي حق دی.»

د طالبانو یوه پخواني مقام عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د طالبانو تر ۹۵ سلنه پورې مشران د نجونو د زده کړو پلویان دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو دوه کاله پوره شول، خو دوی تر اوسه له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو لپاره نجونو ته اجازه نه ده ورکړې.

د دوی ویاندویان بیا- بیا ټینګار کوي، چې د نجونو د زده کړو لپاره د یوه « ترتیب» او طرحې په برابرولو بوخت دي.

د نجونو د زده کړو مدافعین بیا وایي، چې طالبانو د تېرې واکمنۍ په پنځه کلنه دوره کې یې هم په ښکاره د نجونو د زده کړو مخالفت نه کاوه، خو د شرایطو د نا برابرولي په پلمه یې پنځه کاله دوی له زده کړو لرې وساتل.

ځينو دیني عالمانو بیا د طالبانو مشران ننګولي، چې د نجونو د زده کړو په اړه ورسره مناظرې ته حاضر شي.»

اوس سړی هک‌حیران شي چې دا نوی خبر یا نظر څه ډول شرحه کړي، ځګه دا نظر هم گونگ دی او هم ناښکاره، وگورئ: «د نجونو د زده کړو ځنډولو معقول دلایل لرو، خو شریکولی یې نه شوو.»

چې د نجونو د د ښوونځیو د تړلو لپاره خپل دلایل له خلکو سره نه شئ شریکولی، نو خلک به څه پوه شي چې ستاسو دا معقول دلایل څه او څومره دي چې هرڅه یې په ټپه درولي دي؟

د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پیل نه تر نن پورې چې څه باندې دوه کاونه کېـږي؛ د افغانانو او بهرنیانو له خوا په وار ــ وار د نجونو د ښوونځیو پر بیا پیل کېدو ټینگار شوی دی. څو ورځې د مخه د بریتانیا د سفارت شارژدافیر روبیرت ډیکسن، چې په دوحه کې خپل کارونه تر سره کوي، په کابل کې یې له طالب چارواکو سره په لیده کې یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانستنې موضوع یاده کړې. دغه راز په همدې نږدې څو تېرو ورځو کې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په خبرو کې د نجونو د ښوونځیو پر بېرته پیل کېدو ټینگار کړی دی او ویلي یې دي چې: د نجونو زدکړه او د ښځو فعالیت ډېر مهم دی.

د بي‌بي‌سي په رپوټ کې له طالب چارواکو سره د یادو دیپلوماتانو خبرو ته داسې اشاره شوې ده:

«په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر روبیرت ډیکسن، چې له دوحې خپلې چارې تر سره کوي، کابل ته له تلو وروسته ویلي، دا لیدنه یې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره د مثبت راتلونکي ملاتړ لپاره د بریتانیا ژمنتیا ښيي.

بل لور د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په یوه لیدنه کې د نجونو پر زدکړو او د ښځو د فعالیت پر اهمیت ټینګار کړی.

د یادونې ده، چې د بریتانیا سفارت چارسمبالي پرون او د جاپان سفیر نن کابل ته سفرونه کړي او دواړو لوړپوړو دیپلوماتانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.

ښاغلي ډیکسن له کابله ستنېدو وروسته د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، کابل ته د تلو هدف یې په اوسنیو شرایطو کې د مخکې تګ یوې لارې موندل و.

د رابرټ سي ډیکسن په وینا افغانستان اوسمهال په نړۍ کې له سختو بشري کړکېچونو نه له یوه تېرېږي، ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستې ته اړتیا لري، اقتصادي وضعیت خواشینونکی ښکاري، لامل یې د تېرې نژدې نیمې پېړۍ کړکېچ او وچکالي دي، چې اقلیمي بدلون لا پسې سخته کړې.

رابرټ، سي، ډیکسن وايي، طالبانو ورته ویلي د مخدره توکو مخنیوي، امنیت ټینګښت او فساد مخنیوي لړ کې یې پرمختګ کړی، خو نوموړی وايي، په زغرده یې طالبانو ته ویلي ” موږ د هغواقدماتو په هکله چې له ښځو او نجونو حقونه په تدریجي ډول اخلي، سخت اندېښمن یو.”»

دغه راز ښاغلی عبدالوحید وحيد په ډېره نرمه ژبه تل د نجونو د زدکړو د حق په باب د خپلو لیکنو په ترڅ کې موضوع مطرح کړې ده. ده په خپله یوه مقاله کې په لنډ ډول د نجونو د زدکړو مخنیوي ته په انتقادي ژبه داسې اشاره کړې ده:

«متأسفانه د علم پوهې ساينس ټيکنالوژي، کمپيوټر انټرنيت، مصنوعي ځيرکتيا، خلائي تسخير، فضايي بېړيو او ساينسي پرمختګونو په اوسني ډګر کې موږ په هغه ځاى کې قرار لرو چې د خپلې اشرف المخلوقات ټولنې نيمه برخه مو د توپک د شپيلۍ په زور له زده کړو څخه منعه کړې، معاصرې زده کړې مباح او غير ضروري ګڼو، حکومت کول امنيت تامين يوازې د سوټي په زور د تحقق وړ ګڼو…»

نرگس مومند حسنزۍ د زړه له درد سره مل د تړلو ښوونځیو د غمیزې په باب داسې ویلي دي:

«د حاکمو چارواکو دریم کال پیل شو خو د ښوونځیو د خلاصون هيڅ نښه نشته او (امر ثاني) په (امر دایمي) اوښتی دی.

د علم او ټکنالوژې په دې بهیر کې د هیواد د نجونو پر وړاندې د رناګانو د دروازې د تړلو نن ۷۰۰ شرمناکې ورځې تیرې شوې.

دا یو نه جبرانیدونکی زیان دی او د افغان ولس د راتلونکې څو نسلونو سره نه جبرانیدونکی خیانت چې په هیچ ډول د توجیه وړ ندی.»

خو له دې ټولو غوښتنو او نظرونو سره ــ سره، نه څوک خبره اوري او نه هم عمل پرې کوي. د تعلیم په ډگر کې زموږ د وطن پر نجونو او د هغوی پر کورنیو باندې حالت دومره بد شوی دی چې د وطن یو پوهاندۍ ته رسېدلی تعلیم یافته شخص نه شي کولای خپله لور د ښونځي تر ودانۍ پورې بوزي. دا د یو پوهاند پلار یو وړوکی لیکلی د زړه حال دی:

«لورکې مې راته کړه:

ابه جان! د ښوونځي ودانۍ مې یادېـږي، یو ځل نه ورځو؟

ما ورته کړه:

زړګۍ موټر مې وران دی، په پښو کې مې هم سیک نشته، یوازې هم نشې تلای، نو دا به څنګه شي!

په ډېرې ناهیلۍ یې راته کړه:

بیا نو هیڅ…»

د طالبانو د دویم خل واکمنېدو د دویمې کلیزې په مناسبت بي‌بي‌سي پښتو د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د ژوند په باب د « د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله: د مولوي هبت الله اخوندزاده ورځنی ژوند او فکر؛ له څه وېره لري؟» ترسرلیک لاندې یو رپوټ خپور کړی دی چې په هغه رپوټ کې د ملاهبت‌الله د ورځني ژوند او کاري پروگرام پر ځینو اړخونو رڼا اچول شوې ده. د یاد رپوټ په ترڅ کې د نجونو د ښو،نځیوو ستونزې ته داسې اشاره شوې ده:

«… د شیخ صیب [د طالبانو رهبر] یوه تر ټولو ستره وېره د دیني عالمانو ترمنځ تصادم” یا ټکر دی. دا خبره لږ تر لږه دوو کسانو چې نوموړي‌ سره ډېر لیده کاته کوي، په مرکو کې وکړه.

په افغانستان کې ګڼ دیني عالمان آن د طالبانو د حکومت ځینې پلوي هغه هم د نجونو زدکړو او ځینو نورو مسایلو په اړه د ښاغلي هبت الله د دریځ‌ سخت مخالف دي.

د یوه مرکه شوي طالب چارواکي‌ په وینا، “شیخ صیب د نجونو ښوونځیو په اړه له دې اختلافه وېره لري چې د عالمانو ترمنځ‌ یو د بل پر ضد فتواوو ته لار جوړه نه کړي، نو ځکه دې موضوع کې احتیاط کوي.”

د ځینو مرکه شویو په باور، د ښاغلي‌ هبت الله یوه بله وېره دا هم ده چې که د نجونو زدکړو او کار ته اجازه ورکړي،‌ ښايي‌ د طالبانو په خوځښت کې “د ځینو توندلارو ملایانو د لارې بېلېدو سبب شي. نو د هغوی د قناعت لپاره د ښوونځیو پرانیستل ځنډلې دي.

اوس نژدې ۷۰۰ ورځې وشوې چې د ښاغلي اخوندزاده په امر له شپږم پورته نجونې له ښوونځیو راګرځول شوې او لا هم روښانه نه ده چې په دې اړه یې فکر بدلېږي او که بدلېږي نو کله.»

اوس خپله اټکل وکړئ چې په افغانستان کې د میلیونونو نجونو او ښځینه محصلینو د زدکړو او راتلونکي ژوند برخلیک ټاکل د چا په لاس کې دی او د چا د کومو تضادونو دروند پیټی د افغانستان د مظلوم ولس پر اوږو اېښودل شوی دی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.