تصوف، د سپیڅلتیا او نفسي غوښتنو په هندارې کې

اجمل اټک یوسفزی

516

د تصوف او روحانیت اړونده موضوع څېړل او شاربل ډېر وخت او پوره علم غواړي؛ ځکه هغه زموږ د ټولنېزې تنستې او
زموږ د عقیدې له مخې، نېغ په نېغه د مذهب سره ژورې اړيکې لري او د کلتور او ادب رېښې هم ورغځېدلي دي. له
همدې امله ډېرې باریکۍ او کږلیچونه لري او سپړنه یې د هر چا د وسعې کار نه دی. که څه هم صوفیان او روحانیون په هره
ټولنه او هره مذهبي طبقه کې شته او په دې ډول یې د دعوت او بلنې رنګونه هم توپیر کوي. خو یو رنګ یې چې تر ډېره
جوت دی هغه که په وضعي مذاهبو لکه هندويزم، بودیزم، زردشتیزم او که اسالمي مذاهب دي په ټولو کې صوفیان خلک مینې،
.یووالي او ګډ ژوند ته رابولي او د تشدد او عداوت خالف دي
زموږ له نظره تصوف یا صوفیزم د څښتن تعالی سره د انسان مستقیمه رابطه او تړاو دی. د دنیاوي غوښتنو او مادییزم سره د
پرېکون او واټن یوه وسیله ګڼل کیږي او اکثره صوفیان په عامه اصطالح فنا في اهلل ګڼل کیږي. په نړۍ کې او بیا په
تېره په اسالمي ټولنو کې صوفیان او د تصوف خاوندان ډېر دي، دغه شخصیتونه کله د ادب له مخې او کله کله هم د
روحانیت یعنې پیرۍ، مریدۍ او طریقت له مخې د ټولنو په وګړو کې نفوذ کوي او ورو ورو الرویان او پیروان پیدا کوي. خو
مهمه او اړینه دا ده چې په دغو باریکیو کې سړی ځان ورک نه کړي او حقیقت ته د ورنږدې کېدو او ورستېدو پرځای ترې
.لرې او الر ورکی نه شي
که د اسالمي هېوادونو ټولنې ستر ستر عارفان او صوفیان لري لکه : الحسن البصري، سفیان الثوري، ابراهیم بن ادهم، جنید
البغدادي، ابوالحسن االشعري، ابونصر الفارابي، ابو منصور الحالج، ابو القاسم القشیري، ابو حامد محمد الغزالي، فرید الدین عطار
او شمس الدین تبریزي. نو موږ هم د دغو هېوادونو او ولسونو، نه بېرته پاتې نه یوو او د تصوف او عرفان په برخه کې لوې
هستۍ لرو لکه: رحمان بابا، خوشال خان بابا، حمزه بابا، بایزید روښان، موالنا جالل الدین بلخي، فخرالدین رازي، حکیم سنایي
غزنوي، خواجه عبداهلل انصاري، موالنا عطاءاهلل فیضاني، میرزا عبدالقادر بېدل او ډېر شمېر نور صوفیان، عارفان او د پوهې
.خاوندان
په دې کې شک نشته چې تصوف، عرفان او پوهه سړی رڼا ته رسوي خو له بده مرغه زموږ په وروسته پاتې ټولنو کې اکثره
وخت ځینې ناپوهان او جعلکاران له دغه سپېڅلي ادرس نه هم ډېره بده ګټه اخلي او د رحمان بابا خبره؛ له دین نه یې دام
جوړ کړی وي او په انحرافي بڼه ]د کوډو، تعویذونو، فالونو، څښتونو، په غیبو پوهېدل، د پېریانو طابع کول..[ ترې ناوړه
.کار اخلي او د کم علمه خلکو د عقیدو سره لوبي او دوکانداري کوي
همدارنګه عرس، قوالي، سماع، خلوت، چلهه او رقص دا ټول د طریقت ځینې علماء د تصوف برخې ګڼي او خپل خپل دالیل
ورته لري. په اردو او فارسي ژبو کې د تصوف او طریقت سرالرو ډېر کتابونه لیکلي دي خو په دې برخه کې زما د خپلو
معلوماتو له مخې، په پښتو ژبه کې ډېر لږ او یا هم د ګوتو په شمېر کتابونه لیکل شوي او ژباړل شوي دي. په دغو
اختالفي، پېچلیو او باریکو مسائلو کې آن مذهبي مشرانو او پوهانو په یو او بل د ګمراهۍ او تکفیر ټاپي او رسالې هم وهلي
.او لیکلي دي
په پښتو ادب کې هم د تصوف څرګ د ځینو پوهانو په وینا د اوومې هجري پېړۍ په دویمه نیمایي کې د پښتو ادب د مشهور
صوفي شاعر، شیخ متي له اشعارو راڅرګندیږي. سید علي ترمذي )پیر بابا(، د بایزید روښان او آخوند درویزه خیرالبیان او
نورو د وخت په ادبي او مذهبي پنځونو کې هم د تصوف رنګ رټ ښکاري. په هر حال دغه په زړه پورې موضوع او د مذهبي
جنجالونو او کږلیچونو، نه ډکه الره، ګرانه ده چې بې له پوهې او علمه ووهل شي. په دغه اړه قلم پورته کول او څه لیکل هم
.جامع پوهه غواړي او هم پوره زړه او ډیر جرئت؛ کوم چې د هر چا د وسعې کار نه دی
ښاغلی ولي اهلل ملکزی صاحب چې په دغه برخه کې د پوره پوهې، صالحیت او جرئت خاوند دی، همداسې هیله او طمع مو
ترې کېده چې دغه کږلېچونه او اغزن مزلونه به زموږ د پوهونې په پار وهي او قرباني به ورکوي. ” تصوف، روحانیت او
کږلېچونه ” یو غوره کتاب دی چې ښاغلي ملکزي پرې د خپل ژوند قیمتي ورځې، اونۍ او میاشتې لګولې دي. خواري یې
پر ځای ده او نوموړی کتاب یو ارزښتمند علمي کتاب دی. لیکوال )ملکزي( د کتاب د شا پر پښتۍ زموږ د ټولو د زړونو یوه
کره او پخه خبره، د یو ارمان او هیلې په بڼه لیکلې ده؛ که ومنل شي او موږ یې عملي کړو باور لرم چې ټول ټولنیز ټپونه
به مو ورغیږي. ملکزی داسې لیکي: ) زه په دې باور یم؛ د دې ستر امت ژور ټپونه هلته رغېدالی شي، کله چې د قلم، اعتدال
او پخالینې نسخه وازمایل شي. تصوف د روحي ډاډ د ترالسه کولو او د انساني سلوک د مهارولو درمل دی، خو په دې شرط چې
.د اهلل دنده، پیر او مرشد ته ونه سپارل شي او بنده، د بنده ګۍ په دائره کې بند پاتې شي(
ښاغلي ملکزي تر دې دمخه یو بل نوښت هم کړی او د اسالمي امت د وېښولو او یووالي په پار یې یو بل ګټور کتاب هم
د وخت د غوښتنو سره سم د ” دین او جګړه ” تر سرلیک الندې راټول، ترتیب او تألیف کړی وو چې د مینه والو له خوا
وستايل شو. د هغه کتاب د شا پر پښتۍ/ وقایې یې خپل دریځ د کتاب متن څخه را اخیستې او نچوړ یې یو ځانګړی پیغام له
ځان سره لري. ملکزی لیکي: )د نړۍ زیاتره جنګونه اقتصادي، سیاسي او سلیقوي دي؛ خو د خلکو سترګو ته د دین خاورې
شیندل کیږي، ځکه هغه سپېڅلتیا لري او بازار یې تود دی. په خپل ذات کې هیڅ جنګ سپېڅلی نه دی، مذهبي ناره د ذهن د
حجرو پر ځای؛ سیده د زړه تاخچو ته کوزیږي او عاطفه په سوچ باندې غلبه مومي. هره جګړه غالب او مغلوب لري، خو د
مذهبي جنګونو ټول اړخونه په ماتې محکوم دي. ښه جګړه مار ډیر کله بریالی سیاستوال نه وي؛ وجه یې دا ده چې جنګ د
باروتو لوبه ده او سیاست د مصلحتونو سیالي. ټول اسماني ادیان، تلمود، ویدا او بودا هم خپلو پیروانو ته د یوه بېګناه انسان د
مرۍ د خپه کولو اجازه نه ورکوي. نو څومره به ښه وي که د افراط او تفریط په ځای اعتدال، د جګړې په ځای سولې او د
.ټوپک په ځای د قلم نسخه وازمایل شي(

اوس نو تاسو درانه لوستونکي د دغو کرښو تر لوستلو وروسته، د ښاغلي ملکزي په اړه ښه قضاوت کوالی شئ چې د
.روحاني سپیڅلتیا او نفسي غوښتنو په هندارې کې د هغه دریځ او هڅه وڅارۍ. په عمر، پوهې او قلم یې ال برکتونه شه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.