د مرسلې پر سر ستوري :۷ مه برخه

ع.رشید

415

   الله گل دانه دانه ، دانه دانه
شوروي قارکده نمیره خانه
الله گل دانه دانه

                                                                                   *
*
**
***
****
********
*************

(ناول)

                                                                             (۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

                                                               پـــــــــــــــر وطـــــــــــن جنـــــــګ دی

د تبادلې له امله نژدي لس ورځې د مجاهدینواوروسانو ترمنځ اوربند لګیدلی و، د اوربند له دویمې ورځې
وروسته،جګړه بیرته پیل شوه،تصمیم وچې دا ځل باید په لوګر کې مجاهدینوته یوګوزاریزځواب ورکړشي،خکه نوکرچکوف
هم داخبره ترنادرجان پورې رسولې وه:
– پرون یو نوی شفر رارسیدلی ،
ـ څنګه شفر ؟
– د جګړې …
کرچکوف دا پټ شفر په روسي ژبه نادرجان ته خورا پټ ورښودلی و،داځل روسانو نیت درلود،چې دورکړل
شویویرغملوپه مقابل کې خپل زورزیاتی څوڅوځلي پراخ کړي… داځکه چې اوس په ټوله نړۍ کې داخبره هنګامه شوې وه
چې نورنو روسان دافغانانو دمقاومت په وړاندې د ټینګې نه دي او نه کولای شي له هغوی څخه دهغوی مهم سنګرونه
ونیسي،روسانوغوښتل چې له لوګره ترغزني پورې د لارې په اوږدوکې افغانانو ته د دوی پروینا یوتاریخي درس ورکړي
اوپه پای کې ځان ترخپلي قرارګاه چي په غزني کې وه په امن سره و رسوي .
په همدغه شپه نادرجان په هغه لوی کلي کې چې د دوی قرارګاه ته نژدی پروت و یوه پخواني خلقي ډګروال چې ده ورسره
پیژندل دخپل زوی واده ته بللي و،ده کرچکوف ته هم بلنه ورکړې وه،چې لږترلږه دپښتنود واده مراسم خو به وګوري او
کرچکوف دا واک درلود چې باید داسي ځایو ته تللی وای ، یوازې یې خپل قوماندان ته ویلي وو چې له نادرجان سره دغه
واده ته خي، د دوی ټول ډاډ پردی وچې پخوانی ډګروال چې اوس په دغه شاوخواکې دخلکو دباوروړڅوک واو د روسانو له
یرغل څخه وروسته پرکورناست و له دوی سره د درغلۍ نیت نه لري ځکه چې د نادرجان یاراوملګری و،ډګروال هم له
هغوکسانو څخه و چې د امین له ماتي وروسته له مجاهدینو سره یوځای شوی و،دا ډول پخواني کسان اوس هم په خپل کلی
اوکورکی بې اغیزې نه ول …کرچکوف د همدغه واک له مخې ټولو پیژاند ،ځکه خوبه ډیروداهم سره ویل چې قوماندان
لوی واکمن دی که کرچکوف ؟
کرچکوف په عادی افغاني کالیو کې هغه لوی کلی ته ولاړ،دلته نن سبا امنیت ډیرخراب نه و،په دې چې ددغه کلي
اوسیدونکي هم له مجاهدینو سره درلوده اوهم له دولت سره،ځکه د دوی کلی په داسې موقعیت کې پروت وچې په هسې وړه
تیروتنه دوی ته خورا زیات تاوان رسیده.همداوه چې دوی له دواړو خواوودخپلي ناپلوۍ باورترلاسه کړی و.
لوړمازدیګر وچې د قبلی له ګردجن شما ل ګرده سیمه هم دمني یا مني ته نژدې شپو ورځو کې په سراخیستې وه، سپرې
مرغۍ ډلي ډلې، په همدغو شپو ورځوکې له یوه درمند ځایه تربله په تلوسوکې سره الوتلي، دهر درمندځای پرسربه د پروړو
خرې لکه دمهاجروخیمې اوږدې او لنډې خورې ورې سره پرتې وې … یوې اوبلي خوا ته اوس د ډیرو بزګرانو پرځای
هلته او دلته یوازې یوه میرمن لکه زموږ دکلي دانه ابۍ ترسترګو کیده چې هغه به هم دخپلو پاتې شونو(ګونډیو) په میده کولو
باندې اخته وه او ټوله ورځ به یې پرهغو باندې تیروله،څوچې به یې ترمازدیګره یویا دوه کیلو پرخاورو لړلي غنم اواوربشې
ترې بود کړې اوخو شاله خوشاله به له هغوسره کورته روانه وه.دریغه چې دا ټول به په دومره نه ارزیدل چې د دې پرمخ
دې دومره خاورې او ګردونه پریوزي چې لکه د ژرندګړي په شان له دوسترګو پرته به یې نورڅه نه ښکاریدل .
نادرجان اوکرچکوف د ډګروال نفراوموټرته سترګې په لاره وو، له خپلي قرارګاه دکلي پرخوا ورو ورو روان وو چې یو نا
څاپه د ډزو غږ ترغوږ شو،نژدې شل دقیقی ډزو دوام وکړ،خو زر ودریدې،دا ډزې د روسان او مجاهدینو دکومې نښتې نه
وې،څه شیبه نه وه تیره شوې چې یو سپین ږیرې په بیړه پردې خوا را روان او همدایی ترخوله راووتل :
– توبه توبه مجاهدین خپلو کې سره لګیدلي وو،دری دری تنه له دواړو خواوو په ګولیو سوري سوري یوې او بلي خوا ته
پراته وو …
نادرجان پوښتنه ترې وکړه :
ـ دچا نفروو، چا ووژل ؟
ـ مسلمانانوخپلو کې سره وخوړل،ټول مجاهدین وو، دحزب او جمعیت…
ـ خبره څه وه ؟
ـ په ټوپکو او وسلو یې سره دعوه شوې وه، دجعیت یوڅو غله دلته شته هغوی لار ورته نیولې وه…
سپین ږیرې که له یوې خوا زیات خواشینی و،خو له بلي خوا یې له ډیره قهره له پزې شنه دودونه راوتل،ځکه یې نادرجان
ته مخ ور واړاوه او ورته ویې ویل :
ـ یوه خوله نصوار راکړه ، که درسره وي ،که نه وي دخدای پامان …
ـ نصوار خو نشته ،خو سګریت شته ،

ـ بس رایي کړه، راته ویې لګوه ، له مې وریجو ږیرې، له ترکیدلو وچو شونډو به یې د سګریت کرغیړن دود داسې پورته
شو،چې پرسترګو به یې ورغی اوچې کله به یې سره لوڅې کړې او یا به یې وغړولې ،سترګې به یې سره راسرې شوې،
داسې چې دسړي به ښه وایسیده او سړي ته بي هغه مسرۍ وریاده کړه :

چلم وهه دوړې یې باسه ـ د تمباکیو به دې زه ضامینه شمه

جګې شملې،پښتوخبرو،لوی چین شوي کمیس به یې کتونکي ته پلاروریاداوه،هوپلاراویو دروند پلار،په دې چې هغه په
همدغو یوکتو له دوی سره داسې غږیده چې تا به ویل دیوه کلي اویوه کورسره آشناغړي دي.
ـ خوند یې وکه ، دا ملګری دې ولې نه غږیږي …
ـ دا غږیدای نه شي ګونکی دی ،
ـ څه شي ، ګونګی ، دا څومره ښکلي زلمی دی …
یوه شیبه یې په ځیرځیرسره ورته وکتل، ورته خواشینی شو،خو یووار یې په فکر کې داهم ورتیره شوه :
ـ وهلکه داملګری خو به دې روسی نه وي ؟
ـ نه اکا،روسی نه دی،خو یوڅه ترکانو ته ورته دی .
ـ افسوس چې سترګې یې شنې نه وای،دا خامخا ما له ځان سره د میراودال( میرابدال ) زیارت ته بیوه،ګوندی خدای پاک یې
چاره کړې وای،سترګې یې شنې دي،مجاهدین یې راڅخه ګرزوي …
نادرجان به کرچګوف ته کتل،بیا به یې ګوته سترګو ته ونیوه اوپه پښتوبه یې ورته وویل :
ـ دتا په باره کې خبرې کوي …
ـ داخوارکی کوڼ هم دی …
نادرجان له شین ږیري کاکا بیا په آرامه وپوښتل :
ـ دا مجاهدین ولې په خپلو کې سره وژني ؟
ـ مجاهدین هم ډول ډول دي،اوس تراصلي مجاهدینو غله زیات شوي دي،دجهاد په پلمه داسې کارونه کوي،چې له جهاده یې
دخلکو زړونه تورکړي دي…
ـ ته جهاد نه کوې ؟
ـ زه جهاد کوم خوغلااوداړه ماري نه،مسلمانان ټول سره وروڼه دي،چیرې چې مسلمان دی ، هغه زما ورور دی، زه
پرهرچا باندې دکفر تورلګول ناروا بولم ، خو دریغه چې د اغله اود پردیو ګمارلي یاران بیا ما غوندي نه دي …
ـ که دا مجاهدین واک ته ورسیږي ته به هغه مهال بیا څه شي شې ؟
ـ د شي پروا نه لرم ، خدای دې دوی کامیاب کړي ، چې وطن آزاد شي …
ـ مجاهدین به حکومت وچلوي ؟
ـ ګوره حکومت خپل خلک لري ، دوی به روسان وباسي ، نورحکومت خلک لري ، مدیران،رییسان، وزیران، والیان … دا
څوک چې همدا اوس په کابل کې دولتی کارونه کوي ، دا ټول حکومت وال دي ، دوی په حکومتدارۍ پوهیږي ، دوی خو
ګرده د روسان یارن نه دي …
ـ مجاهدین خو دا خلک نه مني …
کاکا پر ږیره لاس را تیرکړ، شیبه یې خپله خبره سره ونیوه،نادرجان ته یې وکتل او ورته ویې ویل :
ـ دا خوبونه به یې رښتیا نه شي،دا کار زه سم نه بولم،که چیرې دوی دا کار وکړي ، نو د حکومت شړي به پردوی باندې
خورا اوږده شي …
د کاکا خبرې په مخامخ بحث باندې واوښتې،داسې ښکاریده چې هغه په خپله هم یومهال پردولتی څوکۍ کار کړی و،همداوه
چې په دغه اړه یې ټولې خبرې پرځای او سنجول شوې وې . یوځل چې نادرجان ورته وویل :
ـ امریکا او نور… افغانان روزي چې واک ترلاسه کړي ، بیا به هرڅه هغوی ته ورسپاري…
سپین ږیری کاکا ورته موسکی شو ، داځل یې موسکا یوڅه ترخه غوندې وه،هو،یوڅه ترخه :
ـ امریکا اونور دداسې کارو لپاره افغانان نه روزي او نه تراوسه په دغه باره کې فکر کوي ، هغوی اوس هغوی روزي چې
یوازې جګړه کولای شي ، هغوی ته اوس زما دژوند زما دوطن ترراتلونکې دامهمه ده چې خپل سیال شوروي ته ماته
ورکړي … هغوی به کله هم زموږ د راتلونکې ضمانت ونه کړي ، ځکه دا پردوی اړه نه لري چې ته به سبا ډاکتر لري که
نه ؟ ته به ښوونکي او ښوونځی لري که نه، انجنیر به لرې که نه…نور چرت مه را خرابوه.له خولي مې خبرې مه درباسه
، خداي پاک په خپله ښه پوهیږی چې د پیشو عبادت د څه لپاره دی ؟ دخدای پامان …
دوی له سپین ږیري سره خدای پامانی وکړ،هلته لرې موټرهم را ښکاره شو،هغه چې ډګروال پر دوی پسې را لیږلي
و…دوی لاهم پلی روان ول،د سپین خبرې یې ورته ویلي او تبصره یي پرې کوله… نادرجان په همدغه ترڅ کې کرچکوف
ته ویلي وو چې دی به خبرې نه کوي … د سپین ږیري د میرابدال خبره یې هم ورته وژباړه چې که لاره سمه وای او

مجاهدینو نه ګرزولای دی یې هلته بیوه،څو دهغه له برکته خدای پرې مهربانه شوی وای او له دغه ګونګیتوبه
پرخبروراغلی وای،ځکه نوکرچکوف نادرجان ته مخ ور واړاوه :
ـ میرابدال څوک دی ؟
ـ دهغې مخامخ څوکې پرسر،هغه سره او شنه، زیړ او ګلابي توغونه وینې،هلته یو لوی زیارت دی ،خلک یې درناوی کوي
اود زړه له کومي ارادت ورته لري،هرکله چې چاته کومه ستونزه پیداشي،له ده څخه مرسته غواړي اود خپل زړه تسل پرته
له دی چې څه ترې وویني پرې کوي، داددغو خلکو باورونه دي چې زیات ارزښت ورته لري .
ـ په څه شان مرسته ورسره کوي …
ـ دا مرسته زه تا ته نه شم درپوهولای،په دي یوازې هغوی پوهیږي اودهغوی زړونه او باورونه ، دا مرسته یوازې یو
معنوي اړیکه ده اوبس .
ـ په خدای خو زه هم عقیده لرم، دا راته ووایه چې ګونګی په څه شان روغولی شي ؟
ـ ( موسکا ) جوړولای یې شي ، ته دومره وکړه چې اوس د مرګ اوژوند سوال دی، ځان ګونکی ونیسه ، زیاتې خبرې
مه کوه چې واده ته دې بوځم اوهغه دروښیم …زموږ خلک اوس هم په دې باوردي اوتراوسه له یوه اوبل سره دا خبره کوي
چې که زموږ دا نومیالي دخدای دوستان(زیارتونه) په الهي حکم په ځنځیرو نه وای تړلي،روسان خولاڅه کوې چې د دنیا
ټول کافران هم یوه خوا شوي وای،پردوی یې زورنه رسیده … بخت موړویښ دی اوبله داچې د خدای رضا همداده چې باید
همداسی حالت پردی خلکوراشي ، دوی داهم وایي چې خدای درسول الله امت ته په قارشوی، ځکه یې اوس تاسوغوندې بلا
پرې رانازله کړې …دادی اوس لا له ما سره واده ته هم روان یي …
کرچکوف دغو ټولو خبروته چي په عین حال کې خندنی و، هیښ شوی هم و، ده دا خبره په خپل ژوند کې نوې واوریده
…اوهغې غونډۍ ته یې ترهغوچې موټررا رسیده په ځیر،ځیر کتل …
******

داخورالوی واده و،کرچکوف اونادرجان دوی لاپرکلي نه ول ورننوتي چې د ډولونو مست دربی ترغوږ وشو،دری جوړې
مست ډولونه په دغه واده کې وهل کیدل،په لسګونوڅڼورو غوړې څڼې په کې اړولې اوداسې په کې اوښتل،لکه د ناویو په
نازکو لاسونوکې بنګړي اووښي … کلي ته ورڅیرمه یوغرلرګي داورخولې ته لویدیلي وواومستې لمبې ترې پورته
کیدې،داسې چې شاوخوا سیمه یې ټوله رڼاکړې وه،پربامونو دسرواوشنو سالوګانو سالووالې یوې اوبلې خوا ته سره کیږې
وږې کیدې اودمستوځوانانو داتڼو نندارې کولې اویابه له هغوسره سمې دوی هم پرباموباندې اوښتې را اوښتې …هو، دمست
اټن ننداره ،هغوی چې ټولویوشان کالي اویوشان غوړې څڼۍ درلودې ،په اندامودومره برابراویو رنګه ول چې فکربه دې
کاوه دوی لومړي په مترسره کچه شوي او بیا دلته راوستل شوي دي…
دهغوی لیونۍ ګډا دشنواوسرو واسکټونوهندارویې د اورلمبو ته بل شان ښکلا اوځلا کوله اوهرې شغلي به یې بیا دچا خبره
زړونه سره پری کول…سترګې یې تخنولې اوداسې اغیزه یې ښندله چې تعبیریې یوازې پښتون احساس کولای شواوبس په
تیره چې به یې دغه سروکي هم ورسره پورته کړ :
جګ شه مجاهده … جګ شه
په وطن جنګ دی شورویان راغلي دینه …جګ شه …
کرچکو ف دغې نندارې ته هم حیران پاتې و، داوطن ، دا ټولنه بیاهم دیوه جالب کرکتر لرونکې ټولنه ورته ښکاریده، په
تیره چې پورتنی سروکي نادرجان ورته وژباړه،اوده به بیا نادرجان ته دا خبره وکړه :
ـ دلته هرڅه بې نظمه ښکاري ،زه نه پوهیږم چې دا ولې ؟
نادرجان ورته وخندل :
ـ هو، دلته همدغه بې نظمې په خپل پلوکې یودپاملرنې وړنظم هم له ځان سره لري …
ـ څنګه ؟
ـ په څنګه یې هم کیدای شي پوهان هم زرپوه نه شي،خوموږته داپه خپل وارسره ډیره لویه بې نظمي نه ښکاري …
کرچکوف د واده په شپه هم حیران و،په هم هغه حالت کې به یې په سلګونو پوښتنې په ذهن کې تلې او راتلې …خویوڅه یې
چې اوس دافغانستان په اړه زړه ته رسیدلي ول،هغه داوو چې ده به تل ویل :
ـ شوروي واکمنانو ددغو خلکو په وړاندې ډیرلوی ظلم وکړ،داخلک دمرستې اوکومک وړ وو،نه چې موږ ورسره لاس او
ګریوان شو، کاشکي له دوی سره ددغه تیري اویرغل پر ځای مرسته ورسره شوې وای … هو کاشکي…
کرچکوف او نادرخان ماښامنۍ له نورومیلمنو سره په یوه دسترخوان وخوړه، په دغه کوټه کې ټول پرنالیوناست وو، دلته
زیاتره منصبداران اودولتي مامورین اویاهم هغوی چې له کابله په هغو سختو شپوکې دلته دخپلوي اواړیکو په خاطرراغلي
وویوځای سره ناست وو، ټول له یوه اوبل سره په خبروبوخت ول،خویوڅه چې دلته اوس په دغه شیبه کې نه ول هغه
خواشیني وه،ځکه چې دلته ټول د واده پرلامل راغلي ول،دلته په ودونو کې خلک له غمونو سره خدای پامانی کوي، واده

مانا دیوې خوښئ نوی پیل … نن دلته داسې واده وچې ناوې یې له کابله راوړه ،چې داهم دیوه کلیوال ځوان لپاره دیوه بدلون
نښه وه اویوه خوښي … هلته اودلته په کلیواوکورونوکې داخبره دهرچا په خولوکې وه چې ناوې کابلۍ ده … کابلي ده … خو
دوی ته نه معلومیده چې کابل کې هم یوه هوا، یونرخ ، یوه ډله،یورنګه کړه اووړه ډیرکم لیدل … خو کلیوالوته کابلیان بیاهم
کابلیان ول، مانا په هرڅه پوه خلک اوښاریان … دا ځکه چې کابل پرټولوګران و ،هرچا دهغه دلیدو تلوسه کوله … اوهرچا
که به لیدلی و اویا نه سندرې به یې ورته ویلي :
جنکۍ ژاړي ووړکي بیا کابل ته ځینه …
کرچکوف له نادرجانه پوښتنه وکړه :
ـ ناوې اوهلک چیرې دي ؟
ـ هلک خوهمدلته دی،خو نجلۍ تراوسه هم په کابل کې ده، سبا به یوڅو سپین ږیري اوڅومیرمنې کابل ته ځي اود پلار له
کوره به یې راوړي … نن دواده ورستۍ ورځ ده ، که جګړه نه وای،مرګ نه وای اوخطرنه وای سبا به داټول خلک په ناوي
پسې یوځای تلل خو اوس هغه وختونه دټولو لپاره یوخوب اوخیال دي … دایوازنۍ واده دي چې په دغه سیمه کې په دې
څوکالو کې ډولونه په کې وهل کیږي اوځوانان په کې له کلونووروسته اوړي را اوړي …
د ډولونو دربی په هغه شپه تر ناوخته پورې روان و،له نیمې شپې وروسته دساز بندوبست وشو،نادرجان په دي هرڅه
پوهیده خودکرچکوف لپاره بیا داخبره یوه حیراني وه … ځکه یې ورته ویلي وو چې ساز ته خلک (میده ساز) وايي، دا له
نیمې شپې ترملا آذانه دوام کوي.
له یوڅه انتظاره وروسته میده ساز پیل شو،هلکان په کې ګډیدل،کرچکوف ترډیرو پورې فکرکاوه چې دا ګواکی نجوني دي،
ځکه نڅاګروهلکانود نجونو کالي اغوستي وو،سم دم لکه نجونی داسې اوښتل را اوښتل …خودی وروسته ورته متوجه شو
چې ګواکي دا هلکان دي …
ـ څنګه دي نجونې ؟
ـ ډیرښکلې ، ډیرښایسته …
ـ دسندرغاړي سندره درته وژباړم …
ـ هو ، ولي نه ،
ـ غوږ را نږدې کړه،چې همدا اوس یې پیل کړه :
شورویانو داوطن که نه پریږدئ
ځان به ښه وشرموئ …
داوطن د ننګیالو دی ترینه ځئ ،
که نه ټول به دلته مرئ …
شورویانو دا وطن که نه پریږدئ …
ځان به ښه وشرموئ …
ځان به ښه وشرموئ …

پاتې لري

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.