آلمان ته د راتګ په پروګرام کې هیڅ افغان آلمان ته نه دی راغلی

266
15 ساعتونه مخکې

د افغانانو د منلو له پاره د آلمان حکومت د پروګرام پر اساس، تر اوسه هيڅ افغان په دې نه دی بريالی شوی چې د آلمان خاورې ته داخل شي. د دغه پروګرام له اعلان څخه یوولس میاشتې تېرې شوي دي.

د آلمان فدرالي حکومت تېرکال په افغانستان کې له خطر سره مخ افغانانو د منلو يو پروګرام په لاره واچوه. خو د دغه پروګرام له اعلان څخه د یوولسو میاشتو په تېرېدو، لا هم هيڅ افغان آلمان ته نه دی راغلی. په پام کې وو چې په شرایطو برابر ۴۰ زره کسان د دغه پروګرام له لارې ومنل شي خو تر اوسه يوازې ۲۰ کسانو ته تائيدي استول شوې ده.

د حکومت له خوا د چپيانو د ګوند د درخواست په ځواب کې راغلي دي: «حاضردمه د آلمان د فدرالي حکومت د منلو پروګرام په چوکاټ کې د تائيدي لرونکو افرادو راوستلو ته چمتووالی نیول کيږي او په پام کې ده چې په چټکۍ سره ترسره شي.»

په یاده موده کې د تائيدۍ دومره لږ ارقام د دې ښکارندويي کوي چې ګڼ شمېر افغانانو د دغه پروګرام له لارې آلمان ته د داخلېدو اجازه په لاس نه راوړي. د آلمان د فدرالي حکومت د اعلان مطابق، د سپتمبر میاشتې تر ۶مې پورې د دغه پروګرام له لارې یوازې ۲۰ کسان منل شوي چې اوس ېې د ویزو او امنيتي ارزونو پروسه پيل شوې ده.

په پام کې وو چې د آلمان حکومت د پروګرام پر اساس، پر شرایطو برابر ۴۰ زره افغانان آلمان ته راوستل شي خو تر اسوه یوازې ۲۰ کسانو تائيدي ترلاسه کړې
په پام کې وو چې د آلمان حکومت د پروګرام پر اساس، پر شرایطو برابر ۴۰ زره افغانان آلمان ته راوستل شي خو تر اسوه یوازې ۲۰ کسانو تائيدي ترلاسه کړېانځور: Twitter/DAVID_MARTINON/Reuters

د چپيانو له ګوند څخه د پناه غوښتونکو د چارو کارپوه، کلارا بانګر وویل: «دا یو تر ځمکې لاندې بیلانس دی.» هغه زیاته کړه: «زه تعجب کوم چې آیا د آلمان فدرالي حکومت لاهم د افغانانو د منلو پروګرام مخ ته وړو باندې مصروف دی او یا دا چې دې ته منتظر دی چې عمومي علاقمندي کمه شي او بیا وشي کړی له دغې کړې ژمنې څخه ېې غلی په شا شي.» خو هغه وايي افغانان پر نورو لارو، تر ډېره د قاچاقبرانو په ملاتړ ځانونه آلمان ته رسوي.

د آلمان د مهاجرت فدرالي ادارې (بامف) په وینا، د روان کال په اولو اتو میاشتو کې د لومړي ځل له پاره ۳۵زره او ۷۹۸ کسانو په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي دي. تر سوريې وروسته، افغانستان دوهم هېواد دی چې په ۲۰۲۱م کال د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته ېې ډېر مهاجر آلمان ته رسيدلي دي.

بانګر همدارنګه د آلمان حکومت د کورنیو د الحاق پر پروګرام هم شدیده نېوکه وکړه، چې افغانان په کې آلمان ته د خپلو کورنیو غړو د انتقال له پاره ډېره اوږده موده انتظار باسي.

د آرشیف انځور - په برلین کې د افغانانو د رایستلو په ملاتړ مظاهره - د ۲۰۲۲م کال اګست
د آرشیف انځور – په برلین کې د افغانانو د رایستلو په ملاتړ مظاهره – د ۲۰۲۲م کال اګستانځور: Ben Kriemann/Geisler/picture alliance

د آلمان فدرالي حکومت دغه راز ويلي دي چې په حاضر وخت کې دغو افرادو ته په اسلام آباد یا تهران کې د آلمان په ديپلوماتيکو نمایندګیو کې د ملاقات وخت اخیستلو له پاره له یو کال څخه ډېره د انتظار موده موجوده ده.

د آلمان فدرالي حکومت له ۴۰زرو ډيرو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو ته په ځانګړې توګه چې له خطر سره مخ او د منلو په شرایطو برابر دي، د منلو ژمنه کړې ده. له دې ډلې شاوخوا ۲۴زره او ۸۰۰ ېې پخواني محلي کارمندان او د هغو د کورنيو غړي تشکیلوي. له دې نه علاوه څه باندې ۱۵زره او ۳۰۰ نور کسان هم په نظر کې نيول شوي چې آلمان ته راوستل شي. دا هغه افراد دي چې دیموکراسۍ ته د ژمنتیا په دلیل ېې ورته پاملرنه کیږي، په خاصه توګه چې د خطر په معرض کې هم قرار ولري.

په عین حال په آلمان کې د افغانانو د منلو پروګرام خپل ځيني مخالفان هم لري. له هغې جملې، الکساندر تروم چې د مسيحي دموکرات ګوند د داخلي سیاست ویاند دی، غوښتي دي چې د مهاجرو شمېر د ډېرېدو په دليل دې د افغانانو د منلو پروګرام پای ته ورسول شي.

دویچه ویله

 

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.