عذاب

امنه فنا

385
که ممکنه وي راستون شه
که مې غږ اورې نارې درته وهمه!
هی چې ته کومه ورځ لاړې
ورځې تاسره جوړه لاړې زړګيه
مستۍ لاړې هستۍ لاړې
د رنګونو سيالۍ لاړۍ
زه او شپه شوو سره پاتې
ستا له تګ وروسته بیا هېڅ سهار رانه غی
بیا سندرو د چڼچڼو ویښه نه کړم
بېلتانه دې په رنګ توره لکه شپه کړم
اوس مې آن ټول عادتونو شپې ته شوي
اوس خاموشه او تیاره یم
ته به وایې ژوندۍ نه یم
اوس د خپل وجود په قبر کې کړېږم
هجر ستا عجیب عذاب دی
بیا بیا مرم او ژوندۍ کېږم…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.