د ماهیپر تنګي سیمه کې د غره ښویېدنه لاهم روانه ده

526

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل او جلال اباد ترمنځ لویه لاره په دویمه ورځ هم تړلې.

دغه لار پرون یکشنبه په ماهیپر کې د غره ښویېدو له امله تړل شوې ده‌.

د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس رسنیو ته ویلي، له غرونو لا هم ډبرې را ښویېږي.

د کابل- جلال اباد لار د ټرانزیټ او مسافرو لپاره مهمه بلل کېږي، چې هر ورځ‌ پرې زرګونه مسافر او موټر تګ راتګ کوي.

د ټولګټو چارو وزارت له خلکو غوښتي، تر هغه، چې لار پرانېستل کېږي، د کاپیسا د تګاب او لته بند له لارو دې کار واخلي.

معلومه نه ده، چې دغه لار به کله بېرته پرانېستل شي؛ خو چارواکي وايي، د لارې د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې  راغلي، چې د بدیل سړک پر جوړولو لپاره کار روان دی، چې ژر به بشپړ شي.

خو خبر پاڼه زیاتوي، چې خلک دې د ځان خوندیتابه لپاره اوس پر دغه لار سفر نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.