ګوتېرش: افغان نجونې ښوونځي ته پريږدئ

296
12 ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز د دوه کاله پوره کيدو په مناسبت پر طالبانو غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي دې بيرته پرانیزي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر پر ۱۸مه نيټه منځني ښوونځي او لیسې د نجونو پر مخ وتړلې او بيا وروسته یې په پوهنتونو کې هم د نجونوپر زده کړو بندیز ولګاوه. همدا شان د زده کړو نور خصوصي مرکزونه هم په تدريجي ډول د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

له څه وخت راهېسې د داخلي او همدا راز د نړيوالې ټولنې پر تکراري غوښتنو سربیره هم طالبان د نجونو پر مخ د منځنيو ښوونځيو او ليسو دروازې لا تړلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، د دوشنبې په ورځ په همدې مناسبت د ټولنیزو رسنيو پر ايکس پاڼه چې مخکې ټويتر بلل کيدله، لیکلي دي: «نجونې بايد ښوونځي ته ولاړې شي. پريږدئ چې هغوی بيرته ښوونځي ته ولاړې شي.»

د ملګرو ملتونو دغه مشر وويل چې د ښوونځيو تړل «له بشري حقونو څخه نه توجيه کېدونکې سرغړونه ده چې ټول هېواد ته اوږده مهاله زيان اړوي.»

په عين وخت کې ايمنستي انترنېشنل يا د بخښنۍ نړيوال سازمان هم نيوکه وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې وضعيت هيڅ تغیر نه دی کړی.

د دغه ټولنې له خوا چې مقر یې په لندن کې دی، هم د ايکس په شبکه کې ليکل شوي: «د زرونو افغان نجونو خوبونه او راتلونکی له خطر سره مخامخ دی.»

د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتې راهېسې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې افغانستان د نړۍ په هغه يوازني هېواد باندې اوښتی دی چې نجونې پکې تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو او ښځې پکې د کار اجازه نه لري.

طالب چارواکو په لومړي سر کې ويلي ول چې د نجونو زده کړې یې «په موقت ډول ځنډولي» او د نجونو له پاره د خوندي فضا په رامنځته کولو سره به دا ستونزه حل او هغوی بيرته ښوونځي ته لاره پيدا کړي، خو تر اوسه په دې برخه کې هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.

د طالبانو دا کړنه د نړيوالې ټولنې له خوا وغندل شوه. تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.

 

دویچه ویله

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.