تعليم،تجربې او فعاله چاپريال مو پر مازغو څنګه اغېز لري

محمد عیسی

372

کله مو پام کړی چې په لویو ښارونو کې لوي شوي نجونې او هلکان د کليوالو يا وړو سېمو له نجونو او هلکانوبيداره او چالاکه وي ، په بله وينا هغه نجونې او هلکان چې زياتې تجربې ترلاسه کوي ، ډېر ملګري او دوستان لري او ډېره مطالعه کوي تر هغو چې لږ فعاله دي ذهين او تکړه وي !؟
په انسانانو کې د دغه توپیر علت د مازغو د اناتومېکي او فزيولوجيکي جوړښت په ودې پورې ارتباط لري.
د ميليونونو کلونو په اوږدو کې د انسان مازغه درې برابره غټ شوي. د يوې مالټې له اندازې تر ننۍ اندازې د مازغو بدليدل د ډاروين د ايوَلويشن د تيورۍ په اساس له چاپيريال سره د غږ ملتيا نتيجه ده. که د اوسني انسان د مازغو نقشه رسم شي د زرو کلونو مخکيني انسان د مازغو له نقشې سره به زيات تو پير ولري . دغه بدلون نه يوازې د مازغو په اندازه کې راغلى بلکه جوړښت ېې. هم بدل شوی

په ټوله کې مازغه په دريو لويو برخو ويشل شوي چې هرې برخې ېې د زرګونو او لکونو کلونو په اوږدو وده کړې. البته ټول مازغه د کابو پنځه سوه ميليون کلونو د بدلون او ودې محصول دى. د همدغه پيچلي او پرمختللي سيستم په مټ انسان په ټوله نړۍ واک چلوي. دغه پاچاهي د مازغو د برنۍ برخې کورټيکس په تيره بيا د پرې فرانټال کورټيکس د تکامل له برکته روانه ده. د مازغو ښکتنۍ برخه ريپتيل مازغه بلل کيږې. ريپيتيل له دو برخو جوړ دى . د مازغو قاعده او وړوکي مازغه يا سربلوم دي. د مازغو قاعده د بدن د اساسي غړيو لکه زړه او ساه اخيستلو کنټرول په غاړه لري. دغه برخه کله هم استراحت نه لري.. سربلوم يا کوچني مازغه د بدن د توا زن او انډول دنده لري.

د مازغو منځنۍ برخه هم په ټولو تي لرونکو حيواناتو کې کابو يو شان ده. دغې برخې ته ليمبيسک سيسټم هم وايي. د ليمبيسک مهمه برخه اميګدلا نوميږي چې د ويرې او د ويرې په مقابل کې د غبرګون دنده لري. په ټول کې ليمبيسک سيستم په ټولو تي لرونکو حيواناتو کې يوشان دندې لرې. دغه دندې په انګريزي کې په پنځو F کې خلاصه کيږي.(. fighting, feeding faking and flying ). مبارزه، خواړه، تيښته او سکس د هر حيوان د بقا راز دى دا هغه افعال دي چې په ټولو تي لرونکو حيواناتو کې يو شان دي.
د انسان د مازغو مهمه برخه چې هغه له نورو حيواناتو بيلوي کورتکس دى. په تيره “پرې فرانتال کورتکس” چې د تندي شاته پرته ده مونږ له نورو حيواناتو بيلوي. دا د عواطفو، احساساتو، پوهې، کمونيکشن او ددرک وړتيا انسان ته ورکوي. دا خبره اوس لکه لمر روښانه ده چې دغه برخه د عمر په اوږدو کې وده کوي او پوخوالي ته رسيږي. په اتلس کلنۍ يا شل کلنۍ کې بشپړېږي. ددې برخې په سمه وده کې چاپېريال، خواړه، عمومي روغتيا، جنتيک او ډيرې نورې مسلې رول لوبوي. هغه کسان چې په سم چاپېريال کې وده وکړي تعليم، پالنې او روزنې ته ېې پام وشي دغه برخه ېې ښه وده کوي . کله چې يو نوی شی زده کوو نو په يوه مشخصه لاره کې حجرې او ساېنپسونه فعاليږي. بيخي لکه د ځنګل په شان کله چې سړی په ځنګل کې په يوه لاره څو څو ځله ولاړ شي نو دغه لاره اواره او تګ پرې اسانه شي د دازغو حجرې او ساینپسونه هم د نویو تجربو او زده کړو په اساس وده کړي . نو سالمه روزنه، تعليم په تيره بيا د نجونو او ميندو د ميليونونو کلونو په اوږدو کې د انسان مازغه درې برابره غټ شوي. د يوې مالټې له اندازې تر ننۍ اندازې د مازغو بدليدل د ډاروين د ايوَلويشن د تيورۍ په اساس له چاپيريال سره د غږ ملتيا نتيجه ده. دغه بدلون نه يوازې د مازغو په اندازه کې راغلى بلکه جوړښت ېې هم وده کړې او يو خارق العاده او پيچلى سيستم حيواناتو خاص توپير نه کيږي.
هيله ده دا د ټولو لپاره د درک وړ وي. خصوصا طالبان وروڼه بايد ورته پام وکړي. تعليم له حيواناتو سره زمونږ واټن زياتوي او د پوره انسانيت په لور مو بيايي. خو که تجربې ترلاسه نه کړو او پالل او روزل مو ستونزه ولري نو زمونږ او د نورو حيواناتو هيڅ توپير نه کيږي.
هيله ده دا د ټولو لپاره د درک وړ وي. خصوصا طالبان وروڼه بايد ورته پام وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.