متفاوت استعدادونه او وړتياوې

محمد عیسی

380

يوه مهمه مسله چې حتا زمونږ لوستي افغانان هم ورته پام نه کوي د خلکو متفاوت استعدادونه او وړتياوې دي .ډير کسان به مو ليدلي چې نور او يا خاص کسان ورته کمعقل، ناپوه او يا احمقان معلوميږي.دوي ډير ژر خلک په ښه او بد ويشي. په تيره بيا لوستي کسان د کليو خلکو او نالوستو ته بيخي په کمه سترګه ګوري.
نن سبا کابو ټول اروا پوهان ، د چالچلن behavior متخصصان او د اعصابو او مازغو څيړانډ باوري دي چې ټول انسانان چې په مازغو کې کومه نيمګړتيا ونه لري کابو يو شان پوهه او د مازغو ظرفيت لري . دوي وايي د مازغو حجم هيڅ مهم نه دی که اتيا ګرامه وي يا سل خو په ذکاوت کې ډير اغيز په مازغو کې د عصبي سيګنالونو په تګ راتګ کې په ګړندي والي پورې تړلی وي څومره چې دغه سيګنالونو ښه کار وکړي هومره به ذهين وې . نني ارواپوهانو په دې باور دي هغه کسان چې ډير فزيکي فعاليت ولري او ډير فعاله وي هومره به ذکي او چالاکه وي. د کليو او ښار د خلکو توپیر په همدې کې‌دی

بله دا چې هر انسان په خاصه برخه کې وړتيا لري. ټول يو شان نه وي . د اخلاقو يا چالچلن سويډني متخصص توماس اريکسن کابو شل کاله په دې برخه کې څيړنې کړي او په وروستيو کې يې په دې اړه کتاب هم ليکلی چې په «احمقانو کې را ایساره» نوميږي
نوموړی وايي يوه ورځ يوې ادارې ته لاړم مدير يې شکايت وکړ چې يو مامور هم د کار نه دی او احمقانو محاصره کړی يم .ده ورته ويلي و چې دغه اټول حمقان بايد يوه لوي احمق ګمارلي وي .

په کتاب کې انسانان او يا د هغوي کرکټر او چالچلن په څلورو رنګونو ويشل شوي چې هر رنګ د يؤ کس شخصيت او کرکټر انځوروي .
د انسانانو چالچلن په سره، نارنجي، شين زرغون او آسماني رنګونو ويشلی شو ي
د سره رنګ چالچلن يا اخلاقو خاوندان تل برلاسه يا دومينانت وي ،د مشرۍ ښه وړتيا لري ،د احتياط کولو او اړيکو په برخه کې هيڅ احتياط نه کوي فقط خپل کار کوي او بل چاته غوږ هم نه نيسي.دوي « نه» نشي زغملی او تل فعاله او پر مخ روان وي.

د نارنجي اخلاقو خاوندان اغيز شيندونکي، مثبت، خوش اخلافه کسان دي .ژر غبرګون ښيي او سخت کار کوي د ګډ کار لپاره ليواله خو نورمال روتين يې نه وي خوښ. دوي ژر غبرګون ښيي او ممکن ژر پریشانه هم شي .

خو د زرغون رنګ شخصيت کسان با ثابته وي بدلون نه خوښوي او تل فکر کوي تير وخت ښه و. د دوي د غبرګون کچه ډيره ټيټه وي او په سړه سينه غبرګون ښيي. له نورو سره په اړيکو کې ډير ښه خو د بدلون لپاره کم چمتو وي .دوي تل کوشش کوي شخړې او لانجې ليرې کړي

او هغه کسان چې ابي يا اسماني کرکټر لري دوي کُنجکاوه او پلټونکي وي .متانت پکې زيات او ډير منظم وي .دوي ډير وخت د نظم په راوستو تيروي او پر اړيکو ډير پام نه کوي .دوي تل محتاطه وي او په هر څه کې ځان نه ورګډوي .
خو اريکسن وايي په خلکو کې ممکن دغه رنګونه ګډ وي په دې مانا چې مختلط شخصيتونه ولري .هغه وايي اتيا سلنه انسانان دوه رنګونه لري .
ددغه څيړانډ هدف دا دی چې انسانان متفاوته دي خو احمقان نه دي .هغه وايي که دغو توپيرونو ته پام وکړو نو په تعامل او له نورو سره په راشه درشه کې به کاميابه يو.
دغه راز يو‌مدير که په خپلو مامورينو کې د کرکټرونو او اخلاقو په توپير پوه شي نو له خپلو کارکوونکو ښه ګټه پورته کولی شي .چې کوم کار چاته وسپاري . مثلآ که نارنجي له آسماني او سور له زرغون سره يو ځاي کار وکړي نو نتيجه به يې ښه وي.
انسان تل بل انسان د خپلو تجربو په اساس درک کوي ځکه خو د انسان په هکله قضاوت سخت او هيڅکله سم نه وي.ستا تجربې او شخصيت ستا په قضاوت سل په سلو اغيز شيندي ، نو غوره ده انسانان په ښو او بدو او يا په هوښيارو او کمعقلو ونه ويشو د خلکو د ويشلو په ځاي هغوي همداسې چې دي ومنئ او درناوی يې وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.