مجبوریت

سلطان جان کلیوال

470

د چا چی ړنګه شی د هیلو خونه
د چا چی ورانه شی دنیـا د مینې

چانه چی ورکه شی د ژوند لاره
چانه چی پاتی شی لیلا د مینـې

هغه مجبورشی چی له وران کلي نه
چـیرته  ودان کلـي ته کــډه وکــړی
+++

چی هر کاله   ته جنازي  راځی
چی له کورونه هـدیری ډیرې شي

چی د سهار د راتلو مخـه ډب شی
چی رڼا ورکه شی تیارې ډیرې شی

په داسی کلی ســباوون  نه  راځی
په تورتمونو کی بدلون  نه راځی

+++

هره کوڅه کی چی بلا پرته وی
وی خوراکه یی د زلمو سرونه

په  بنیـادمو هــدیرې  ډکې  شی
په کروندویی پریوځې ستر بمونه

نه شی ژوندون داسی د اور لمبو کی
نه شی ژوندون د داسی ښار کوڅو کی

+++

سړی مجبورشی چی دا کورپریږدی
او  کــړاوونه  د  ســـفر  و  منــې

یوسې پنـاه چیرې کوم بل کلی ته
هلته  دردونه  په خپـل سر و منې

په بل وطن کی ځانته کور جوړ کړی
نوی ژوندون او نوی شور جوړ کړی

+++

دا وطن ټول د مسافرو کور دی
له خپل وطن د مهاجرو کور دی

دلتـه د زور خبرې  نه  چلیـږی
دا د قانـون د  چـلیـدلو کـور دی

نو وطنـوالو! دی  آباد  کلی  ته
ډیرستړي مه شي دغه ښاد کلی ته

+++

دی چآپیر یال سره مو ځان جوړ کړئ
ځانته  یو بل ښکلی  جهان  جوړ کړئ

خپـلو وړو بچـو ته مینـه  ورکــړئ
له هر بچی نه مو انسان جوړ کړئ

له ویرې کرکې آزاد ژوند وکړئ
د محبـت په  بنیـاد  ژوند  وکـړئ

+++

په خپل هـمت مو خپل تقدیر بدل کړی
د ژوند  حالات  مو په تدبیر بدل کړئ

په کار او زیار سره مو کور جوړ کړی
د خـرابیـو  ټـول  تصـویر  بـدل  کړئ

په ځان باور په ځان ایمان پیدا کړئ
ځانته د ځان غوندی جانان پیدا کړئ.

سپتمبر/ ۱۴/۲۰۲۳

 

ایجکس – تورنتو – کاناډا

 

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.