ملګرو ملتونو له طالبانو وغوښتل چې د زندانیانو شکنجه بنده کړي

277
6 ساعتونه مخکې

ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور په خپرولو سره ويلي دي چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ۱۶۰۰ قضیې ثبت شوي دي. د دغو قضیو نیمایي د شکنجې وي، چې زیاتره یې د طالبانو د پولیسو او استخباراتي افسرانو له خوا ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دغه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال تر جولای پورې په تېرو ۱۹ میاشتو کې ۱۸ تنه د طالبانو د پولیسو او استخباراتو په زندانونو او توقیف ځایونو کې وژل شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو دغه قضیې په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو په توقیف ځایونو او زندانونو کې ثبت شوي دي او »د دغو سرغړونو نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور ظالمانه، غیر انساني او د سپکاوي چلندونه یا مجازات دي.«

په دغه راپور کې یوناما د طالبانو له خوا له بندیانو سره د ناوړه چلند د ډولونو په اړه ویلي: «د اعترافاتو او نورو معلوماتو د ترلاسه کولو په هڅه کې بندیان له وهلو ټکولو، د بریښنا له شاټونو، ساه بندولو او له فشاره ډکو حالاتو سره مخامخ شوي، په زور د ډېرو اوبو څښلو ته مجبور شوي او سترګې یې ور تړل شوي دي.«

د تاوتریخوالی په نورو اعمالو کې د نیول کیدو د علت په اړه معلومات نه ورکول، مدافع وکیل ته لاس رسی نه درلودل او د نیول کیدو پر مهال درملو ته نه لاس رسی، شامل دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي: «دا راپور په ګوته کوي چې شکنجه د اغېزمنې څېړنې پر ځای د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي. زه له ټولو اړوندو چارواکو څخه غواړم چې د دې ناوړه چلند د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او عاملین یې عدالت ته راکاږي.»

یوناما زیاته کړې چې د تاوتریخوالي له هرو لسو قضیو څخه یوه یې د ښځو پر وړاندې ترسره کیږي. په راپور کې ویل شوي چې د دغو سرغړونو په څلورمه برخه کې د خبریالانو او د مدني ټولنې له غړو سره شوي دي.
د طالبانو غبرګون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور د خپرېدو په غبرګون کې ویلي چې د تاوتریخوالي راپور شوې شمېرې، په تېره بيا د خبريالانو او مدني ټولنې د فعالانو په اړه خپرې شوې شمیرې سمې نه دي.

دغه وزارت ویلي چې قضايي ارګانونه د طالبانو د مذهبي مشر ملا هبت الله اخندزاده، د هغه فرمان د پلي کېدو په اړه د اطمنان تر لاسه کولو په موخه د نظارت پر زياتولو کار کوي، چې د شکنجې او جبري اعترافونو د منع کولو په اړه یې خپور کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د شکنجې د منع فرمانونه او زندانونو ته د لاسرسي اجازه »هڅوونکې« نښې دي؛ خو دغه سازمان د وضعیت د سمون لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا، وویل: «دا مستند شوې قضیې د ټولو له خوا د سمدستي او چټک اقدام اړتیا په ګوته کوي.»

هغې زیاته کړه: «د دې ډول کړنو د پای ته رسولو لپاره له حکومتي چارواکو سره د ښکیلتیا بیړنۍ اړتیا ده.«

دویچه ویله

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.