یوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې «افغانۍ» له کولمبیا او سریلانکا وروسته د درېیم باثباته پولي واحد ځای خپل کړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې له افغانستان میلیارډونه ډالره بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیانو سره د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا لامل شوې چې «افغانۍ» په دغو درېوو میاشتو کې د نړیوالې درجهبندۍ سر ته راولي.
د دغه راپور په یوه برخه کې «اسلامي امارت په دغو درېوو میاشتو کې د نړۍ تر ټولو ښه کرنسي کنټرولوي» عنوان راغلی او ترې لاندې لیکل شوي: «د بلومبرګ له لوري راټولې شوې شمېرې ښيي چې د کرنسي کنټرول، د نغدو پیسو راکړېورکړې او په افغانۍ د نورو حوالو په دغو درېوو میاشتو کې له افغانۍ سره مرسته کړې چې شاوخوا نهه سلنه پرمختګ وکړي او په روان کال کې یې شاوخوا ۱۴ سلنه پرمختګ کړی دی. د کولمبیا او سریلانکا له پیسو وروسته په نړیوال نوملړ کې درېیم ځای خپل کړی دی.»
په همدې حال کې د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري وايي، دغه بانک په خپل ښه مدیریت او د معقولو پولي سیاستونو په پلي کېدو سره توانېدلی چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.
هغه زیاتوي: «اوس افغانۍ باثباته پولي واحد منل شوی دی. د تېرو کلونو په پرتله په افغانۍ سوداګریزه راکړهورکړه زیاته شوې، له هېواده د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د افغانۍ دودول او د صادراتو زیاتوالی د افغانۍ د ارزښت ساتلو مهم لاملونه دي.»
یوشمېر اقتصادي شنونکي که څه هم دا لاستهراوړنه ستايي، خو وايي چې د افغانۍ ثبات په تېر یوه کال کې د افغانانو پر اقتصادي وضعیت چندان اغېز نهدی کړی.
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي: «دغه ثبات پر روان اقتصادي وضعی اغېز نهدی کړی. یوازې پر شتمنو یې چې په پیسو سوداګري کوي، اغېز کړی. دغه راز یې د کارموندنې لپاره د اقتصادي پروګرامونو پر مخ وړلو، د سوداګرۍ کچې لوړېدو او د افغانستان وضعیت ښه کېدو کې یې رول نهدی لرلی.»
بلهخوا د اقتصادي چارو یو بل شنونکی شبیر بشیري وايي: «اړتیا ده چې په دوامداره توګه د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره یوازې د افغانستان بانک په کاري چوکاټ کې بسنه ونه شي. اړتیا ده چې په افغانستان کې په افغانۍ سټراټېژیکه اقتصادي پشتوانه چې د دولتي سکټورونو ګډ کار غواړي، جوړه کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د ډالرو په ګډون، د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت زیات شوی دی.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.