موږ د تاریخ مضمون ولې لولو؟

لیکنه محمدشفیق شررفزی

633
د زده کړو په هر ټولګي کې د تاریخ مضمون لوستل کېږي له ابتدایي تعلیم څخه تر ثانوي او لوړو زده کړو پورې موږ د تاریخ موضوع په شکل د اشکالو لولو. پدې ټولو سطحو کې د تاریخ مضمون کتابونه موجود دي، چې د اړوند دولت له نقطه نظر سره سم د زده کوونکو ذهنونو ته رسول کېږي. اکثر وخت دا مضمون زده کوونکو ته په یو طرفه ډول تدریسېږي، چې پکې د حاکم نظام د مثبتو اړخونو یادونه کېږي. حاکم نظام پکې خپلو ناکامیو ته د بېکفایتۍ پرځای د مخالفو شومو پلانونو د نتیجې نوم ورکوي. پدې یو اړخیز تاریخ کې دومره یو اړخیزه خودفریبي شوي وي، چې د زده کوونکو زړه ته کېني. خو ځینې بیا داسې زړه ماتي شي، چې د رسمي زده کړو وروسته د تاریخ کتاب ته بیخي ګوري نه.
راځئ دلته یو نظر پر دې بحث وکړو، چې نن سبا په ښوونیز بهیر کې د تاریخ زده کړه ولې اړینه ده؟ دا یو داسې بنسټییزه پوښتنه، چې اکثره زده کوونکي یې په ذهن کې لري.
د نورې نړۍ په تعلیمي شعبو کې ځینې تاریخ پوهان له نن څخه لس کاله او آن تر هغې وړاندې تاریخ په اړه واقعات او پېښې د تاریخ په کریکولم کې شاملوي. یانې د ۲۰۲۳ څخه یې حساب کړه او ۲۰۱۳ څخه مخکې ټولې پېښې د تاریخ په نصاب کې شاملول کېږي. د افغانستان د تاریخ په نصاب کې یوه اشتباه دا هم ده، چې د امیر کروړ، بیټ نیکه، غزنوي، میروېس خان او احمد شاه بابا په کیسو یې بسنه کړې. خو دا سمه نه ده، پدې سره زموږ ماشومان یوازې د احمد شابابا او… تاریخ سره آشنایې پېدا کوي او بس، خو د افغانستان تېر درې جمهور رئیسانو نومونه یې حتاً نه وي زده، که مو پرې یقین نه  راځي نو د یو ماشوم نه یې په اړه پوښتنه وکړئ.
یوه بله مسئله او هغه داچې زموږ تاریخ فقط د سیاسي تاریخ پورې محدود دی. یانې تاسې ته فقط د انګریز جګړه او د امان الله خان او احمدشابابا فتوحاتو په اړه وایي، خو د هغوی د علومو او فنونو په اړه څه خبرې نه کوي. دارنګه د افغانستان د جنګونو په اړه به هرڅه ووایي خو د تعلیم په اړه به پکې څه ونه لولې.
تاریخ سره هغه وخت د زده کوونکو دلچسپي زیاتېږي کله، چې سیاسي تاریخ پورې محدود نه وي، او ټولنیز، تعلیم او تربیي، ساینس او ټکنالوژي، حقوقي او قانوني… برخې ولري.
په تعلیم کې د تاریخ نصاب باید د یو مذهب یا قوم پر بل قوم او مذهب د بهتروالي لپاره ونه کارول شي، او نه باید د کوم قوم یا مذهب سپکاوی پکې وشي. د تاریخ ښه کتاب هغه دی، چې پکې غېر جانبدارانه ډول سره د حالاتو او واقعاتو او د شخصیتونو تجزیه او شننه وشي. مثلاَ ددې پرځای، چې (روسانو او کمونستاو په ګډه د افغانانو په خلاف سازش کولو) چې دې ته یو طرفه قضاوت او یو اړخیز تاریخ ویل کېږي، باید پرځای یې داسې منځګړی تاریخ ولیکل شي، ترڅو ټولو خواو ته د قبول وړ وي.
تاریخ مضمون باید د دې پوښتنو ځوابګوې وي، چې په علومو او فنونو کې کوم پرمختګ شوی؟ که شوی څومره پرمختګ شوی؟ او که نه دی شو سببونه یې څه دي؟ پدې ډول د تېر رژیم او حاکم رژیم په منځ کې د جوړجاړي پر ځای زده کوونکي پدې وپوهول شي، چې د دواړو رژیمونو ګټې کومې دي؟ او د کوم هدف لپاره کار کوي او کولو یې؟ موږ په تاریخ کې دا لوستي وو، چې روسانو په افغانستان تېری کړی وو، خو دا مو نه دي لوستي، چې که یو خوا روسان وو نو بل اړخ ته امریکا وه او افغانستان ددوړاو هېوادونو د جنګ مېدان وو. تاریخ باید د حالاتو هراړخیز تصیور د ځان سره واخلي. د مذهب او دین په نوم خو سیاستوالو رنګارنګ کانې وکړې او د ډېرو بېګناه خلکو وینې پکې وبهولې. که مو درست تاریخ لوستی وی شاید د ډېرو ستونزو نه به خلاص وو. په عین حال کې ځوانانو ته د عدم تشدد تاریخ لوستل هم اړین دي، چې څنګه د عدم تشدد علم بردارانو د ظالمانو په مقابل کې مجادله کوله او ددې تاثیرات پر ټولنه څه وو. آیا باچاخان، ګاندي، نلسن مندېلا، د سید جمالدین او البیروني څخه تر ابن سینا او داسې نورو د تشدد په اړه څه کړي.
 د لټرېچر په تاریخ کې شعر او شاعري څخه نیولی آن تر نثر او موسقۍ پورې، او د خطاطۍ او رسامۍ نه تر ډرامې او تمثیل پورې دا ټول د تاریخ برخه ده. د تاریخ ښه زده کوونکی ددې کوښښ کوي ځان پوه کړي، چې د یوې ټولنې فنون لطیفه او موسقي ولې دومره پرمختګ کړی پداسې حال کې، چې په ځینو ټولنو کې ورته اجازه نه ورکول کېږي. پدې کې موږ ته ددې موازنه کول موږ سره دا مرسته کوي، چې په یوې ټولنې کې د فنون لطیفه د ترویج اړتیا ولې ده، او ددې د رواجولو او روادارۍ ذهنیت څنګه پیاوړی کولی شو.
همدارنګه د عقایدو تاریخ که ولولو نو د ډېرو مذهبونو پر توپیرونو به پوه شو، چې په اوله کې یې نه درلودل، چې دا فرقې او ډلې ټپلې پکې وروسته پېدا شوې، او خاص خلک ترې ګټه ترلاسه کوي. مثلاّ د اسلام په اوایلو کې دیوبندي، بریلوي، وهابي اسماعلیه او داسې نور … موجود نه وو. د تاریخ دغه علم موږ ته دا پوهه راکوي، چې د دغه شان ډلوټپلو نه ځان څنګه خبر کړو او د اضرارو څخه یې ځان څنګه وساتو. دغه شان مسیحي مذهب کې کاتولیک او پروټسټنټ یا آرتوډکس وغیره تعلیم په ابتدا کې موجود نه وو، نو د تاریخ علم یې موږ ته په اړه پوهه راکوي.
د عالي زده کړو تاریخ څخه موږ ته د پوهې ارتقا او پرمخ پرتو ستونزو څخه یې موږ ته پوهه راکوي. پدې مانا، چې د تاریخ زده کړې تعلیم سره په اړیکې لرلو د دولت اړتیا کېدی شي، خو د زده کوونکو ورته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي. هغوی په ازموینه کې د بریالیتوب لپاره د اړوند نصاب کتابونه لولي خو د تاریخ علم زده کړې لپاره به نوره مطالعه کوي.
لکه څنګه، چې مو مخکې وویل، چې هر هغه حالات، چې لس کاله پخوا تېر شوي دي هغه د تاریخ برخه جوړول پکار دي او د هغې په باره کې لوستل اړین دي. اکثره خلک د حاضر حالاتو څخه ځانونه بې خبره ساتي او که ساتي یې هم فقط سطحي ډول باندې ځانونه خبر ساتي، نو په همدې سبب ددوی لس کاله مخکینی تاریخ هم په یاد کې نه وي پاتې.
د تاریخ د زده کړې په بابت کې یو بله مهمه خبره دا ده، چې پدې کې یوازې تاریخ لوستل کافي نه دي، بلکه ددې تفهیم او تشرېح خورا اړینه ده. یوه پېښه مختلف خلک له مختلفو زاویو انګېري. په همدې ډول تاریخ لیکونکي د خپلو نظریاتو مطابق یوه موضوع تشرېح کولی شي. ددې لپاره ضروري ده، چې د تاریخ لوستلو پر وخت د لیکونکي انګېرنې هم په فکر کې ونیسو. مثلاّ که موږ د افغانستان معاصر تاریخ لولو شاید تاسې به هم دې ټکي حېران کړي وئ، چې تاریخ لیکونکي ویلي، چې د (تېمورشاه تر درې سوه زیاتې ښځې وې، او هره میاشت یې په دربار کې یوه ښځه زیاتېده) که دې خبرې ته لږ د منطق له نظره وګورو او ځان داسې پوه کړو، چې د تېمورشاه یوه ښځه د ایران د پاچا لور وه او بله یې د هندوستان، نو آیا ددې دا ښځې به دې کار ته اجازه ورکړي؟ زه خو فکر نه کوم! او بله داخبره هېڅ منطق هم نه مني، چې د یو هېواد ضعیم دې دومره افراطي وي. خو سوال دلته دی، چې پداسې حالاتو کې، چې د هېواد اته نوي سلنه خلک د فقر د خط لاندې ژوند کوي او هرڅوک د یوې مړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه دی او اقلیت خلک دي چې له دې خبرو خبر نه دي، نو پدې حلاتو کې د ماضي یادول څه ګټه او څه مانا لري؟
پوښتنه کېدی شي، چې که یو کس له ماضي سره دلچسپي نه ښایي، هغه هم خپل ژوند تېروي نو بیا د تاریخ لوستلو ارزښت څه شو؟
کېدی شي داخبره سمه وي چې داچې چېرته د انسان ژوند دی نو تاریخ ورسره لازمي دی او چېرته چې انسان ژوند تېروي نو د تاریخ لوستل ورته ضرور دي. بلکل همداسې ده د ادب لوستلو بغېر یا ټکنالوژۍ لوستلو بغېر ژوند تېرېږي. چاپېریال ګډوډولو او تعلیم څخه لرې کېدو په صورت کې هم ژوند تېرېږي او ډېرو تېره کړې هم دی. خو آیا دغه ډول ژوند ته نن سبا خلک د خوند یا قابل تعریف ژوند ویلی شي؟  آیا دا ډول ژوند ته د یو مسئول ژوند نوم ورکولی شو؟
 که ددې خبرې ځواب په هو سره وي نو ډېرې کیسې به هسې بېکاره کیسې پاتې وي، مګر ښکاره خبره ده چې ددې ځواب په هو سره هېڅ نه شي کېدی، تر هغه وخته پورې، چې ځواب ورکوونکی د ذاتي خودغرضۍ په څوکو ولاړ نه وي. یو ښه انسان له دا ډول خود غرضیو څخه پاک وي.
خو یوه بله پوښتنه دلته پېدا کېږي، چې دا چې موږ د ښه انسان خبره کوو نو لدې څخه زموږ هدف څه دی؟ آیا یو غریبکار مزدور، چې د تاریخ علم یې له سره ویلی نه وي نو آیا دا ښه انسان نه شي کېدی؟ آیا د ښه انسان جوړېدو لپاره د تاریخ لوستل اړین دي؟  بلکل، یو نالوستی مزدورکار هم ښه انسان کېدی شي او تاریخ چې یې لوستی وي بد انسان هم کېدی شي، یو عالم وایي، چې که د مطالعې په مرسته دې سلوکو کې تغیر رانغی او نفرت او تعصب کې دې کمی رانغی نو تاسو سم کتابونه لوستلو لپاره نه دي ټاکلي. دغه شان له تاریخه نابلد یو کاروباري شخص هم ښه انسان کېدی شي. خو یو مکمل انسان ورته نشي ویلای. د یو مکمل ښه انسان جوړېدو لپاره پړاوونه دي، چې ټول خلک ددې درجو پر مختلفو پوړیو کې وي.
که ښه انسان جوړېدو لپاره مختلفې درجې وي، نو په هغې کې شاملېدل پکار دي، چې له ټولنیز او سیاسي پلوه باشعوره وي او د پرمختګ لپاره یې تل په هڅه کې وي. هغه د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې مسئولیتونه احساسوي او په پوره کولو کې یې کوښښ کوي. هغه خپل ځان له جسمي او ذهني ناروغیو څخه د ژغورلو کوښښ کوي. خپل شخصیت کې متوازن وي او تخلیقي صلاحیتونو په برقرار ساتلو، پرمخ بیولو او نورو ته په رسولو کې کوښښ کوي. له رنګ، نسل، دین، مذهب او له نورو ممکنه تعصباتو څخه پاک وي.
بله داچې ښه انسان پر عدم تشدد باور لري او د عسکریت پسندۍ پر ضد وي. بردبار، روادار او درګزر فکر لري. په هغه کې د تجسس او پوهېدلو خواهش وي او هغه د زده کړې کوښښ کوي او د علم او عمل سره جوړ جاړي صلاحیت برابروي. پُر اعتماده او پُراومېده وي او له ټولو غوره داچې خپل نظریات او فکر پر بل د تحمیلولو کوښښ نه کوي او نه نورو ته یې په اړه اجازه ورکوي.
فلهذا، بیا هماغه پوښتنې ته  راګرځو، چې که ښه انسان کې دغه ټولې ښېګڼې وي نو د هغه تاریخ سره څه اړیکه ده؟ همدا هغه نکته ده، په کوم چې نوی نسل د تاریخ په ارزښت پوهېدل غواړي. او ممکن همدې سره په زده کوونکو کې هغه مېل او رغبت پېدا شي، چې پدې تېرو خبرو د تفهیم او تشر یح طرف ته لاړ شي. غالباَ د یو ښه انسان جوړېدو په تشکیل کې چې د کومو خبرو او عواملو اړتیا ده ممکن د تاریخ په نه لوستلو ترلاسه نه شي. لکه څنګه، چې د یو صحتمند انسان جسم د بدن هر غړی توانا وي. دغه شان باید د یوې ښې ټولنې لرلو په خاطر د هغې د هرې برخې د ښه ساتلو کوښښ وکړو او ترشا یو ښه تاریخ پرېږدو. ترڅو مو تاریخ په لوستلو وارزي.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.