پر سټېچ د خبرو کولو پر مهال څنګه خپل سټرېس کنټرول کړو؟

ليکوال: انوش ننګيال

416

ډېری کسان ددې لپاره چې ژر تاثیر لاندې راځي، حتی په ډېرو کوچنیو مجلسونو او پروګرامونو کې هم ګډون نه کوي، علت یې دا ښیي، چې دوی د خبرو کولو پر مهال نورمال حالت څخه وځي او خبرې ترې ګډودېږي، او دا د ځان لپاره شرم او کمتري ګڼي. دغې ستونزې سره نه یواځې دا چې د ښوونځي زده کوونکي او د پوهنتون زده کړیالان مخ دي؛ بلکې یو شمېر ښوونکي او مشران هم تری سر ټکوي او زیاتو ځایونو کې د ډېرو کسانو تر مخه دوه خبرې هم سمې نه شي کولای.

موږ تاسو یو ډېر بد عادت لرو، چې هېڅ په آسانه خپلې کمزورۍ نه منو، همدا کړنه د دې باعث شي چې کمزورۍ او د ضعف ټکي مو لا پسې ډېر او لا دوامداره شي، ګورئ که غواړئ کمزوریانې مو له منځه لاړې شي؛ لومړی شرط یې دا دی چې باید ویې منې، چې تهٔ دا ستونزه لرې او پر دې اعتراف وکړې، له هغې وروسته پرې کار وکړې او د له منځه وړلو هڅه یې وکړې.

د خبرو پر مهال د یو چا یا د یوې ډلې تر تاثیر لاندې راتلل یوه طبیعي مسله ده، او دا ستونزه په ډېر تمرین له منځه ځي، ټول هغه کسان چې اوس د سلګونو او حتی زرګونو کسانو تر مخه وینا کوي له پیله داسې ماهر او مجرب ویاندویان نه وو، دوی کې  یو کس هم له موره با جرئته او داسې خبریال نه دی پیدا شوی، بلکې زحمت یې ویستی، تمرین یې کړی او په ډېر تکرار تکرار خبرو یې خپله دا ستونزه له منځه وړې ده.

راشئ یو کار وکړئ!
‎ بیرون حوېلۍ ته ووځئ، د اوبو یو بوتل په ځمکه ودروئ او تاسو خپله ترې درې، څلور متره لیرې ودرېږئ، پنځه کاڼي راواخلئ او بوتل پرې وولئ! وګورئ چې په څویم ګوزار دا بوتل ویشتلی شئ. په اول ګوزار د بوتل ویشتل هسې تصادف دی، دا کار له ماهرو نښه ویشتونکو پرته بل څوک نه شي کولای، خو په درېیم، څلورم او وروستي ګوزار یې ضرور ویشتلی شئ. موضوع دا ده، چې که دا کار څو ځله یا څو ورځې پرلپسې تکرار کړئ نو پایله کې به وګورئ، چې تاسو په هر لومړي ګوزار بوتل ولئ او چپه کوئ یې؛ نو معنا دا چې د هر کار لپاره تکرار او تمرین ته اړتیا ده.

زه په دې مقاله کې دا نه وایم، چې تاسو څه وکړئ، چې تر تاثیر لاندې رانۀ شئ، ځکه په دې تړاو خورا ډېر لیکل شوي دي، زه درته هغه لارې چارې ښیم، چې د خبرو پر مهال تر تاثیر لاندې د راتللو پر وخت مو بېرته نورمال حالت ته راولي او هغه ډول خبرې وکړئ، څنګه چې ستاسو خپله خوښېږي.

اول خو باید دا ووایم چې سړی اکثره هغه وخت تاثیر لاندې راځي، چې کومه خبره ترې غلطه شي، چې یوه خبره ترې غلطه شوه بیا نو غلطي پسې غلطي سره مخ کېږي او پایله کې یې له خبرو کولو زړه موړ شي او ځینې خو دومره تر فشار لاندې راشي، چې لږ پاتې وي منډه کړي او له مجلس څخه ووځي.
‎ تر  ډېره باید هڅه وشي، ترڅو خبرې غلطې نه شي او که غلطې هم شي نو د پاتې خبرو د خرابېدو او د خبرو د توازن د له منځه تللو مخنیوی کول ضرور دي، چې په لاندې برخه کې د دې ستونزې حل لاره هم پیدا کولای شئ.

۱: پښې مو یو بل سره خوا په خوا مه ږدئ!
‎هېڅ کله د سټېج پر سر دواړه پښې خوا په خوا مه ږدئ، ځکه که څو دقیقې پرلپسې یې همداسې ونیسئ نو پر پښو مو فشار راځي، هډوکي مو شخېږي، د وینې جریان مو له نورمال حالت څخه وځي، چې له امله یې ستاسو زړه ستړی کېږي او بلاخره تر تاثیر لاندې راځئ.
‎ نو داسې وکړئ، چې یوه پښه لږه شاته او بله پښه مو لږه غوندې مخکې کړئ، ترڅو د خبرو کولو پر مهال مو دواړه پښو ته په آسانۍ حرکت ورکړل شئ او د وینې جریان مو بېرته نورمال حالت ته راشي. دا کار باید د خبرو له پیلولو سره سم وکړئ، خو که احیاناً له پیله مو ورته پام نه و، نو کله چې پوه شوئ فشار لاندې راځئ؛ نو ضرور دا طریقه یاد ته راوړئ.

۲: د خبرو کولو سرعت مو کم کړئ!
‎چې پوه شوئ تاثیر لاندې راغلي یئ؛ عاجل مو د خبرو کولو سرعت کم کړئ، ښکاره خبره ده چې څومره چټک غږېږئ هغومره به ډېر غلطېږئ، که کرار وغږېږئ یوه ګټه خو یې دا ده چې تاسو کولای شئ د خبرو کولو په جریان کې فکر وکړئ، سم ادبي او نوي الفاظ وکاروئ او دویمه ګټه یې دا ده چې خبرې به مو نه غلطېږي او تاثیر لاندې به نه راځئ.
‎ یو ټکي ته متوجه اوسئ چې د خبرو د سرعت کمول مو یو دمي نه وي، بلکې په کراره کراره یې کم کړئ ترڅو مو د خبرو  د تېر سرعت او اوسني سرعت په منځ کې ډېر توپیر پاتې نه شي.

۳: لاسونو او پښو ته حرکت ورکړئ!
‎کله چې تاثیر لاندې راغلئ نو باډي لنګویچ یا د لاسونو حرکت مو مه دروئ، بلکې تر پخوا ورته لا ډېر ښه حرکت ورکړئ دا درسره مرسته کوي، ترڅو مو د خبرو کولو توازن نورمال وساتئ. که کولای شئ لږ ورسره پښو ته هم حرکت ورکړئ ،ځکه د پښو حرکت مو د خبرو حرکت روان ساتي.

۴: د اوبو څکل مه هېروئ!
‎د سټرېس یا فشار لاندې د راتللو تر ټولو لویه نښه د خولې وچېدل دي، چې ستونی وچ شي او خوله کې لیاړې ورکې شي نو طبیعي خبره ده چې خبرې به مو بندېږي او د څېرې رنګ به مو سور یا سپین کېږي، دې حالت کې ډېر مه وارخطا کېږئ، جمله مو ختمه کړئ او نور غلي شئ، د اوبو بوتل راواخلئ او دوه، درې غړپه ترې وکړئ، دا کار مو ستونی لمدوي او بېرته مو نورمال حالت ته راولي.
‎مهمه دا ده، چې که تاسو سټېج ته د خبرو کولو لپاره ځئ نو د اوبو بوتل ځان سره ضرور یوسئ، که څه هم په رسمي مجلسونو کې د دریځ په سر ضرور اوبه وي خو که تاسو یې ځان سره جلا یوسئ نو هلته به د اوبو د نشتون پر مهال ځان ته غوسه نه یئ.

۵: دې ته سوچ مه کوئ، چې خلک به څه وایي!؟
‎کله چې تاثیر لاندې راغلئ نو تاسو فکر کوئ، چې ناستو ټولو کسان خپلې سترګې په تاسو ګنډلي او ستاسو د نورو غلطیو او یا ستاسو د تېښتې په تمه دي، خو اصل کې داسې هېڅ هم نه شته، تاسو په دې فکر هسې لا ډېر تر فشار لاندې راځئ او شاید هغه زده کړې خبرې یا نوټ شوي ټکي هم درنه هېر او ګډوډ شي. که پام مو وي، یو کس په لاره روان وي او یو دم یې پښه ونښلي او وغورځېږي، تاسو ته هېڅ فرق نه کوي ځکه پوهیږئ چې دا طبیعي خبره ده او یو نیم وخت کې که د سړي پام نه وي نو ضرور غورځي، خو د غورځېدلي کس له زړه به یو خدای خبر وي، له شرمه پورته هم نشي کتلای، فکر کوي ټول ښار ده ته ګوري او ورپسې خاندي.
‎نو د خبرو کولو پر مهال هم د خلکو کیسه کې مه اوسئ، خپل ځان راحت کړئ او د خبرو د دوام په فکر کې اوسئ.

۶: اوږده ساه واخلئ!
‎که مو خبرې غلطې شوې، نو د څو ثانیو لپاره سکوت وکړئ، د دغو څو ثانیو د سکوت په خاطر مو نه څوک ملامتوي او نه مو څوک له سټېجه شړي.
‎ د همدو څو ثانیو په جریان کې یوه اوږده ساه واخلئ ترڅو مو د وجود او د مغز د وینې جریان نورمال حالت ته واوړي، دا درسره مرسته کوي ترڅو پاتې خبرې په ښه شکل ختمې کړئ.

۶: د پښو په پنجو زور وکړئ!
‎ځینې اروایي ډاکټران وایي د سټرېس پر مهال د پښو پنجو ته زور ورکول هم د سټرېس په له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي، ما بار بار تجربه کړې او پایله یې هم مثبته وه، تاسو یې هم تجربه کړئ ډاډه یم له یاد تخنیک څخه به راضي يئ.
همدارنګه کولای شئ، لاسونه موټی کړئ او بېرته یې خوشې کړئ، دا کار لږ تر لږه درې ځله تکرار کړئ، او یا هم لاسونه پر دریځ کېږدئ او فشار ورته ورکړئ، دا تخنیک درسره هم د فشار په له منځه وړلو که مرسته کوي.

۷: لاسونه سره وموښئ!
‎د لاسونو موښل هم کټ مټ لکه د اوږدې ساه اخیستلو او د پښو د موښلو په څېر دي، د وینې جریان مو نورمال حالت ته راولي او درسره مرسته کوي چې له سټرېس څخه ووځئ.

۸: “زه ښه یم” “زه یې کولای شم” 
‎اروایي ډاکټران او اکثره موټېوېشنل سپېکرانو دا خبره کړې، چې دوه، درې دغسې مثبتې جملې ویل مو د سټرېس اندازه له سلو څخه تر دېرش سلنو پورې ښکته کوي. دا جملې ځان سره په داسې حالت کې تکرار کړئ، چې سترګې مو پټې وي او لاسونه مو په پوره اندازه خلاص یا آزاد وي، مطلب لاسونه او پښې مو بندې یا قیدې مه ساتئ.

۹: پنځو پورې حساب وکړئ، دوه کسانو ته وګورئ 
‎یوه نرمه موسکا وکړئ.
‎یوه بله لاره چې د امریکا په څو پوهنتونو کې پر زده کړیالانو تجربه شوې دا ده، چې له یو څخه تر پنځو پورې به حساب کوئ، یا ناستو کسانو کې شاتینۍ برخه کې دوه کسانو ته وګورئ او ورته یوه نرمه موسکا وکړئ تر څو مو ناست کسان هم وګوري،  چې تاسو ښه یئ او خپل ذهن ته هم دا سېګنال ورسوئ چې تاسو ښه یئ او پاتې خبرو ته پوره چمتو شوي یئ.

‎د خبرو کولو پر مهال هر څوک تر فشار لاندې وي، حتی د نړۍ مشهور ویاندویان او د نړۍ د مشهورو او معتبرو پوهنتونو استادان هم پر سټېج له خبرو کولو وېرېږي، دا فشار پوره له منځه نه ځي، خو دا کېدلای شي، چې همدا فشار یا سټرېس کم او کنټرول کړو.
‎پورتنۍ لارې چارې تاسو سره مرسته کوي، چې د خبرو کولو پر مهال له فشار او سټرېس څخه ځان وژغورئ، له دې پرته که غواړئ ښه ویاندویان شئ؛ نو پۀ کار دا ده چې د خبرو کولو تمرین او مشق ډېر وکړئ.
‎یواځینۍ د حل لاره: تمرین، تمرین، تمرین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.