محمدیعقوب مجا.هد: هغه لاسونه پرې کوو چې د ملي پروژو مخنیوي لپاره راوږدېږي

308

د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجا.هد وایي، هغه شوم اهداف او هغه خراب او لړلي لاسونه چې د قوش‌تیپې او نورو ملي پروژو مخنیوي لپاره رااوږده شي، پرې به یې کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د تلې په ۱۹مه په بلخ ولایت کې د قوش‌تیپې کانال د دویم فاز پرانیستو مراسمو کې وکړې.

هغه وویل: «اسلامي اردو د دې ډول سترو پروژو د تطبیق تر شا ولاړه ده او په ټول توان سره به یې ملاتړ کوي، امنیت به یې ساتي او شته خنډونه به یې له منځه وړي.»

مجا.هد زیاته کړه، د دښمن شوم اهداف خراب او لړلي لاسونه چې د دې او نورو پروژو مخنیوي لپاره رااوږدېږي، همالته به یې قطع کړي.

هغه دغه راز وایي، دا او ورته پروژې چې د افغانستان پرمختیا او پرمختګ لپاره پلې کېږي، له دې مخکې سنجول شوي چې د هيڅ ګاونډ پر زیان به نه وي او په اړه یې باید تشوش هم ونه شي.

مجا.هد وویل، له امو سینده د قوش‌تیپې کانال له لارې رابېلدونکې اوبه د افغانستان له حقه په مراتبې کمې دي او نه به د نورو هېوادونو پر حق تجاوز کړي.

د یادونې ده، د ازبکستان ولسمشر له دې مخکې د قوشتېپې کانال جوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

پژواک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.