د ډاکټر زيار د معياري پښتو تضادونه او تناقضونه

بېنوم

493

آ بله ورځ ناببره د معياري پښتو د اصولو او قواعدو په اړه د پوهاند ډاکټر زيار صاب ( صاحب) پر يوه ليکنه پېښ سوم، چي د« د رغاونيز يا پښوييز (گرامري) يووالي آرونه (پرنسيپونه) » په نامه يې خپره کړې وه . خدای شاهد دئ، نورو اثارو غوندي يې ددې ليکني د عنوان په مانا هم گرسره پوه نه سوم . کنداريان وایي : « په تياره کي گرده خلگ بېريږي؛ خو ځيني حال وايي، ځيني يې نه وايي . » زه باور لرم، که تاسي درانه لوستونکي هم د زړه حال و واياست، ښايي ډېری زماپه ډله کي اوسئ . فرق يوازي دونه بولم، چي زه خپل حال وايم؛ خو تاسي به په دې يا هغه پلمه خپل حال نه واياست . خير، که څه هم د ډاکټر زيار صاب د ليکنو هضمول ډېر گران او دروند کار دئ؛ هر څوک يې زغم نه لري؛ دا پلا مي د هر بل وار پر خلاف له ځانه سره ټينگ هوډ وکئ، چي هرومرو بې( به يې) له دې « علمي ارشاداتو » څخه څه نا څه بودوم . د گرانو لوستونکو د اسانۍ او دقيق قضاوت دپاره د ډاکټر صاب د« عالمانه نظريو» او خپلو ماتو گوډو انتقادي خبرو متن، د پوښتني او جواب په بڼه يو تر بل لاندي، په تور او شنه رنگ وړاندي کوم . په تور رنگ ليکل سوئ متن د ډاکټر صاب بیان دئ، چي کټ مټ را کاپي سوئ دئ؛ او په شنه او سره رنگ ليکل سوئ متن زما جوابي بيان دئ .

دا پرنسيپونه د يادشوي پروسيجر په رڼاكې د پورتنيو معياري يا ټوليزو پرنسيپونو د كارونې لپاره پر كار راتلاي شي او د هغو علمي كول كيدوني كولاى شي. په بله وينا داسې آرونه (پرنسيپونه) چې د هغو له مخې موږ په راز راز گړدودي گرامري ځېـلونو (وارينټونو) كې د غورځونې (اطراد) او يا غورونې (انتخاب) اجازه ولرلاى شو، لکه واخلې (ښول) د (ښوول) پر وړاندې (  <اړوند فايل).
۱- دويو نكو ډېروالى، په دې مانا چې د يوه گرامري توك له  پلوه له څو وارينټونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښت وركړ شي  چې د ويونکو شمېر يې ډېروي او هممهاله يې وينگ او ليکنگ لنډ او اسانه وي ، لكه: (ورځ) د (روځ)، (ځمكه) د (زمكه)، (شته) د (سته) يا (ما نيولى دى) د پېښور او بيا گردې شمال ختيزې گړدودي ډلې (ما نيسلى دى) پر وړاندې. يا کندهارۍ او بيا ټولې سوېل لوېديزې  ډلې (سوله تر جنگ غوره دي)د ډېري هغې (…غوره ده) پروړاندې

 په دې لړ كې منځنۍ غلجايي  پښتو د نورو درېواړو گړدودي ډلو پرخلاف يو نيم تاريخي (لرغونى) آواز خوندي ساتلى، خو د ويونكيو د لږوالي پر بنسټ كره نه شي منل كېداى، لكه س په سگه، دېرس ، مسر، كسر… كې، يا لکه اوېستا  (ساتم=سل) چې  پارسي او هندي او ان روسي او نور سلاويک انډولونه يې (ستو) دي، يانې سرغږ يې (س-) راځي او يوناني او لاتين هغه يې (کنتم) او (هنتم)… لکه الماني هوندرت، انگرېزي هندرېد يا د لاتيني ژبو (فرانسي، اسپاني، اېټاليي، پورتگالي  انډولونه يې چې سرغږونه يې د (س-)  استازي کوي. دته د خپلوانو ژبو ترمنځ  تاريخي پرتليزه  غړپوهنه وايي وايي، که نه د استاد الهام په خبره له زيار پرته  پښتنې يا پارسيوانې ابۍ بل گړسره زېږولی نه دی،ـ که نه څنگه مې د پښتو او پښتنو تاريخ  له اساطيرالاولين او دوديزو  رواينونو څخه ساينتېفيک ډگرته راکښلای شولای!!؟

۱- پوهاند صاب! د ويونکو د ډېروالي او لږوالي يا اکثريت او اقليت مسأله به څوک سپينيي؟!
مهرباني وکئ وواياست، چي د کمي (کومي) لهجې ( گړدود) ويونکي ډېر او د کمي غې لږ دي؟! که څه اسناد او شواهد لرئ ، وړاندي يې کئ، که نو په پښتنو کي د دې يا هغي لهجې، دې يا هغه قبيلې، دې يا هغي خوا د ډېري او لږي خبري د استعمارگرانو طرحه ده؛ او يوازي د هغو و استعماري گټو ته خدمت کيي( کوي) . ستاسي په ياد دي که يا، په کابل کي د روسي يرغلگرو مزدور رژيم زموږ واحد ملت ( افغان ملت) پر شلو « مليتو» و وېشئ . د مليت پشتون، مليت تاجک، مليت ازبيک او مليت زحمتکش هزاره پوچي او بې مانا خبرې يې را و ايستې . د هيواد و ريښتينو بچانو ته د دې ناولو استعماري نخشو مخسد( مقصد) او مرام لمر غوندي روښانه ؤ؛ خو د روسي استعمار ځيره خورو د خپلو کرغېړنو گټو او امتيازاتو پر بنسټ، په هغه هيڅ سر نه خلاصاوه . په تېرو دېرشو کالو کي مو د دې نفاق او شقاق خونړۍ نتيجې د سر په سترگو و ليدلې . سره له هغه هم دا دئ نن د ډېري او لږي په نامه د پښتون قام و بېلولو او جنگولو ته ملاوي تړلي کیږي .
ډاکټر صاب! په دې خبره بايد سد و رسوو، چي د لږي او ډېري خبري په پښتنو کي شخړي، لانجې او ناخوالي راپورته کیي . د کندوز له امام صاب څخه بيا تر اټکه، له سوات او نورستان څخه بيا تر هراته پوري، ټول پښتنانه په سره اور کي ژوند کيي . کې( که يې) د روان ناورين په ختمولو کي څه مرسته نسو کولای، په لوی لاس يې بايد په نورو کړاوو او ناخوالو کي ښکېل نه کو.

له کمه ځايه وپوهېداست، چي « دېرس »، « کسر»، « مسر » او داسي نور تر « دېرش »، « کشر»، « مشر » او داسي نورو لرغوني دي؟ ايا په کوم ډبرليک( کتيبه) يا مستند اثر کي مو لېدلي دي، که خپل نظر واياست؟ که ستاسي ادعا سمه او مستنده يي( وي) بيا خو دا کار هيڅ عيب نه لري، چي دا لرغوني او اصيل تلفظونه په نور پښتنو کي هم باب سي . که باب هم نه سي، ايا ژبپوه ځان ته دا حق ور کولای سي، چي د ځينو پښتو ټکو سوچه او لرغوني شکلونه د هغو د ويونکو د شمار په سَوَب وکږي؟! عجبه خو دا ده، چي « دېرس »، « کسر»، « مسر » او داسي نورو ته د لرغونو بڼو په سترگه گورئ؛ خو « سو»، « سي »، « سته » او داسي نور مغيره شکلونه بيا د « پټي خزانې » پر ټولو اثارو او شواهدو سربېره، اصيل او لرغوني نه گڼئ؟! تاسي ته ښه مالومه ده، چي انگرېزي ژبه د پوهې-فرهنگ تخنيک د نننۍ نړۍ تر ټولو مهذبه او پرمختللې ژبه ده[مهذبه] . سره له دې هم، په دې ژبه کي تر اوسه پوري نه د بېلابېلو ټکو په وينگ یا تلفظ کي اختلافونه له منځه تللي دي؛ او نه يې هم په کښنگ يا ليکدود کي . د « سو » يا « شو»، « مسر» يا « مشر»، « ږغ » يا « غږ » په ليکلو سره اسمان و مځکي ته نه را لوېږي . که په داسي کوچنييو موچنييو توپيرو سره واقعاً اسمان و مځکي ته را لوېدای، نو انگرېزي ويوونکو خلگو بې کلونه کلونه مخکي لا مخه نيولې وای؛ مگر انگرېزي ويونکي اولسونه پوه، هوښيار او متمدن خلگ دي؛ پر داسي چټي، بې گټي او بې ځايه شيانو هيڅکله خپل ارزښتناک وخت نه ابته کيي . هغوی شپه او ورځ د ژبي د ادبي او علمي زېرمو و اَرَتولو او بډايولو ته کار کيي .که موږ یوه کلیمه په لسو – پينځلسو بڼو او شکلو ويلای، بيا نو دا ښه او گټوره خبره وه، چي يوه يا دوو شکلو ته د معياري په سترگه وگورو. البته، هغه هم نه د يوه يا دوو سرزورو کسانو په فرمان، بلکي د درست هيواد او حتا درستي سيمي د  پرته پياوړو ژبپوهانو، لغتپوهانو، متنپوهانو او څېړونکو تر علمي سلا مشوري وروسته انگرېزي ويونکي اولسونه پوه، هوښيار او متمدن خلگ دي؛ پر داسي چټي، بې گټي او بې ځايه شيانو هيڅکله خپل ارزښتناک وخت نه ابته کيي،

ولې نه وايې (د ربع مسکون يا د نړۍ د  ښکېلاک و زبېښاک او اپاتايد ژبه ده)، ته تر اوسه خبر نه يې چې ستادې مختور سي چې زه د هېواد، سيمې  او ان درستې نړۍ پر کچ زما تر خدای بښلو استادانو په تېره ستر  نارويژي استاد مورگنستيرن پرته چې د پښتو او بيا د گردو څه له پاسه پېنځوسو افغاني ژبو پلار بلل شوی ، او زه د دغو گردو ژبپوهنيزو نښيرونو (اثارو) او زرگونو رسنيزو ليکنو له پلوه ، هغه هم په څلور گونو (پښتو-پارسي- الماني او انگليسی ژبو) د رېکارډ څښتن يم چې اړوند تقريضونه يې در پرگوته کولای شم؛ لرو برو پښتو ژبيو او  له اروپايي تر افغاني پوهنتونونو او همداراز دجرمني او انگلسي نومورو پوهنتونونو څلوېښت کلنې استادي مې لا پر ځای پرېږده !

تا  ځانته يوه ښه پلمه پيداکړې  چې زما  پر [يوه-يوازنۍ کره ليکنۍ پښتو] دې سر نه خلاصېږي او له دې ناخبره پاتې يې چې ما  د آريانپوهانو د۲۵ مې کانگرې له پرېکړې او هوکړې سره سم او بيا يې په لارښونه د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) د پروژې  د يوه مخکښ په توگه د پارسي او نورو لږکيو ژبو تر څنگ د پښتوژبې گړدودونه له اسلام کلا تر اسلام اباد او له بولانه تر واخانه ډېری پښتو گړدودونه په نړيواله ابېڅې کښلي، ثبت کړي  او ورسره ورسره د ويونکو شمېر مې  له اړوندو دولتي ادارو ترلاسه کړي دي…  بيا اړوند ټيم  د شپږکلن بورس جوگه کړی او بيا مې د اطلس د  پراسس مشر پروفېسر ژارژ ردار  د سويس برن پوهنتون د ټوليزې  ژبپوهنې او هندو آرياني ژبپوهنې په نامه د امريکا او شوروي  يو اړخيز زدکړيزسېستم   پرځای  دلوېديزې اروپا له څو اړخيز هغه برخمن شوی يم چې د استادانو او زدکړيانو پر وبله همکارۍ يا تبادله ټيکاو لري له الماني او انگرېزي ژبو او څه ناڅه د  فرانسي استادانو  لکچرونه مې سهلای شول  خو د  اېټالي او اسپاني استادانو هغو په تړاو مې د سويسي ټولگيوالو له الماني نوټونو څخه گټه اخستله!

د  کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو او بيا پښتو څانگې لپاره د نويو تيوريکي لوست ليکيو(درسي کتابونو) ، پښويې، وييپوهنې او ويرغاونې، غږپوهنې، ادبپوهنې، شعرپوهنې، ليکلارې، سبکپوهنې، آرپوهنې (اتمولوجۍ)،  ماناپوهنې، او تر گردو ستر تاريخي نښير ((پښتو او پښتانه تاريخ د ژبپوهنې د نويو ساينتېفيکو (فارمولونو) په کارونگ سر ه ما کښلی دی… خو له بده مرغه د يو شمېر وتليو اسيستانتانو په لړ کې مې له بده مرغه له  ( پوهنوال بايزيد اڅک) پرته، کوم بل   زما د  ځايناستۍ جوگه شوی په دی چې له اڅک پرته شاهي او جمهوري  چارواکو کوم سکالرشېپ يا فيلوشېپ ورباندې  نه دی لورولی او ده هم  تر استادۍ د انجوگانو لاره را غوره انگېرلې ده!

 د (غږ) لرغونوالی  د دروگونو غوري پښتني ټبرونو فيروزکوهيانو، (تايمنيانو، چې ځانونه کاکر بولي: – ما کاکريم) ، (غخ)، لکه په (غخکش) کې د چغوهونکي) په مانا،  دغه راز په پاميري  ساکي خپلوانو ژبو کې (غژغويی)  بله بېلگهده چې پارسيو ان  يې(غژگاو) بولي!

–  توپير او نه التباس،په دې مانا چې د يوه فونولوجيكي او گرامري توك له وارينڼونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښـت وركول کېږي چې له نورو معياري امرليو (منتخبو) توكو سره يې توپيرو شي، په بله وينا، د التباس او يو له بله د ټـكر مخه يې ونيول شي. د ژبنيو توكو تر منځ توپير او نه التباس يو ژبنى آر او قانون گڼل كېږي، لكه (شول) د (سول) پر وړاندې چې له (سوځل) سره يې ټكر راځي، د ننگرهار ي شينواري وايی: (غنم وسول، و نه سول) -لمړی سول د (سوختن) او دويم دا د (شدن) په مانا همدارنگه سيورى – سورى ، پسور – سور، خپور – خور … در واخله چې  په  څلرمه (شمال ختيزه گړدودي ډله کې) يې بېځايه غورځن  مانيز  او جوليز( لفظي ياليکدودي)  ټکر رامنځته کوي!

۲- دا خبره کاملاً معقوله ده، چي د يوه ټکي په مغيره بڼو (variants) کي بايد هغه بڼه د معيار په توگه و منل سي، چي له نورو ټکو سره د التباس يا گډېدو پېچومه پېښه نه کړي؛ خو په دې برخه کي اساسي شرط دا دئ، چي دا اصل د ژبي په ټولو لهجو کي يو شان تطبيق سي؛ مثلاً : خوله ( کلاه) له خوله ( دهن) او خوله( عرق)، خواله ( خوا + له، بسويم، بطرفم) له خواله ( همرازی، دلجويی)، بريد( تېری، يرغل، حمله، يورش) له بريد( حد، سرحد، پوله)، راشه ( بيا، بياييد) له راشه ( رشه، حاصل گندم)، کومه ( کدام، تا کدام) له کومه ( دهن) او کومه ( می کنم)، شوه ( شُد) له شَوَه( شېوه، کښته، ځَوَړ، سراشيب، مقابل سربالا)، لرې( په ختيځه او مرکزي لهجه کي د ليري يا دور په مانا) له لرې( داری)، پېښې( حوادث، واقعات، رخداد ها، پيش آمد ها) له پېښې( تقليد کردن، ريشخند زدن، د يو چا ساز وهل)، مستې( نشه، وجد، نشاط، بې خودی، بې هوشی، بې حالی، بازۍ، لوبي، ساتېری) له مستې( ماست)، بلې ( برافروخته، مشتعل) له بلې( آرې، هو)، چې ( په ختيځه او مرکزي لهجه کي د « چي » پر ځای) له چې ( چي يې)، کې (ظرفي ادات) له کې( که يې، کي يې) . . . سره التباس پیدا کيي . د پښتو په بېلابېلو لهجو کي د داسي مشابه ټکو شمېر تر انده پاس دئ . پوښتنه دا ده، چي دا اصل او قاعده په خپله لهجه کي هم منئ که څنگه؟! په داسي حال کي، چي حتا د پوهاند صاب په اوسنۍ « ارشادي » ليکنه کي هم د داسي التباسو بولگې او مثالونه لږ نه دي، بيا نو د دې اصل و بشپړ او يومخيز تطبيق ته څنگه هيله کېدای سي ؟!

– دويوالى (باقاعده گي)، دا مانا چې له بېلابېلو رغاونيزو (پښوييزو) ځېلونو څخه هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې بېدويي يا استثناء يې كمه وي، لكه دا دوى (قاعده) چې – زور(- a) په دوديز او بيا (فونيـميك) ليك كې د ښځينه پايلې په توگه په پام كې ونيول شي او ډېرگړې يې هم – ې (- e)پر  (-ي) ورواړوي، نو پايله يې داچې، يو ځانته دويمه پښتو پښويه رامنځته کاندې؛ په بله وينا، د نورو دروگونو گړدودي ډلو پر وړاندې يوه دويمه سوېل-لوېديزه يا كندهاري پښتو يو بل اساسي قانون(پښويه)  راخپله کړي او گړسره يوه دويمه پښتو ژبه راورغوي،  کټ مټ،  لکه ناروېژي چې څو کاله مخکې پر شمالي او سوېلي دوه غبرگو ناروېژيو  سره ووېشل شوه! وخجن خپلواك (واوېل) روسته /a/ _ پر\ ə \واړول شي او ə بيا په ډېرگړي(جمع (كې پر(يi)،لکه په ښځ- ə او ښځي کې  .
همداسې په نرينه نومونو كې درواخله چې كندهاريان ə يې د نورې ډېرۍ پښتو _ay پاى د ناحجنۍ له كبله پر(ئ= yəy)اړوي او بيا يې ډېرگړى هم د _ɪi پرځاى پر _yəy پاى ته رسوي او داسې نور.

زما دغه نوميرنگ (تشخيص) يا برسېرونگ (کشف) ختيځپوهانو له فرانسي شارل کيفر او  انگرېز پښتو پوه دېويد مېکنزي نيولې تر امريکايي هربرت پنزل پورې چې څه له پاسه نيمه پېړۍ پخوا يې د کندهارۍ پښتو پښويه کښلې او استاد الهام پر پښتو را ژباړلې او راروسته  د پښتو او پارسي چکي خجپوهاند (برېچکا) يو ستر نوښت ر ارزولی دی ؛ مانايې داچې کندهارۍ پښتو گړدودي  ډله  د ځانتنۍخجپوهنې له کبله (۷)گوني  کره خپلواک (واوېل )دوه گرايه يانې (۱۴) ته رسوي- لکه د (ښځه) پای خپلواک (زور) پر (زورکي) اړوي او  ډېرگړی جمع يې پر لنډه (ي)،  او همداسې نرينه نومونه درواخله، لکه پيياوړی، غښتلی… پر  (يياوړئ، غښتلئ) ، راغلئ دئ… د نورو درېگونونو گږدودي پښتو ډلو پرخلاف!

ستا لويه تېر وتنه او ورانپوهاوی دادی چې گوندې دغه  معيادي  آرونه او پرو سېجرونه ما رامنځته کړي او هغه هم له خپله ځانه  د (يوې- يوازنۍ- کره ليکنۍ پښتو) لپاره، همداراز که  تا د  ژبپوهنې او بيا ساينتېفيکي پسرغښتي ژبپوهنې يوه ابېڅې هومره لوستی وای، انگرېزان به دې  په دې دک ودليل ((مهذب)) نه بللای چې  گوندې د خپلې ژبې د آرو معيار خيال دومره نه ساتي او تايې هم په پېښو  خپلسرې پښتو راخېستې، له (کيي، نکيي…)؟هماغه خبره شوه چې له ولسه زه راغلم او له نرخه ته خبريې؟

ما لږ ترلږه ستا د منگ(عمر) نيمايي هومره په انگرېزي، په تېره برېتش پوهنتونو کې زدکړه او ښونه(تدريس) کړی ، په ډېرو نړيوالو  کنفرانسونو، ناستو غونډو کې مې برخه اخېستې ، ليکنې څېړنې او شعرونه مې پکې ليکلي او خپاره کړي دي، خو هماغسې چې له سياست او ماس ميډا پلوه  د امريکنۍ انگليسي معيار او ليکدود پر وړاندې يوگام نه پرشاکېږي ان  که په کانکور کې يو شاگرد د- [programme]-پرځای  [program]وليکي، ناکامېږي!

دا به هم  ستا تر ژبنۍ پوهې پورته وي چې د همدغو ټولمنلو  معياري آرونو  پر بنسټ  د الماني، انگريزي يا بلې اروپايی خپلوانې يا لږتر لږه آرياني ژبې، لکه پارسي  له گڼو ټبريزو او سيمييزو گړدودو په تېره دروگونو ايراني -افغاني تش په نامه (دري) او تاجيکي څخه څنگه يوه داسې يوازنۍ کره علمي او فرهنگي پارسي  رامنځته شوې ده؟

په فرانسي پارلمان کې د  انگرېزي وارداتو پروړاندې بېخرته شخړې خو لا پرځای پرېږده ، هغه هم له دې لامله چې په کلاسيک يا منځني پېر کې يې دومره لاتين پانگه راخپله کړې چې خپله آره ژرمانيکه  هغه يې په زکات کې هم نه راځي، دا راخپلونې (اقتباس) د بېلگې په توگه يې (-سيون) روستاړی پر (-شن)روستاړي وراړولې، لکه (نېشن) پر(ناسيون) او داسې نور!

۳- د ډاکټر صاب د دې اصل په اړه فقط دونه پوه سوم، چي باقاعده ټکي دي تر بې قاعده ټکو معياري و پېژندل سي . نوري خبري يې نه وضاحت لري؛ او نه يې څه مثال ور کړئ دئ؛ ځکه نو څه تبصره هم نسم پر کولای . که تاسي درانه لوستونکي د دې اصل په پاته برخه پوهېدلي ياست، لطفاً ما هم په پوه کئ . تر هغه ځايه چي زه پوهېږم، د باقاعده او بې قاعده ټکو، عبارتو او گرامري جوړښتو په اړه مسلمه خبره دا ده، چي د هري ژبي په بېلابېلو لهجو کي د داسي حالتو پراخ مثالونه ليدل کيږي . که دې اصل ته په بشپړ او هر اړخيز ډول پام و سي، د ژبي له پرمختگ سره مرسته کولای سي؛ خو د خواشينۍ ځای دا دئ، چي زموږ ځيني ژبپوهان « خپل عيب د ولي مينځ، د بل عيب د کلي مينځ » گڼي؛ و خپلو بې قاعده ټکو ته هيڅکله د بې قاعده په سترگه نه گوري؛ مگر د نورو قند وکورت دواړه په يوه بيه تلي . په دې برخه کي علمي خبره دا ده، چي له يوې خوا د ژبي له ټولو بې قاعده حالتو سره يو شان چلن ( چلند) وسي؛ او له بلي خوا د بېلابېلو ټکو په ويلو او ليکلو کي مخفف يا لنډ شکلونه له بې قاعده حالتو سره گډ نسي . که مو دغه ناسم او بې قاعده حالتونه په ريشتيا سره بې قاعده و بلل؛ او د هغو پر ځای مو د سمو بڼو و کارولو ته غاړه کښېښووله، بیا نو د هري لهجې ويونکي د خپلو ناسمو او بې قاعده ټکو له پرېښوولو څخه نټه نه کيي : دوه ورځي ( سمه بڼه : دوې ورځي)، د مذکر دپاره د مؤنث ضمير کارول لکه : دا چيري ده؟ ( سمه بڼه : دی چيري دئ؟)، د مذکر دپاره د مؤنث فعل استعمالول لکه : هغه زموږ استاد ده( سمه بڼه : هغه زموږ استاد دئ)، د مفرد دپاره د جمعي يا برعکس د جمعي دپاره د مفردي صيغې کارول لکه : احمد زموږ خپلوان دئ ( سمه بڼه : احمد زموږ خپل دئ)، ډېر خلق راغلئ دئ ( سمه بڼه : ډېر خلق/ خلگ/ خلک راغلي دي)، په دوکان کي ډېر مالونه شته دئ( سمه بڼه : په دوکان کي ډېر مالونه سته . په دې جومله کي « دئ » ته هيڅ اړتيا نسته . کې بيا هم څوک وايي لږ تر لږه يې بايد د جمعي په بڼه و وايي : په دوکان کي ډېر مالونه شته دي) . ډاکټر زيار صاب په عمل کي دغه راز ناسمو حالتو ته د بې قاعدگۍ په سترگه نه گوري؛ ځکه خپل عيب د ولي مينځ دئ، هيڅکله يې نه ويني .

– سپما،دا مانا چې تر وسې وسې او وروستني بريده په لږو وييو كې ډيره مانا او مطلب وړاندې شي، بې له دې چې ابهام او گونگوالى پيښ شي، يوه خبره چې په يوه جمله كې راتلاى شي، دوو ته بايد ونه رسېږي او يوه جمله چې له پنـځو توكو څخه جوړېداى شي، په كارنه ده، اتو يا لسو توكو ته ورسي. البته په ادبي او هنـري ډگر كې د يوه مطلب څو څو رازه څـرگندول له سپما څخه سرغړاوى نه گڼـل كېږي، هغه هم په دې شرط چې نوې نوې مانيزې او بديعي رنگارنگۍ منځته راوړي، د چا خبره تكرار حسن اوسي، نه دا چې تشه لفاظى بڼه ولري. له بده مرغه زموږ ډېر ليكوال د ډېر پخواني ختيز دود تر اغېز لاندې د هممانيزو وييو او جملو بيا بيا كارول د خپل ليكني سبك ستر ټوك گڼي. سپما په كړاوړون (فعلي گردان) كې هم ډېره پاموړ بلل كېږي او هغه دا چې له بيلابيلو گړدودي ځېلونو يې هماغه لنډه دا امرل كېږي : لكه د (پوه شوم) پرځاى (وپوهيدم) يا د (ډوډۍ وخوړلې شوه) پرځاى (ډوډۍ وخوړل شوه) . په ويي غونډونو، لكه: كابل پوهنتون، د (د كابل پوهتنون)، (كابل ښار) د (د كابل ښار) … پر وړاندې . په نوېزونو كې، لكه: (رسنۍ) د (خبري يا خپرندويه رسنۍ) پر وړاندې.

۴- پوهاند زيار صاب د پښتو په ځينو اشنا او متحدالشکلو عبارتو کي د اداتو( پر، په، تر، ته، د، له، و) و لوېدو يا حذف کېدو ته د کليمو دسپما نوم ورکړئ دئ؛ حال دا چي په دغه راز عبارتو کي اصلاً د سپما خبره نسته .« کابل پوهنتون »، « آريانا افغان هوايي شرکت »،« سپين زر شرکت » او داسي نور عبارتونه ځکه د « د » و ادات ته اړتيا نه لري، چي د ډېر تکرار او عاموالي په وجه يې اوس د يوه واحد عبارت بڼه اخيستې ده؛ خو دا قاعده پر نا اشنا او ځانگړو عبارتو نه تطبيقيږي؛ د مثال په توگه موږ هيڅکله نسو ويلای : « زرغونه کتاب » يا « نل اوبه » . بايد هرومرو و وايو : « د زرغونې کتاب » يا « د نل اوبه » . دلته « د » د اضافت او ملکيت ښوولو دپاره د دغو عبارتو نه بېلېدونکې برخه گڼله کيږي . که افغان د چا نوم يي، بيا خو « افغان کور » د گرامر له اړخه سم نه دئ . بايد « د افغان کور » و ويل سي؛ ځکه کور ( مضاف) په افغان ( مضاف اليه) پوري اړه لري؛ مگر که دا عبارت په خلگو کي ډېر اشنا او عام سي، بيا يې په جوړښت کي و « د » ادات ته اړتيا نه پېښيږي . په دې حالت کي« افغان کور » په گډه د يوه واحد ترکيبي عبارت بڼه اخلي؛ د مثال په توگه هر څوک ويلای سي : افغان کور ته تللئ وم ؛ له افغان کوره راغلم ؛ په افغان کور کي غونډه وه او داسي نور .

د اشخاصو( حقيقي او حُکمي)، اثارو، اماکنو او داسي نورو په نومو کي و دغه راز بدلونو ته د سپما نوم ورکول علمي او دقيقه خبره نه ده؛ ځکه دا ډول سپما کول د ژبي په هر ځای او هر حالت کي جواز نه لري . په ژبو کي دا ټول بدلونونه نه د سپما، بلکي سلاست او روانۍ له مخي کيږي؛ ځکه خلگ هيڅکله و هغو ساختگي ټکو، ترکيبو او عبارتو ته غاړه نه ايږدي، چي د سادگۍ، اسانۍ او روانۍ له اصل سره ټکر ولري . تاسي وگورئ د کابل خلگو د انگرېزي ژبي ټاون ايس(Town Ace) عبارت د سادگۍ او اسانۍ په خاطر په « تونيس » واړاوه . د ډېري خواشينۍ ځای دئ، چي زيار صاب او د هغه لغت پردازه ملگري تر گرده په پښتو کي د عربي او پاړسي ژبي و هغو کليمو ته نوي ټکي تراشي، چي له پېړييو پېړييو راهيسي زموږ د ژبي، ادب او لغوي زېرمي نه بېلېدونکي برخه ده؛ خو« ټاون ايس » غوندي نوو ټکو ته بيا لاس تر زني ناست دي . په دې ډول گورو، چي عام خلگ د تاريخ په هر پړاو کي تر تش په نامه اکاډيمیسنانو، پوهاندانو او ډاکټرانو ډېر مخکي دي . ژبپوه او لغتپوه که خپل مسلکي مسووليت او رسالت سرته رسيي يا نه، خلگ د خپل طبيعي او غريزي عکس العمل له مخي هرومرو و نوو شيانو او پديدو ته د حل اسانه او ساده لار لټيي .

۵ – اساني او رواني،په دى جاج (مفهوم) چې د يوه ژبني توك د تلفظ (وينگ) او له دې سره بيا د ليك او چاپ … له مخې پښتنو او نا پښتنو ټولو لپاره اساني او رواني ولري . دا آر په پښتو زد كړه او ښونه كې بيا په ځانگړي ډول د زيات ارزښت وړ دى، لكه (راوړ شو)او راكړشو، د (راوړل شو) او (راكړل شو) يا پېړ د پريړ، درون – درانه د دروند – درانده پر وړاندې .

– دلته ښاغلی زيار صاب د معياري ټکو په ټاکلو کي د اسانۍ او روانۍ و اصل ته گوته نيسي؛ خو په عمل کي باور نه پر لري . زه گرانو لوستونکو ته بلنه ورکوم، چي د پوهاند صاب نوي لغتونه يا نيولوجيزمونه(neologisms) وگوري؛ او په خپله قضاوت وکي، چي د نوو ټکو په جوړښت کې د سادگۍ، اسانۍ او روانۍ و اصل ته څونه پام کړئ دئ . ليري مه ځئ همدا مضمون يې په دقت ولولئ؛ اوگورئ، چي پر نوو لغتوسربېره يې د بېلابېلو ټکو، عبارتو او جوملو(غونډلو) په ترکيب کي د سلاست او سادگۍ و اصل ته څونه توجه کړې ده؟ اريان يم، چي د ډاکټر زيار صاب شاگردانو به د هغه له ليکچرو او لیکچر نوټو څخه څرنگه استفاده کوله؟ زه خو د استاد الفت، استاد ريشتين، استاد حبيب الله تږي، استاد صديق روهي، استاد بختاني او ډېرو نورو په ليکنو مړېده نه لرم؛ خو د زيار صاب د يوې مقالې لوستل مي د زړه سېک او شومه باسي . ما ته د دې توپير علت په دې کي ښکاري، چي نور ليکوال، شاعران او محققان د خلگو په ساده، خوږه او روانه پښتو خبري او ليکني کيي؛ خو ښاغلی زيار صاب په داسي ژبه اثار کاږي، چي د پښتون اولس ژبه نسي بلل کېدای . زه دې ژبي ته د پښتو پر ځای « مښتو» وايم، چي په حقيقت کي د زيار صاب د اختراع کړي ژبي او پښتو يو ترکيب دئ . د همدې دليل له مخي د دې ژبي زده کړه او پوهېدل د هر چا يا لږ تر لږه زما غوندي نالوستو يا لږ لوستو کسانو کار نه دئ . کشکي زيار صاب د « مښتو» پر ځای په خوږه او سپېڅلې پښتو ژبه خبري او ليکني کولای، چي پر لروبر پښتنو سربېره يې و ټولو افغانانو ته فيض رسېدلای .

– مخکي مي د زيار صاب د خبرو او لیکنو پر فصاحت او بلاغت څو خبري وکړې . په دې لنډ بحث کي همدونه بس دي . دلته د پوهاند صاب پام و څو نورو ټکو ته را گرځوم :
د جناب زيار صاب په ليکنو کي لوی تضاد او تناقض دا دئ، چي له يوې خوا د عربي او پاړسي ژبي و ډېرو اشنا او مأنوسو کليمو ته خپل ټکي را باسي؛ مگر له بلي خوا بيا بې اړتيا د ژبي د عامو او مروجو ټکو پر ځای د عربي، پاړسي او انگرېزي ژبي لغتونه کاريي . په بله وينا، په هغه کار کي بېځايه گوتي وهي، چي بايد پر خپل حال پرېښوول سي؛ او هغه څه بيا په خپله اصلي يا مروړلې بڼه راخلي، چي عامو خلگو ته د اسانه پوهېدني په مخسد بايد په روښانه او واضح ټکو ترجمه سي . « کراهيت » يې يو ژوندی مثال دئ . که څه هم په پښتو، په تېره بيا جنوب – لوېديځه لهجه کي د دې مفهوم د افادې دپاره زياتره د« کهښت » ټکی کاريږي، چي خواگرځی، کرکه او نفرت يې نور مترادف ټکي دي . سره له دې هم ځيني کسان دا کليمه د« کراهيت » پر ځای د « کراهت » په بڼه ډېره استعماليي . په عربي متونو کي« کراهة » او« کراهية » دواړه راغلي دي . په پاړسي کي هم د پښتو په شان تر« کراهيت » د « کراهت » بڼه ډېره عامه او مروجه ده . البته، هيڅوک د اړتيا پر مهال د پاړسي، عربي، انگرېزي او نورو ټکو د کارولو مخالف نه دي؛ خو د زيار صاب غوندي کسانو له خوا، چي د عربي ټکو سيوری په توره وهي، د داسي ټکو استعمال د تعجب او اريانۍ وړ دئ . پوښتنه دا ده : کله چي په خپله ژبه کي اسانه، روانه، خوږه او ژوندۍ کليمه لرو، ايا د بلي ژبي د گراني او نا اشنا کليمې د استعمال جواز لرو که یا؟!
کې لرو کمه بڼه یې سمه ده : « کراهت » که « کراهيت » شابس، عربېزم دې ترپښتو هم پرمختللی ؟!

تر دې مخکي يې د سپما تر سرليک لاندي د « ختيځ » کلیمه هم د لهجه يي تلفظ له مخي د« ختيز » په بڼه کښلې ده . تر هغه ځايه، چي زه پوهېږم د« ختيځ » ترکيبي ټکی د ختويا ختلو ځای ته وايي . که زه نه يم تېروتلئ، بيا خو په « ز » باندي د « ځ » اړول د کليمې و مانا ته لوی زيان پېښيي . ايا دا عمل د دې خبري څرگند ثبوت نه دئ، چي ډاکټر صاب په شعوري يا غيرشعوري توگه د کليمې اصلي او کره بڼه تر خاورو لاندي کيي؛ او پر ځای يې د خپلي لهجې و ناسم تلفظ ته عموميت ور بخښي . ښايي ډاکټر صاب به د دې ليکدود دپاره هم استدلال کيي، چي « ختيز » د اکثريت خلگو تلفظ دئ؛ ځکه نودلته د سم او ناسم خبره نه چليږي . زه اريان يم، چي پوهاند صاب ولي ځينو پېښوريانو غوندي « پښتو »، « پښتون » او « پښتونخوا » ټکي په « پختو »، « پختون » او « پختونخوا » نه دي اړولي؟! د اکثريت او اقليت ټاپه خو يې په خپل لاس کي نېولې ده؛ نېخه چي ولي يې په دغو مثالو کي نه ده لگولې؟! تر دې خبرو پوري د ډاکټر صاب په معياري پښتو کي يو بل تضاد او تناقض هم را په ياد سو . ډاکټر صاب په خبروکي د نوي ژبپوهني، په تېره بيا ږغپوهني(phonology/phonetics) له اصولو او قواعدو سره سم ټينگار کيي، چي د پښتو ټکو په معياري ليکدود کي بايد د هغو و صوتي يا اوازي ځانگړتياوو ته ټینگ پام وسي؛ خو په عمل کي له څو گوتو په شمار ټکو پرته د لرغونپالو( متقدمانو) له نرخه نه وزي . کليمه، جومله ، هونر، گونا، دوښمن، روستم، سوهراب، دونيا، مخسد او سوونه نور ټکي په داسي بڼه کاږي، چي د هغو له فينالوجيکو/ فونولوجيکو خصوصيتو سره هيڅ اړخ نه لگيي . استاد شپون په داسي حال کي چي په ژبپوهنه کي د نبوغ او استادۍ هيڅ دعوه نه لري؛ خو سره له هغه هم تر زيار صاب د دخيلو ټکو په املايي بڼوکي د هغو و صوتي ځانگړتياوو ته ډېر پام کيي . په بله وينا، زياتره دخيلي کليمې په هغه بڼه کاږي، چي د پښتنو له وينگ ( تلفظ) سره ډېره همرنگي يا نيژدېوالی لري . زه د دې ډلي پوخ ملگری يم . لکه څنگه چي مو هندي « جهگړا»، « کهرا»، « کهوټا» يا عربي « معلوم »، « تسبيح »،« محض » يا پاړسي « لشکر »، « آبدست » او « شهر » . . . په « جگړه »، « کره »، « کوټه »، « مالوم »، « تسپې »، « مازي »، « لښکر »، « اودس » او« ښار » . . . واړول د ژبي له نورو دخيلو ټکو سره هم بايد سَوکه سَوکه همدا چلن وکو . د ژبپوهني، ږغپوهني، عقل او منطق غوښتنه دا ده، چي هر څه بايد د پښتنو له مروج تلفظ سره همرنگي يا نيژدې والی ولري؛ خو د زيار صاب د نوي ژبپوهني او ږغپوهني آس، په دې ميدان کي پر نيمه لار ولاړ دئ .

بله خبره دا چي (كونډې ته غوول ښوول) او داسي نور بازاري مثالونه د هيچا، په تېره بيا علمي کسانو له شخصيت سره ښه نه ايسي . نه پوهېږم پوهاند صاب له دې مثال سره څه مينه او دلچسپي لري، چي په هر ځای کې پورته او کښته کيي؟ زيار صاب غوندي « علامه او فهامه » شخصيتو ته خو بايد د ژبپوهني په موضوعاتو کي د مثالو هيڅ کمی نه وای . که څوک د ضرورت له مخي اخلاقاً لڅي يا ناوړه خبري و وايي يا وليکي، هيڅوک يې دا عمل عيب نه گڼي؛ خو بې ضرورته يادونه يې د ټولني له مسلطو اخلاقي ارزښتو څخه د ليکوال پر بې خبرۍ او ليري والي دلالت کيي . بايد هېره نه کو، چي په پټو سترگو د پردي دود او دستور پيروي د ترقۍ او پرمختگ نخښه نه ده .

– لرغونوالى،په دې جاج چې د وييزو او گرامري وارينټونو په ډله كې هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې يې تر نورو تاريخي او اېتمولوجيكي لرغونوالى ډېر وي، لكه: (ځمكه) د (مزكه)، (پارسي زمين او هندي جماکه). (ولاړم) د (لاړم) پر وړاندې. دا چې له نجل – نجن، نجلۍ – نجنۍ، زما – دما، زموږ – دموږ، ستا – د تا او ستاسې – د تاسې، ژغ – جغ، جندره – ژندره، ژرنده – جرنده، نږور – نگور… څخه وروستي ځېلونه لرغوني دي، خو د ويونكيو زياتوالى او له دې سره كره والى د مخنيو پر خوا دى .

۷ – د معياري ټکو په چڼلو کي د لرغونيتا و اصل ته پام کول، سل په سل کي سمه او دقيقه خبره ده؛خو له بده مرغه چي ډاکټر صاب په عمل کي د يوه توت ارزښت نه ورکيي؛ مثلاً « بخښل »، « ښکنځل » « کښېناستل »،« کښېښوول/ کښېښودل »، « نخښه »، « ږغ » او داسي نور د پښتو ادب د بې شمارو اثارو په اِستِناد تر « بښل »، « کنځل »، « کیناستل »، « کېښوول/ کېښودل »، « نښه »، « غږ » او داسي نورو لرغوني دي . سره له دې هم زيار صاب او د هغه پيروان دا ټکي د خپلي لهجې د تلفظ له مخي کاږي . زه د ختيځي او مرکزي لهجې ويوونکي هيڅکله په دې کار نه کږم؛ ځکه په دې خبره ښه پوهېږم، چي د نورو ټولنيزو پديدو په شان د ژبي په دغه راز بدلونو کي د سیاسي، اجتماعي، فرهنگي، اقليمي او اقتصادي شرايطو پراخ او ژور لاس پروت دئ . د تأسف خبره فقط دا ده، چي زيار صاب، د هغه سياسي ملگري او شخصي خواخوږي د دې واقعيت په پوهېدو سره بيا هم سر و ډبري ته نيسي؛ او د سرغړوني دپاره يې په اصطلاح « دلايل » او « توجيهات » وړاندي کیي . زيار صاب کله کله وايي او کاږي، چي گوندي کلونه کلونه کنداريانو (مخسد يې علامه حبيبي، علامه رشاد، استاد بېنوا او نورو کنداري فرهنگيان دي) خپله لهجه پر نورو پښتنو تپلې وه؛ او اوس هغه وخت را رسېدلئ دئ، چي د ده په اصطلاح دا بې عدالتي ختمه؛ او پر ځای يې د نوي ژبپوهني تر پوښ لاندي د ده لهجه خپله لهجه دود سي؛ خو واقعيت قطعاً (گړسره) داسي نه دئ . کنداري استادان ټول ژوندي وه ، چي زيار صاب او د هغه سرزورو ملگرو د افغانستان په راديو تلوېزون کي د « ږغ »، « سو » او داسي نورو لرغونو تلفظو و ويونکو ته د نطاقۍ يا وياندۍ کار نه ورکاوه . که څه هم کنداري استادانو د « معياري پښتو » تر نامه لاندي د ښاغلي زيار او ملگرو چپه او راسته غوبلونه نه منل؛ خو سره له هغه هم د هيواد په فرهنگي ډگر ، خاصتاً ژبپوهنه کي هره پرېکړه عملاً د زيار صاب او ملگرو له خوا کېدله . که د افغانستان په خلگو او تعليمي نظام کي د پښتو د جنوب – لوېديځي لهجې ( اصطلاحاً کندارۍ لهجې) څه نفوذ او اغېزه تر سترگو کېدله، علت يې د هيواد په سياسي او فرهنگي برخه کي د کنداري استادانو او فرهنگيانو ناوړه نفوذ نه، بلکه هغه عوامل وه، چي زه يې د اسانۍ او عموميت په نامه يادوم؛ ځکه د پښتو جنوب – لوېديځه لهجه د لرغو او اصيلو ږغو له پلوه د نورو پښتني لهجو په پرتله اَرَته او بډايه ده . د پښتو ځيني پخواني او اصيل ږغونه؛ لکه « ځ »، « څ »، « ژ »، « ږ »، « ښ » او داسي نور يې په بشپړ اصالت اوامانت خوندي کړي دي . له بله پلوه جنوب – لوېديځه لهجه د لغوي زېرمي له پلوه هم تر نورو پښتني لهجو ډېره پراخه او شتمنه ده؛ ځکه کندهار د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان، په تېره بيا پښتنو د لوی تجارتي، فرهنگي او سياسي مرکز په توگه د نورو ژبو(سنسکريت، هندي، پاړسي او عربي) و فرهنگي راکړي ورکړي ته پراخ امکانات برابر کړي وه او دي . له همدې سَوَبه يې نه يوازي افغانان، بلکي ايرانيان او هنديان هم له ږغو، کليمو او عبارتو سره ډېره اشنايي لري . دلته د دوو – درو مثالو يادونه بې گټي نه ده . « خَت » سوچه پښتو ټکی دئ؛ خو زياتره پښتانه د « خت » پر ځای د عربي « قميص » مفغنه بڼه ياني«کميس » اسانه گڼي . « وگړي » د پښتو لرغونی او اصيل ټکی دئ؛ تر اوسه يې هم ځیني پښتانه په خبرو کي وایي . سره له دې هم د عموميت د اصل له مخي اوس د « خلگو/ خلکو » مفغن ټکي له هغه ميدان گټلئ دئ . « سهار » هم له همدې ډلي مفغنو ټکو څخه دئ، چي د « گهيځ » تر لرغوني او سپېڅلي پښتو ټکي زيات مروج او اشنا دئ . بې شکه د دې خبرو مانا دا نه ده، چي موږ بايد خپلي لرغوني او سپېڅلي کليمې له چلنه وغورځوو، بلکي مخسد (موخه) یوازي د دې حقیقت بيان دئ، چي د عموميت او اسانۍ لاس پر هر څه غالِب دئ . البته، د عموميت اصل هم د قرآن کرښه نه ده . غيرعلمي او بې مانا دودونه بايد پر لرغونتيا، عموميت او ټينگښت سربېره خپل ځای و پرمختللو او علمي دودو ته پرېږدي؛ د مثال په ډول په پخوا زمانو کي زموږ نيکونو عموماً د اور او بتانو عبادت کاوه، ايا د عموميت د اصل له مخي بايد دا زوړ او لرغونی دود تل تر تله ژوندی او جاري ساتل سوئ وای؟! همدغه راز، لکه څنگه چي د پښتو ادب قلمي نوخسې( نخسې) ښيي، زموږ پلرو او نيکو د عربي او پاړسي ژبي د ژور نفوذ له کبله، په خپل ليکدود کي له عربي اِعراب او تشکيل څخه پراخ کار اخيستئ؛ مثلاً « گوندي »،« غوندي »، « وړاندي »، « چي »، « بلکي » او داسي نور ټکي بې د « گُندِ »،« غُندِ»،« وړاندِ »، « چه »، « بلکه » او داسي نورو په بڼه ليکل؛ خود هغو دې عام او مروج دود په پښتو کي هيڅ علمي اساس نه لاره؛ ځکه نو د زمانو په تېرېدو سره کرار کرار واوښتئ . نتيجه دا چي خپل ناوړه او غيرعلمي دودونه بايدپه ډېر اتيات او دقت له علمي ايجاباتو سره برابر کو.

تر دې لنډي يادوني وروسته بيرته را گرځو د معياري ټکو په غوره کولوکي د لرغونيتا و اصل ته . څونه د شرم او خواشينۍ خبره ده! نور خلگ چيري و رسېدل؛ او موږ شودَگان پر څه شيانو يو د بل کرنکې پرې کوو. په پښتنو کي به ترقي او پرمختگ څنگه منځ ته راځي، چي موږ د « ږغ » او« سو » يا « غږ » او « شو» له امله پښتانه د کار له انساني حق څخه بې برخي کوو؟! خپلسري، سرټمبگي او جهالت خو څه ښکرونه او لکۍ نه لري . دغه يې تر ټولو روښانه مثال دئ . تاسي بين المللي راديوگاني او تلوېزونونه وگورئ، په ډېر وياړ او خوښۍ سره وسپين، تور، عرب، پاکستاني، ايراني او حتا افغان ته کار ورکيي . دا هيڅکله شرط نه گڼي، چي نطاقان او خبريالان يې بايد خامخا د دې يا هغه لهجې له تلفظ سره سم خبرونه او رپوټونه و وایي . د ژبو و لهجه يي توپيرو ته نه د کمزورۍ او نيمگړتيا، بلکي رنگارنگۍ، پيوستون او بشري پرمختگ په سترگه کتل کيږي .

زه وايم « سو » او « شو »، « ږغ » او « غږ »، « کښېناستل » او « کيناستل » ټول د پښتو ژبي زېرمه او سرمايه ده . بايدهيڅکله يې له لاسه و نه باسو . دا د ژبي د معياري کولو لار نه ده، چي په جبر او اکراه سره يوه بڼه د بلي پر ځای و دروو . موږ بايد په دې علمي خبره سر خلاص کو، چي په ژبه کي معيار راوستل د يوې ټولني په سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي اړېکو پوري اړه لري . د معيار په اړه د ژبپوهانو يا حکومتي چارواکو پرېکړي هم تر هغه مهاله د اوبو د سر کرښي بلل کيږی، چي د دغه راز شرايطو او اړېکو ملاتړ له ځانه سره و نه لري . کله مو پر دې خبره يو څه سوچ او غَوَر کړئ دئ، چي د افغانستان په پاړسي ( دري) کي اوسنی معيار( ښه يا بد) چا منځ ته راوړئ دئ؟ په پاړسي کي خو هيچا داسي ژبپوهان نه دي ليدلي، چي د سوټي په زور يې پر خلگو د ژبي معيارونه تپلي يي . جواب روښانه دئ . د دري ژبي اوسني معيارونه په واقعيت کي هغو سياسي، اجتماعي، فکري، فرهنگي او اقتصادي شرايطو جوړ کړل، چي د دري ويوونکو خلگو ټولنيژ ژونديې اغېزمن کړئ ؤ او دئ . نتيجه دا چي معياري ژبه، که و غواړو يا و نه غواړو، هرومرو منځ ته راځي؛ خلگ د طبيعي قانون له مخي خپل ناوړه او زموخته ټکي، ترکيبونه، عبارتونه او گرامري جوړښتونه پرېږدي؛ او پر ځای يې د نورو اسانه او خواږه بديلونه اخلي . داسي پړاو ته د رسېدو ورځي، مياشتي او کلونه په ټولنيز ژوندانه کي د خلگو تر منځ د بېلابېلو اړېکو او مناسباتو په مزبوتوالي او پراختيا پوري اړه لري . موږ که د پښتو ژبي د معياري توب چغي او نارې وهو، بايد د پښتنو تر منځ د بېلابېلو اړېکو و پراختيا او ټينگښت ته ډېر پام وکو.

زه وايم او کاکا! ته که د « ږغ »، « کښېناستل »، « ښکنځل » او داسي نورو په ويلو کي مشکل لرې، زې ( زه يې) پر سر او سترگو منم؛ ځکه زه هم له مشکلاتو او نيمگړتیاوو خالي نه يم؛ اما د مشکل حل دا دئ، چي زه بې په خپله بڼه وايم او ليکم؛ تې ( ته يې) په خپله بڼه وايه او ليکه؛ په دې ډول به نو هم ته يې هم به زه؛ خوکه ته ډبري ته سر نيسې؛ او وايي، چي له دې دوو – درو مغيره بڼو څخه به هرومرو يوه جوړېږي، بيا نو زه پر خپله اصيله او لرغونې بڼه ټينگ ولاړ يم؛ او هيچا ته حق نه ورکوم، چي د پښتو ټکو د لرغونو او اصيلو بڼو پر ځای مي د خپلو اوښتو او مسخ سوو بڼو و ويلو او ليکلو ته اړ کي؛ ځکه داسي پرېکړه علمي او منطقي اساس نه لري؛ او هر غيرعلمي اقدام پايښت نسي کولای .

په پښتو لهجو کي د اکثريت او اقليت يا ډېري او لږي ادعاوي نه اِستِناد او ملاتړ لري؛ او نه هم علمي تاداو او بنسټ . اِستِناد او ملاتړ په دې نه لري، چي موږ خو تر اوسه حتا د هيواد د وگړو بشپړه او دقيقه سرشمېرنه لا نه لرو، د پښتو لهجو د ويوونکو احصاييه خو پر لو( لويه) لار پرېږدئ . د يوې ژبي، په تېره بيا پښتو ژبي د بېلابېلو لهجو د ويوونکو سمه او دقيقه سرشمېرنه د پوهنځی د يوه ډيپارټمينټ څه چي حتا د يوه پوهنتون يا بلي تحقيقي مؤسسې تر سويې هم لوړ کار دئ؛ ځکه د پښتو ژبي د مختلفو لهجو د دقيقي احصاييې دپاره د حکومتو او دولتو په سويه د افغانستان، پاکستان او هندوستان و همکارييو او گډو مرستو ته اړتيا ده؛ ځکه د پښتو ژبي په بېلابېلو لهجو پوري تړلي پښتانه په دې درو هيوادو کي خواره واره دي . عِلمي اساس په دې نه لري، چي د يوې ژبي په مختلفو لهجو کي دا خبره له امکانه ليري نه ده، چي د اکثريت لهجه په غرو او دښتو کي کلابنده يي؛ تر خپلو غرو او ډاگو آ خوا يې څوک و نه پېژني؛ خو د اقليت وگړو له لهجي سره ټول خلگ اشنايي ولري . د همدې دليل له مخي ما ته د اکثريت او اقليت د هندسي فارمول پر ځای د عموميت او اسانۍ اصول، ډېر علمي او معقول ايسي . زموږ ځيني لهجې تر اوسه پوري په خپلو غرو او درو کي ايسار دي؛ ټول پښتانه يې له لغوي زېرمي، وراشو او نورو ژبنييو ځانگړتيا وو سره اشنايي نه لري؛ ترويجول او عامول يې ډېر وخت غواړي . ژبه د پوهولو او پوهېدلو وسيله ده . په هر څه چي خلگ ژر او اسانه وپوهېږی، په هغه لهجه خبري کول گټه لري . د ژبي د معياري کېدو علمي او طبيعي بهير هم په واقعيت کي پر دغه لار روان دئ . دا موږ يو چي په بې ځايه تعصبو او خپلسرييو سره د ژبي د علمي او طبيعي معياري کېدو مخه نيسو؛ ځکه خلگ هغه څه خوښيي او اخلي، چي په ويلواو ليکلو کې تکليف و نه لري . داسي ټکي بېله شکه همغه عام، اشنا او اسانه ټکي دي .

حق خو دا دئ، چي زيار صاب د معياري پښتو په را منځ ته کولو کي د ځينو نورو اصولو تر څنگ د لرغونتيا تر اصل هم تېر سي؛ ځکه يوازي په خوله ويل هيڅ څه گټه نه لري . زيار صاب چي په منطق او استدلال کي وڅلورو دېوالو ته ودرېږي، بيا نو يا د ډېري او لږي و بې بنياده فارمول ته لاس اچيي يا د خپلي ډاکټرۍ په کاغذو خلگ بېريي . زه وايم هغه ډاکټري، پوهاندي، اکاډيميسني او استادي څوک په بلا وهي، چي پر علمي استدلال او منطقو ولاړه نه يي . که د اکثريت او اقليت په بې بنياده او غيرعلمي خبرو پسي وگرځو، بيا خو د معياري کولو و نورو اصولواو قواعدو ته هيڅ ځای نه پاتيږي؛ ځکه د اکثريت لهجه که سمه يي يا ناسمه بايد په پټو سترگو پر نورو لهجو هم و تپل سي؛ حال دا چي علمي مسألې هيڅکله د اکثريت او اقليت د فارمول له مخي نه حليږي . په علمي مسألو کي همېشه د استدلال پياوړيتا ته ارزښت ورکول کيږي . موږ ټول پوهېږو، چي د مځکي د گرځېدو په باره کي د گاليلې نظريه د هغه په ژوند کي هيچا نه منله؛ خو نن ټول جهان د هغه و دې علمي کشف ته ژور درناوی کيي .

موږ بايد د مېخانيکي او غيرعلمي معياري کولو پر ځای د ژبي و اسانولو، پراخولو او علمي کولو ته پام وکو . « سو » يا « شو »، « ږغ » يا « غږ »، « کښېناستل » يا « کېناستل » په يوازي سر و پښتو ته هيڅ نسي ورکولای؛ خو ښه ليکنه، ژوره څېړنه او خوندوره ژباړه وپښتو ژبي ته ډېر څه ورکولای سي . موږ بايد په دې خبرو پسي سر و نه گرځوو، چي دا ښه ليکنه، ژوره څېړنه او خوندوره ترجمه چا کړې ده؛ په جوملو کې « سو » او « سي » ليکلي دي، که « شو » او « شي » . پښتانه دونه بې شعوره او جاهل نه دي، چي په دې کوچنییو او بې ارزښته توپیرو پوه نسي . دا کوچنۍ موچنۍ رنگارنگي د ژوند مالگه ده . لکه څنگه چي مي مخکي د انگرېزي ژبي مثال و وايه، په هيڅ وجه د خلگو د يووالي او پرمختگ مخه نه نيسي .

ځواک و دي ته واړوو، چي د پښتون اولس فکرونه روښانه سي؛ په پښتني کلو او بانډوکي د پوهني ډېوې بلي سي؛ په مکتبو او پوهنتونو کي د پښتنو شاگرادانو او محصلانو شمېر لا زيات او زيات سي؛ هيڅ پښتانه ته د پښتو ويلو او پښتو ليکلو په گونا سپکاوی ونسي؛ او پښتو ژبه د ژوندانه په ټولو برخو کي د مروړلي او زموخته ترجمې له ثانوي دريځ څخه د تأليف، تحقيق او تخليق و مقام ته لوړه سي . . . پښتانه ليکوال، څېړونکي او روښانفکران بايد د قبيله يي او لهجه يي اختلافو پر ځای و خپلو حياتي مسألو ته پام واړيي . د افغانستان په اوسنييو شرايطو کي د پښتانه ليکوال، عالِم او روښانفکره تر ټولو ستر ملي مسووليت او رسالت دا دئ، چي له پښتون اولس سره د پردو يرغلگرو، مزدور رژيم او جنگي ډلو ټپلو د زور زياتي پر ضد د احتجاج ږغ پورته کي . ايا دا خبره منطق لري، چي د پښتو شعر، ادب او نورو فرهنگي ارزښتو د ساتني او پرمختگ په نامه دوري هوري ځغاستي کوو؛ خو د مظلومو او بېوزلو پښتنو و ويرجن حالت ته ځانونه ناگاره اچوو؟! ايا ژبه، ادب، فرهنگ، دين او مذهب بې خلگو څه مانا او ارزښت لري؟! ايا دا د انسانيت او افغانيت خبره ده، چي ټول افغانان، په تېره بيا اسکېرلي پښتانه شپه او ورځ د زړه ويني خوري؛ خو موږ په دې يا هغه غونډه کي يوازي د ځان په غټاوي پسي منډي وهو؟! ايا د افغان اولس د روان ناورين د ختمولو په نیامت مو هم څه ويلي، څه ليکلي يا چيري ځغستلي دي که څنگه؟!

د « سو » او « شو»، « ږغ » او « غږ »، « کښېناستل » او « کېناستل » او داسي نورو لهجه يي او قبيله يي توپيرو پر ځای بايد خپل ټول واک اود اوسنۍ ساينتېفيکي ژبپوهنې يو ټولمنلی قانون دادی چې پورپانگه (مستعاره پانگه ) بايد تر  ۲۵٪  سلنې تېری و نه کاندې  که هغه  مذهبي وي يا اقتصادي، سياسي…، علمي خو د هر څانگوال رښته (حق) دی چې  تر وسې وسې يې  پرخپله ژبه راواړوي، د کمپيوټر ساينس څه ناڅه يو مليون نومونپوهنه (ترمينالوژي) د اړوندو کمپنيو له شرطونو بلل کېږي چې ما د افغان بې سيم  يا مخابراتو داړوندې څانگې په گومارنه د نورو دوه درو ملگرو په ملتيا  پر ۲۰۰۵ کال مټې درې زره ور پښتو کړای شوې !

په پای کي له ډاکټر صاب څخه هيله کوم، چي زما وسپينو او انتقادي خبرو ته د شخصي او سياسي مخالفت يا لهجه پالني او سمت پالني رنگ ور نه کړي؛ ځکه زه د انسانيت او حقيقت د مکتب پيرو يم . د لهجې، ژبي، قوم او مذهب په لوموکي نغښتل د ځان مرگ بولم .

ښول (نه ښوول)

لنډون د پارسي، او نورو هندواروپايي، عربي او ځينو نورو سامي ژبو په څېر دکره پښتو له بنسټيزو آرونو گڼل کېږي، تر هغې چې پښوييز او مانيز ټکر رامنځته نه کاندې  او هممهاله د ژبې   له بېخبنايي(ژور)او   مخبنايي(برسېرن) رغښت او يا  دواړورغښتونو سره، سم همغږي ولري، نو دغه  لنډون  رامنځته کېږي، يانې  په پښتو کې دغلته دوه(-وو-) پر يوه نيمواک /w/ يا(معدوله-و) اوړي. او له برسېرن رغښتسره سمون  يې داچې لږ تر لږه  د(ننگرهار له شينوارو او خيبر شينوارو  په گډون تر مارگلۍ جېلم او کشميره  گرده زږه  گړدودي  پښت ډله د نورو درو گړدودي ډلو په توپير د (ځ-څ-ژ -ږ،) غوندې (ښ) هم له کره منځنی يا غلجايي وینګ سره له لاسه ورکړې.  هغه هم د  تېرمهال لېږند کړ تر ټولو گرداني بڼو ، لکه: وښوه، ښوه، ښولی (دی)…

او بيا گردې بېلښتي (اشتقاقي) بڼې،: يې له ناپای (مصدره ) نيولې تر حاصل مصدرونو يا کړنومونو: (ښون-ښونه، ښوانه،ښونگ) يا ښوند (معلم)، ښواند(پوهنتوني استاد)؛ هم همداسې درواخله همدارنگ کولای شو، ښونه  د(تعليم) انډول کړو او ښوانه د (تحصيل-تدريس)!

همداسې يې له مخکړياکړروستاړي(preverb) سره  د هرې بېلښتي بڼې(مشتق)    يو(و) هم غورځول کېږي، لکه: کېښول، پرېښول. همداسې  له پلوي نومځريزو  مخکړونو(را-در-ور) سره درواخله: راوښوه، دروښوه، وروښوه.

د (ښول)  په پرتله نور کړونه  د کړ ريښې منځتوک( زور يا زورکی) يا (theml vocal)غورځول کره راځي، لکه تر (کوَل)، (کول) يا په غږيزه بڼه تر  (kawal)، (kwal) کره بللای شو چې د شعري تول وتال له پلوه ترې  شاعر  هم ښه ترا گټه اخستای شي!

هرگوره،نور  هغه ډېری تېرمهالي لېږندکړونه(ماضي متعدي افعال) چې زورکيوال يا زوروال (ديفتانگي-(و) ولري، نوموړې شمال ختيزه گړدودي ډله يې پر (معدوله w) راړوي،لکه دپاسنۍ بېلگې (زېږ-ول)  غوندې: پرې-کول غورځ-ول،  ني-ول، ځغل-ول، پاڅ-ول…، او په تېره نومکړ والا لېږند کړونه[ له نومونو رغول شوي کړونه: ويپوهنه  مخ۱۵۶] تر ډېرې سلنې په همدې لړ کې ټيکاو مومي، لکه: جوړول، رغول، ماتول، بېلول، سمول، ورانول… ورته وينگ راخپلوي چې له غږيزې (فونيميکي الفبې) سره ليکنۍ بڼه غوره کوي؛ خو سرچپه د پارسي (بود) انډول (وو) پر. يو(و) د(وو) د (بودند (ول)  انډولول، د خدای بښلې  پښتو ټولنې له ناسمو پاتوړو څخه ده؛ همداسې  د ډېری نومونو په سرکې د(الف-) او(و-)۰بېځايه کارونگ  درروا خله، او له (لنډون ) آر سره سم يې غورځول په کار دی لکه: اوربل، وربوی، وربوز، ، وسمهال…،  همداراز  په دې روسته وييونو کې  (سر-و) او (منځ-و)غورځول درواخله: روسته، روستاړی (وروسته،وروستاړی)، ړوند د (وړوند)، ودرول- ودرېدل، کښل-کاږل (وکښل_وکاږل) او نوردرواخله!

ځکه لنډون د هرې کره ادبي ژبې  يو بنيادي آر و معيار دی، نو موږ هماغه لنډ گړدودي ځېل (وارينټ) تر هغې معياري ارزوو چې مانيز او هم ليکدودي ټکر رامنځته نه کړي، لکه کندهاری لمړی(نه لومړی)، خو نه کچنی د کوچني يا لا کره(کوشني)  پرځای چې مانيز ټکر پېښوي [د پښتو دنژدې سکه يا سکايي ترور ژبې باختري د ټولواکمن يا شهنشاه، کنېشکا په نامه کې] د اعظم صاحب په وينا زياتره کندهاريان (کوشنی) وايي؛ د سوېلي پښتونخوا له خورا لږکۍ استثنأ سره  له بولانه  د ژوب افغاني گومل او وزيرستان تر گډ بريد (گلکڅه) پورې او  همداسې له (ش) سره ادا کوي!

(۲)   له سوېلي پښتونخوا مېشتو کاسيانو سل دوه سوه کاله پخوا د ننگرهارسپينغر ډډې ته له  راکوچېدلو  لر بر شينوارو نيولې ان مخکښته تر سوات و بونېر ومارگلۍ  لاڅه چې ان تر جېلم او کشميره درسته زږه ختيزه شمالي پښتو گړدودي ډله د(ښوول) دويم  واوېلي-و) نه اداکوي! ،لکه د استاد حمزه شينواری په  شعر کې:

               ژبه مې د(بې) پر ټکي بنده غوندې شوه

                           راغلې وه توبه، خو وتو ته مې پرېنښوه…

ما ان پر(۱۳۴۴ل.کال)  د استاد حمزه يا اجمل خټک اويا بل کوم کښيني شاعر پر پليونۍ يو غزل  په ورته رديف ويلی وو:

ته يوازې له ما ولاړې او غمو ته دې زه پرېښوم

            ستا پر مخ دې وي گلونه، که اغزوته دې زه پرېښوم…

 هسې خو مې په ۱۲-۱۱ کلنۍ کې د مرېز مياجي سايب لوی کلي له يوې ماشومې شينوارې اورېدلي ول:

( زما پيشو درې پېشونگړي( زېږ-ولي) دي،اوهمدا مې  وړم کال له يوه ليکوال شينواري هم واورېدل (کتاب  مې چېرې پرېښوه )!

په هر ډول دا پايله لاس ته راغله چې نه يوازې لربر شينواري  دغلته لمړی نيمواک يا سيمي واوېل)-و (و-w) ساکنوي يا  د دوديزو ژبپوهنانو په ناسمه نومَونه ،پر معدوله هغه يې اړوي او ورپسې  اوږد واوېلي-و (0)هغه غورځوي ، بلکې  تر جېلم او کشميره  يې  زياتره همداسې اداکوي؛ چې له ښه مرغه يې همدلته په اکسفورډ کې د اټک او مارگلۍ ترمنځ له مېشتو پښتنو  سره هم تگ راتگ لرو!

[يادښت: له دې سره يې زما کار نشته چې له بده مرغه گرده شمالختيزه پښتوگړدودي ډله له جلال اباد دوسرکې تر جېلم او کشميره گردو پښتنو د(ځ-څ-ژ -ږ) غوندې (ښ) هم له کره منځنی يا غلجايي وینګ سره له لاسه ورکړی،خو  داچې د استاد حمزه يا اجمل په څېر وتلي ويناوال يې لږ تر لږه په ليک کې سمه کاروی، کور يې ودان!]

هرگوره،نور  هغه ډېری لېږندکړونه(متعدي افعال) چې زورکيوال يا زوروال (ديفتانگي-و) ولري، نوموړې شمال ختيزه پښتوگړدودي ډله يې پر (معدوله-و) راړوي،لکه:  پر پاسنۍ بېلگې (زېږول)  غوندې: پرېکول، غورځول، نيول، ځغلول، پاڅول…، او په تېره نومکړ والا لېږند کړونه تر ډېرې سلنې په همدې لړ کې ټيکاو مومي، لکه: جوړول، رغول، ماتول، بېلول، سمول، ورانول… ورته وينگ راخپلوي چې له غږيزې(فونيميکي الفبې) سره ليکنۍ بڼه غوره کوي، او له (لنډون ) آر سره سم يې غورځول په کار دی لکه: وربل (کاکل)، او(اوربل=Fire!) وربوی، وربوز، ، وسمهال…،  همداراز  په دې روسته وييونو کې  (سر-و) او (منځ-و)غورځول درواخله!

په (ښول)  پسې درته دادي، د ډېرکارېدونکو ( مشهورغلطو) وييونواو ليکدودونو يو څو بېلگې وړاندې کوم، لمړی:( مشهور غلط) او ورپسې کره په لينديو(قوسونو) کې:

اړيکه-اړيکې( تماس، تماسونه)، اړيکی-اړيکي(رابطه)، بری (کاميابي)،بريا اوبرياينه (لاسته راوړنه)،ښکته(کښته)، اوسېلی(اسوېلی)، برالبه (بلاربه)  په کوټې کې (په کوټه کې) ځکه (په) دومره زور نه لري چې ښځينه نوم، بدل کړای شي …

}د وسمهالې او تېرمهالې پښتوژبپوهنې په رڼا کې د (يوې يوازنۍ-کره ليکنۍ پښتو) نيم پېړييزه سېستماتيکه

اډانه (طرح)  
         
گرامري اوليکدودي همرنگي لغوي رنگارنگي
(يوازې تر قوسو بهرکره دي، دننه نه) (لمړۍ درېواړه سلنې پښتو ده او څلرمه ناپښتو
د  لرغونوالي،ډېروالي،لنډوالی، ۲۵٪گړدودي او سيمه ييزه پانگه
اسانوالي… پر بنسټ، لکه: (ښاغلی، ستونزه، کوشنی، اکر، تروړل…)
ورسېد (ورسېدئ، ورسېدلو…) ۲۵٪ زاړه وييونه: هېواد، نړۍ، ويی،يون، وياړ، برم، وېلاړ،اتل…
ورساوه(ورسولئ، ورسولو…) ۲۵٪ نوي وييونه: روغتون، ښونځی،پوهنتون، پوهنځی ژبپوهنه، پخلنځی، الوتکه، چورلکه…

(له قرآن و حديث پرته هر عربي پانگه راژباړای شو)

ورسول شو(ورسولی شو-شه) ۲۵٪ پور وييونه: دولت، حکومت، ولس، بانک،تېلېفون، تېلويزون ،يونسکو…

د پوهې-فرهنگ ترمينالوژيانې، خو  له يوناني، لاتيني، سانسکرېټ اونورو زړو هندو اروپايي زړو ژبو راهيسې دود لرلی؛ مانا يې داچې علمي-فرهنگی ويرغاونې تر څلورگوني انډول بهر د هرې اوړوني (گرداني) ژبې رښته پاتې شوې ده، که هغه زمو ژبنۍ کورنۍ ده يا سامي- حامي هغه، په تېره عربي، چې قرآن، حديث او نورې سپېڅلي متنونه يې  غورې بېلگې بلل کېږي!

دازما ځای دی (دا دېماجی ده(غلجايي يا منځنۍ پښتو گړدودي ډله)…د ډېرښت پر وړاندې ناکره راځي!  

ښځې ، دی او نور وييکي: مې،دې، چې، کې… تر(دئ، دوي)، مې،دې، دې،چې کې .. .ترسوېلي-لوېديز ( ښځي، مي دي، چي، کي…)  کره  راځي!

د /ښ/ پر بنسټ (۴گونې) پښتو گړدودي ډلې:

(۱)سوېل- لوېديزه يا کندهارۍ ډله [ښ= š (ورلاندې ټکی) سخت يا غبرگژبيز شين] (۲) سوېل- ختيزه ياکرلاڼۍ (وزيرۍ) ډله لکه پارسي ش[ ښ= š ش]  (۳) شمال- ختيزه يا ننگرهارۍ- پېښورۍ ډله [ښ=xخ] او (۴) منځنۍ يا غلجايي ډله [ښ= x̌مښلې يانرمه خ] ، د ويونکيو د ډېري آر له مخې چې  پر آرو  تاريخي ټبرونو (هوتکو- سلېمانخېلو- تره کو- احمدزيو- اندړو ، ستانيزيو؛ د پکتيا بشپړ ډېري کرلاڼيانو د وردگو په گډون…)  او بيا شمال ته  لېږدېدلي او لېږدوليو زږې پښتو اړوندو ټبرونو، شينوارو، مومندو، ساپيانو  او د زږې پښتو نورو  اړوندو پښتنو په گډون جغرافيايي-تاريخي وېش په لاندې ډول دی:

  (۱) سوېل- لويديزه ډله  
   
     
 
منځنۍ

ډله

 
 (۳) سوېل-ختيزه ډله   (۴) شمال-ختيزه ډله
                    (غلجايي   )  

شننه: د وېش دغه درېگوټ(مثلث) هممهاله دپښتو پرمختيايی بهيرڅلورگوني پړاوونه راڅرگندوي، هغه هم ،که د استاد مورگنستيرن په خبره  (ونېڅي ژبه) د پښتو دوه زرکلن گړدود و نه پاموو، او لږترلږه يې له غور او بيا د ايراني گيلان ولايت اواسلام کلا له نورزيانو او ان له آر زېږځای (سيستانه) يې پيلامه را ونښلوو!

لمړی:  هغه  روستاړي چې  له يو شمېرنو مونو يا نومسټو سره  بې گړدودي مخبېلگو بېلنگونه (  مشتقات) بې منځتوکه سيده نښلولای شو، لکه:

اونيزه، نه اونَيزه يانې بې منځتوک (زوَره )  وينگ را خپل کاندې او د غږيزې ليکبڼې لنډون يي هم په سترگو وليدای شو!

نورې ورته بېلگې يې:

نوم يا يې سټه+روستاړی= بېلنگ (مشتق) :

 موږد اونۍ د ورځو نومونه چې يوشمېر پښتو مينو ووبپاڼو چلونکيو  رغولي ول، د بنيادي- ژور رغښت په کره کاڼي وتلل او په ترڅ کې مو گرد سوچه دوڅپيزو ته رالنډکړل:

لومړنۍ پر (پيلنۍ)، يو شنبه يا اتوار پر(يونۍ)، د گل ورځ پر (دونۍ)، درېنۍ پر(درنۍ)، د زيارت ورځ-څلورنۍ پر(څلنۍ)، پنځه نۍ پر (پېنځنۍ) او د جمعې مبارکه ورځ- ياوونۍ پر (اونۍ) ورواړولې!

دغه راز مو د سپما يا لنډون په لړکې له څو گړدودي ځېلونو يا وارينټونو، لکه  له (اخل،اخېستل-اخيستل- اخستل) څخه روستی دا کره وارزاوه او داسې نور.

د گرامري او رغاونيزې سپما  دا قانون د، فېلسوف ژبپوهاند او د امريکايي انساني- جهاني او گلوبالېستي تعرضي ناخوالونه پوخلا کېدونی مخالف (نوام چومسکي ترسانتېفيک ژبپوهنيز انقلاب لا وړاندې، له دې ليدتوگې سره رامنځته شوی: د نړۍ يوه  ژبه هم له ټولو  پراختيايي او پرمختيايي پړاوونو سره سره د دې جوگه شوې نه ده چې گرد ذهني پيداوار، پوهه، فرهنگ، فلسفې، تخنيک اند و واند(انديشه وخيال) رواني او ټولنيزو غوښتنو، موخو، ارمانونو  څرگندويي او ښکارندويي  وکړای شي، نو د د ې لپاره ژبپوهانو او هومانېستو فېلسوفانو سره لاس يو کړی؛ چې د جومسکي په خبره د هرې ژبې مرگ  که هر څومره  وړکۍ  هم وي، مرگ د فرانسې د ستر (ورلې) موزيم د منځته تگ هومره بشري ناورين بلل کېږي!

ا و د مرگ لامل يې هم  تر هرڅه له مخه پر نړيوال کچ د وييپانگيزې روستوالی راپرگوته کوي، په تېره نن سبا  د الکترونيکي خبرتيايي تېکنالوژۍ له کبله او  پر وړاندې يې پښوييزه اورغاونيزه سپما او لنډون  وړانديزوي  او سپمولې انرجي، وخت و زغم د  وييرغاونې لپاره ځانگړې کوي او ته يوه کندهاري سربل و- (ته) نه ته)ه! ورتېرېږې!

۶ – خوږ غږي او بلاغت،چې يو ژبنى توك په ټولنه كې (داكثريت له نظره) ركاكت او كراهت ونه لري. د ساري په توگه له فونولوجيكي او گرامري او ان لغوي او محاوروي وارينټو د يوه گرانښت او خوږوالى زيات وي، لكه: (هيلۍ ته لامبو ښول) د (كونډې ته غوول ښول) پر وړاندې يا (نتل) د (رټل)، (وختېرى) د(وخت گوډى) پر وړاندې … دا دواړه متله ولسي پانگه بلل کېږي، ته لنډ اندی هم ولس سپکوې او دڅانگپوه (ويژه شناس)  او ثبتونکي په توگه ماهم!

د ارواښاد  محمدين ژواک د متلونو ټولگه به هم  ستا ښه و نه اېسېږي چې ولې يې ولسي شډل او  سپک ورک ځېلونه هم پکې را خستې دي چې اويا-اتيا  کاله پخوا يې د پښتو ټولنې په چوکاټ کې يې  چاپ او خپاره کړي دي؛

نور رغاونيز او پښوييز لنډونونه او ډلبندۍ چې د مشر ناروېژي استادمورگنستيرن د شپېته کلنو ډگرڅېړنو (فيلدريسرچونو)  او بيا پسې د فرانسي پليوني شارل کيفر،  او سېنير (مشر) انگرېز شاگرد مېکنزي او بيا  تر ما جونير(کشر) پښتانه شاگرد  پورې يې پکې  سرونه سپين کړي دي!

او دويم سپکاوی دې دا چې زما په پته دې دغه گردې اوتې بوتې بېنومه رابربېښليک کړي يااېمېل کړې دي ، داهم ستا د ازاد دينۍ يا سېکولرېزم راکښون وو چې زه دومره گرانبيه وخت در څخه بلهار کړم؛ هغه مم له بې کچه عربېزم د شتو پښتو انډولونو سره ،  بې له دې چې د خپل کندهاري ارواښاد محمد گل نوري د دوه غبرگو  پښتو قاموسونو يوه پاڼه هومره دې تر کتنې تېره کړې اوسي!

 بياهم په پښتني- فرهنگي مينه او مننه  زيار له اکسفورډه- اکتوبر ۵-۲۰۲۳

پوهاند م.ا. زيار

فونيميك عادي نوم فونيميك عادي نوم
a فتحه زور، فتحه I ل لې
ā الف الف m م مې
b ب بې n ن نې
c څ څې (ņ ) ڼ ڼې
č چ چې o و اوږد(و)
d د دې p پ پې
̣ḍ(ð ) ډ ډې r ر رې
e ې اوږده (ې) (ŗ)  ړ ړې
Ə   زوركى s س سې
g گ گې š ش شې
γ غ غې x̌ ښ ښې
h هـ هې t ت تې
i ي لنډه ي ټ ټې
j ځ ځې u و لنډ (و)
ǰ(ĵ ) ج جې w و بېواكه (و)
k ك كې x خ خې
y ى بېواکه

(هې)

ž ژ ژې
z ز زې ay ى زورواله (ى)
ğ ږ ږې Əy ى زوركې والا (ۍ)

                       خجنښه: ́چې د واوېلي تورو پر سر اچول کېږي، لکه (á)

x̌    ğ

که زغم  او پوهې اجازه درکوله، دابه هم تر ځغلندې کتنې تېر کړې تر ځغلندې کتنې تېر کړې!

د پوهاند زيار دخپلې  سريزې په توگه چې هممهاله د گرد کتاب يو نڅوړ (فشرده) هم بلل کېږي:

پېژنگلو (Introduction)

د ژبپوهنې په رڼا کې:پښتو او پښتانه

ساکي-آرياني دي

 نن سبا د پوهې او تخنيک د ټوليز هېښنده پرمختگ او پرمختيا په لړ کې وگړپوهنې(بشري علوم) دومره پرمخ تللې دي چې د نړۍ د بېلا بېلو توکمونو او ان خورا کوشنيو کو شنيو وگړ ډلو د سمې او رښتينې پېژندنې لاره يې هواره کړې او په دې تړاو يې د پېړيو پېړيو بې کچه دوديزو کږنو، انگېرنو، افسانو، اساطيرو او ماويليو تاويليو ته پايټکى اېښى، اړوند رغولي او ليکلي تاريخونه يې ورسم کړي او کره کړي دي.

په دغه سمونه او کرونه کې د وگړپوهنې (انتراپالوجۍ) او توکمپوهنې اتنولوجۍ)، لرغونپوهنې (ارکيالوجۍ) او ټولنپوهنې (سوسيالوجۍ) تر څنگه  دننوې ساينتيفيکې ژبپوهنې، په تېره تاريخي ژبپوهنې کله ناکله دومره غوڅه او پرېکړونې ونډه اخستې چې دغه نورې پوهنې يې هم ترخپل سيوري لاندې راوستي دي.

په دې لړ کې د  لوېديزې اروپا د لوړزدکړيز سيستم  ارتې بيرتې آريانپوهنې (ايرانشناسۍ) روستنيو يوپېړييزو برياوو د اړوندو زدکړيالانو او پوهانو پر مخ ډېر نوي نوي څنډونه (افقونه) راپرانېستل چې د نورو آرياني ژبتوکميزو (اتنو لېنگويستيکي) ډلو ټپلو ترڅنگه يې د پښتنې دې ډېر تيا ره گوټونه له تاريخي تورتمونو څخه راوکښل او له دې سره يې په دغه تړاو يو شمېر ساينس – افسانې (The Scince-Fictions) پوهنيز (سانتيفيک) ډگر ته راوېستې او درستو ماويلو تاويلو  ته.يې نور پايټکی کېښوه.

ما د ژبپوهنې او بيا آريانپوهنې او په څرمه ډول توکمپوهنې د زده کوونکي او څېړونکي په توگه له څه ناڅه  نيمې پېړۍ را هيسې دا خپله څانگپوهيزه پازه (مسلکي مسووليت) گڼلى وو، چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې د لوستليکيو  يا درسي کتابونو(تکستبوکونو) په لړکې  يې د پښو يې (گرامر)، گړدود پوهنې، ويي پوهنې (لېکزيکولوژۍ)، ليکلار (stylistics)، پښتو بدلمېچ، يا “پښتو شعرڅنگه جوړېږي؟” او آرپوهې (etymology) په گډون  د يو لړ سيندگيو  (فرهنگونو) …ترڅنگ د پښتو ژبې تاريخ کښلو ته هم مټې راونغاړم.

 په دغه اړه مې تر هر څه له مخه د خپل ارواښاد استاد مورگنستيرن هغه “حجة الوداع” وزمه وينا او ليکنه ځانته مخبېلگه وگرځوله چې تر مړينې يې درې کاله له مخه پر ١٩٧٥م کال په کابل کې د پښتو نړيوال سيمينار گډونوالو ته واوروله او په هغه کې يې د پښتو او پښتنو د ساکيوالي پرېکړه د خپلو شپېته کلنو آرياني او تاريخي- پرتليزو څېړنو د پايلې په توگه را ډاگيزه کړه.

 دغه پرېکړه يې له آره د هماغې ((فرضيې)) د زباد ښکارندويويي کوله چې لمړۍ پلا يې پر۱۹۶۰ز.کال په اسلامي پوهنغونډ (۱ټوک)کې خپره کړې وه.

له دې سره پتليز راته دا هم اړينه واېسېده چې د پښتو په څېر د پښتنو تار يخ هم په تورتم کې پاتې دى او کوم دوديز تاريخونه چې پرې تراوسه کښل شوي، دومره باوروړ نه دي او تر ټولو مخکې يې کورنيو تنگ ليديو ته دا پلمه برابره کړې چې پښتانه “بلځايي کډوال” وبولي او پښتو يې دويمه زده کړې ژبه.

 نو له دې کبله مې هم مهال پښتو او پښتانه سره د يوه يوازني  بومي ډېري ژبتوکميز يوون (واحد) په توگه تر ژبتوکميزې، په څېرمه توگه ټولنيز- فرهنگي څېړنې پلټنې لاندې ونيول. ما له هغه را هيسې په دغه برخه کې د څو نورو لنډو تنگو اخځونو په همغاړه کولو سره يو لړ ازما يښتي لوستو نه برابرکړل او ورسره ورسره مې ورته ليکنې څېړنې په ټوليزو خپرونو کې هم خپرې کړې، خو د هېواد د روستيو لسيزو او بيا د تېرو څو کلونو اړ و دوړ نوره دا کابو رانه کړه چې هغه بشپړې او کره کړاى شم.

په برلين پوهنتون کې مې له دوه درې کلنې استادۍ څخه همد ومره گټه ترلاسه کړه چې د ستن کونو Sten konow ختن – ساکي گرامر او ويي پانگه هم پر خپلو اړتيا وړو اخځونو ورزيات کړم. له دې ناخبره چې استاد مورگنستيرن د همد غه کتاب له ليکوال سره د همدې پېړۍ په دويمه لسيزه کې سانسکرېت او ساکي لوستې وه او هملته يې د همدغو زده کړو په پاى کې زوم شوى هم و او بيا يې له ١٩٢١م څخه تر ١٩٢٦م له الماني استاد اندرياس او گايگر سره د نورو آرياني ژبو تر يو کلنو ټوليزو زده کړو روسته پر پښتو زده کړه هم پيل وکړ چې د پښتو آرپوهې (EVP) په دفاع يې دويمه دوکتورا ترلاسه کړه،

نو دا کومه هېښنده خبره نه وه چې د آريانيوالي تر زباد را روسته يې د پښتو (او پښتنو) د ساکيوالي ليد توگې ته مخه وکړه او په پاى کې يې هم خپله پرېکړه په زغرده اعلام کړه. ( برگردان دوکتور روان فرهادي، دويم ټوک، ٣٠٥-٣٠٦ مخ).

د ساکي ژبې او ساکانو په اړه لا څه چې د آرياني ژبو په باب په افغانستان کې د دورن، راورټي، بوپ، ترومپ، ميولر، بېليو، لاريمر، دارمستېتر، استاد مورگنستيرن اويونيم بل آريانپوه او پښتو پوه له آثارو پرته نور څه نه ول، چې هغه هم په روستيو کې له سمتو کتابتونو سره د جنگ جهل و جنايت تورو لوخړو پوپنا کړل. د چا خبره په هماغه “سمسور” شاهي پېر کې هم د نوې ژبپوهنې او بيا آريانپوهنې په اړه ليکنې څېړنې هم بېخونده وې او ډېر زاړه خنډونه يې مخې ته پراته ول.

زموږ دوديزو ليکوالو د هماغې بې سرو بوله خپلواکيوالې (( نه هندي- نه ايراني)) ليدتوگې تر اغېز لاندې گړ سره نه غوښتل، له ټوليزې آريانپوهنې او بيا د ټولمنلي فونولوجيک فارمول (گ-د-ب #غ- ل- و) سرغږونو پر بنسټ له اړوندې ډلبندۍ ځانونه خبر کړي  او يا ورته غاړه کېږدي ؛ او بيا دېته چې پښتو او پښتانه د ختيزې آريانا په وېش کې راځي او په دې توگه  په کاروه، په دوه گونو زړو (اوېستايي او ساکي) ژبتوکميزو ډلو کې په دې يا هغې اړه ولري؛ عزر يې تر گنا بتر چې له نوې ژبپوهنې او بيايې له غږپوهنې يا آرپوهنې يوه څکه هومره نه وه کړې!

اوېستا خو ورته کورټه د کفر”زرتشت” ژبه اېسېده او بيا دا چې ايرانيانو هغه له هخامنشي پېره رانيولې، تر اسلامه پورې له زرتشتي دين سره يو ځاى را خپله کړې وه او تراو سه يې دواړه اړخه د ملي وياړونو په توگه د خپل تاريخ او فرهنگ په چوکاټ کې تر څېړنو او پلټنو لاندې نيولي او سمبال کړي دي.

ان تر دې چې د استاد مورگنستيرن د يادې شوې وينا پر وړاندې د زوړپالو او دودپالو پوهانو ټلوالې د اړوندې نړيوالې غونډې بهرني مېلمانه له نهيلۍ سره مخامخ کړل. دا په دې چې هغو زوړپالو د ژوند تر وروستۍ سلگيو پښتو او پښتانه، لکه دردي او نورستاني هغه، له هندو ارياني ژبتوکميزې څانگې څخه گردسره جلا په “درېمې خپلواکې “منځنۍ” څانگې پورې اړوند گڼل.

علامه استاد حبيبي  بياپه خپل پېښليک(کرونولوچۍ) کې د ساکانو همدومره لنډه يادونه کړې چې په درېيمه (٢٥٦-١٣٠م ز) پېړۍ کې يې د ساکستان (سيستان) ټولواکمني رامنځته کړه او له پښتنو سره يې “يو څه” اړوندي او خپلوي هم درلوده.

غورياخېل د ژبپوهنې د يوه اماتور په توگه په پټو سترگو د ساکيوالي ليدتوگه را خپله کړې وه.د لومړي اکا دېميک  پښت (ماسټرانو)کې لره خوا د کوثرغورياخېل تر څنگه ظفر کاکاخېل “پښتانه د تار يخ په رڼا کې” او بره خوا دوست شينواري ( افغانستان په اوېستاکې) د پښتنو سا کيوالى تر ډېره ځايه ډاگيزه کړى دى.

خو، ډېره هېښنده او په زړه پورې د اوه چې مولانا خادم  چې ځان يې د خپلې زمانې په پنځگونونو جوماتي پښتنو پوهانو کې شمېره، له اړوند سيميناره  په دې نيوکه د نورو په سر سر کې ووت  چې افغانستان د ژبو پلار استاد مورگنستيرن، د پښتو گړودودونو په تړاو  زما د اوږدې ليکنې د دفاع په پلمه دومره وويل: [موږ درته د افغانستان او ان ايران پرکچ دغه افغان او بيا پښتون د نوي  ژبپوه او آريانپوه په توگه در وروزه، نوره ستاسې استادانو خوښه چې يې منئ يا نه!]

 يوازې لوی استاد حبيبي د سياسي نزاکت له مخې، هغه هم د داود خان د جمهوريت په لمړيو کې  دومره  څرگنده کړه: [موږ تر دې  وخته راورسوله،  نور نوی کهول پوه شه او نومهالې  ليدتوگې ، څېړندودونه او ليکنې څېړنې!]

 که څه هم د مولاناخادم له هغو پخوانو  استادانو ځنې وو چې چې  د يو نيم کښېني هم پېراو نويو  ماسترانو، په تېره د تاريخ ماستر ظفر کاکاخېل پر پليونۍ يې زړو او يا تقليدي ليدتوگې د يوه يوازني دوديز استاد  په توگه له درو پورتنيو ماسټرانو سره څه ناڅه هممهاله نيم نيمکله ساکي ليدتوگه راخپله کړې وه  او په لاس کښلي گتابگوټي  د(( لرغوني پښتانه قومونه)) له سرليک سره د په  خپله هڅه  يې پر ۱۳۵۳چاپ کړي کې ښه ترا څرگنده کړې ده.  که څه هم د نو رو غوندې يې ورسره د (پکت=پخت= پښت) او ځينې نور ماويلي تاويلي هم اخښلي را اخښلي ول، بله ناخواله يې داچې د  بېلابېلو پښتني کام وکبلو تر څنگ يې  ځينې خېلونه او پښې بې له کوم  پوهنيز دک و دليله په ساکا نو کې نه دي راوستي!

د لومړي اکادېميک پښتني  پښت له دوو مخکښو ژبپوهانو څخه پوهاند رحيم الهام  لږترلږه  د خپلې سريزې په ترڅ کې د ساکي ليدتوگې پخلی کړی، خو پر وړاندې يې  پوهاند تږي (۵۱- ۵۲) په خپل بيبليوگرافيک- ټېکسټولوجيک نښير ((پښتانه)) کې د ساکي پرځای هماغه ((پکت)) ليدتوگه را ټينگه کړې ده، او سره له دې چې د استاد الهام غوندې  د تاريخي- پرتليزې آريانپوهنې داوه  هم نه کوي، د استاد مورگنستيرن ساکي زباد په پټو سترگو ردوي.(د نور پوهاوي لپاره←۱- څپرکی)

توکمپوه ډاکتر(رازق پالوال) بيا د ((ساکي-پارتي)) ليدتوگې پرځای ((پارتي- پهلوايي)) هغه وړاندې کړې ده. ان تردې  چې پېړ و پنډ (دويم ټوک!)  يې(پرثانه او يونانيان) نومولی دی. همداراز يې د پارتي (ارڅک=اڅک) ژبنی همريښه والی له توکميز همريښه والي سره غاړه غړۍ کړي او په همدې تړاو يې دغه کتاب ارواښاد خان اودل سمد خان ته په دې ټکو ډالۍ کړی دی:

((دغه اثر و پښتنو ته د ارڅک نيکه د پورگنئ وروستي پياوړي خو نامرداد مشر شهيد خان صمدخان په ياد او وياړ وړاندي کيږي!)) .

[د ښه تراځيرنې په تړاو يې ← د پښتانه= پرثانه نوې ببولاله]

دوست شينوارى يوازنى افغان او بيا پښتون ليکوال دى چې خپل غبرگ کتابونه، ،”افغانستان په اوېستا کې ١٩٩٠” او “پښتانه څوک دي؟ ١٩٩٨” يې تر ډېره د ارياني فيلا لوجۍ پر بنسټ کښلي، هغه هم بيا څه نا څه د نالاسبرو روسي- شوروي سرچينو له مخې،  د ماستري تېزس پربنسټ خو دا چې له غږپوهنې، آرپوهنې او نورو تيوريکي ناخبري او په دې توگه يې تر يوې کچې د دوديزو او ناڅانگيزو ليکوالو غوندې پکې خپلې پښتنې انگېرنې هم اخښلې راخښلې دي. له دې لامله هغه څه چې مو د ساکانو او بيا له پښتنو سره د خپلوۍ په تړاو له دغو کتابونو څخه دلته او هلته  راخستي څرگندو نې مو تر کره کتنې تېر کړي دي .

ان د آمو آ غاړه پارسي ژبو تاجيکانو” ورسره هم ملگرتيا کړې او له دغه پلوه يې د پخواني شوروي پېر له بډايې ختيځپوهنې او آريانپوهنې څخه په گټه اخستنه له خپلو پخوانيو لويديزو آرياني خپلوانو سره  يوه سيالي پر ځاى کړې ده، که څه هم تاجيک هسې بېځايه ځانونه د را روسته مېشتېدنې له کبله په  شمالختيزو آريانيانو (باختريانو) کې شمېري .

بيا لاداچې د زړې پارسۍ پرځاى اوېستا او ساکي له ټولو فرهنگي، تاريخي او ديني وياړونو سره د تاجيکۍ آره او بنسټ گڼي، لکه څنگه يې چې د همبورگ په نړيواله غونډه (( پژوهش در فرهنگ باستانى و شناخت اوستا، ٣-١٨ اکتوبر ١٩٩٨)) کې د ډېرو گډونوالو له څرگندونو څخه جوته شوه.

دوی  که څه هم له لويديزو آريانيانو، يا په بله وينا، پارسيوانانو سره پر گډ تېرمهال هم تر ټولو زيات وياړي، خو د نورو څانگوالو په توپير يې ژبپوهان بيا له داسې گډوله اندتوگې هرو مرو ډډه کوي. له بده مرغه چې په هغه نړيو اله څېړنغونډه (همآيش) کې  له دوه تنو ژبپوهانو پرته د بل کوم آريا ني فيلالوجېست څرک نه لگېده،  ويناوې يې نه درلودې خو خپل کتابونه يې لږتر لږه پرما راولورول يو پهلوی څانگپوه راته خپل هغه په ښکلې پهلوي غونډله (جمله) را ډالۍ کړ!

پخپله په انگليستان او بيا د لندن او اکسفورډ په اړوندو کتابتونونوکې زما ورته پلټنې له هره پلوه گټورې وې چې د ١٩٩٦م کال په روستيو کې مې له پنا راوړنې سره سمې راپيل کړې وې. په ترڅ کې د يوازني ژوندي پاتې انگرېز پښتو پوهاند استاد ديوېد مکنزي مرستې او لار ښونې لا زيات پراخ لرليدونه زما پر مخ پرانېستل.

دا هم يوه په زړه پورې ناببري (تصادف) وو چې مېرمنې مې تر راتگ له مخه دا زېرى پېښور ته له ځان سره راوړى وو چې ان په انټرنېټ (Internet) کې يې د افغانستان تر نامه لاندې وار له واره پر ساکانو سترگې لگېدلې وې: “… يونان – باختري دولت بيا پر خپل وار ساکه نوميو آريانې کوچيا نو او ورپسې يې اړوندو کوشانيانو ته ولېږدېد…”

له بشپړ متن څخه يې راته دا پته پوره ولگېده، چې د جهان پر نقشه باندې د افغانستان لمړنۍ راڅرگندېدنه له ساکانو او بيا د هغو له ځايناستو بچيانو (کوشانيانو- يپتليانو) او بيا نمسيانو(پښتنو او پاميريانو) سره نه شلېدونکى اړاو تړاو لري!

له همدې کبله راته بيا دا تر ټولو په زړه پورې او اړينه وبر ېښېده چې د ساکي او پښتو د اړوندۍ تر څېړنې او سپړنې له مخې د ساکانو او پښتنو ترمينځه د همټبرۍ سپيناوى تر څېړنې، ځيرنې او شننې لاندې ونيول شي او په سرسر کې د ساکانو پر تاريخ او ژوند و ژواک هر اړخيزه رڼاواچول شي او بيا روسته ورسره پښتانه پرتله کړ شي چې کوم گډ او ورته اړخونه او ځانگړتياوې سره لري او پر ژبنۍ اړوندۍ سر بېره يې توکميزه (اتنيکي)، په بله وينا ټبريزه خپلوي څومره زبادېداى شي.

له ښه مرغه ساکان تر ساکي ژبې هم زيات ځلان او رو ښان تاريخ او تېر مهال لري او تر نورو څلورو آرياني ټبرونو (پارسيانو، پارتيانو، ماديانو او اوستايانو) يې تاريخي، جغرا فيايي، ټولنيز، سياسي او فرهنگي تېرمهال له درسترنگارنگيو او بدلونونو سره لاښه ترا پېژندل شوي دي!

په دې کتاب کې تر وسې وسې هڅه شوې چې په دې اړه هم لاسته راغلې خبرتياوې او توکي په ژور ډول ترځيرنې او شننې لاندې ونيول شي او په تېره د شمال ختيزو آريانيانو او بيا د افغاني ټولنې او دولت د بنسټوالو او پر مخوړو نکيو په توگه پرې له خپل اړوند زوزات او ځايناستو کو شانيانو، يپتلانو او بيا پښتنو سره د ژبتوکميزې اړوندۍ له پلوه رڼا وا چول شي.

دلته تر هر څه زيات پر ژبپوهنيزو توکيو او لاسوندونو زور اچول شوى او له همدې کبله ورته د کتاب زياته برخه ځا نگړې شوې ده. ځکه ژبپوهنه د ژبني ساينس په توگه له ژبې او ژبنيو ربړو (مسالو) سره کار لري او ازمېښتون (لابرا توار) يې همدا ژبه او ژبني توکي دي.

 په دې لړ کې تاريخي هغه بيا داسې نټه نه منونکي لاسوندونه پر لاس راکوي چې د اړوندو ويونکيو د تېرمهال ډېر تياره گوټونه رڼا کولاى  او پر تاريخوالو سربېره د ځمکپوهانو، توکمپوهانو، فرهنگپوهانو او ادبپوهانو ډېرې ښويېدنې او تېروتنې ورسمولاى شي.

په دې لړ کې د زړې ژبپوهنې او بيا ارياني فېلالوجۍ د کورنيو او بهرنيواستازيو د ناسموليدتوگو او پايلنيويو (نتيجه گيريو) د سپيناوي لپاره د شلمې پېړۍ د نوې ژبپو هنې او فېلالوجۍ له سانتيفيکو، په تېره فونېتيکي او اتېمولوجيکي آرونو او دويونو (اصولو او قوانينو) څخه ډېره گټه اخېستل شوې او د  ډېروکليشه يي روايتي – تار يخي پرپړو له راغبرگونو ډډه شوې ده.

 د ساري په توگه ما د دې پرځاى چې د پښتو او پښتنو د آرې په اړه د خپلو دوديزو ماويليو تاويليواو بيا د نولسمې پېړۍ د ټولو لويديزو آريانپوهانو او توکمپوهانو د روايتو اوليدتوگو يو اوږد پېړ او وېړ ليکلړ وړاندې کړم، د نوې نومهالې آرياني فيلالوجۍ يا تکستلوجۍ او بيانوې پښتو ژبپوهنې  د سترو استازيو  په تېره د فرانسي دارمستېتر، الماني گايگر او نارويژي مورگنستيرن پر  وېړو ليکنو څېړنو او پايلنيويو مې زيات لنگر اچولى او د شمال ختيز آريا نيوالي او بيا ساکيوالي پر تېزس مې راڅرخولي دي.

توکمپوه ډاکتر(رازق پالوال) بيا د((ساکي-پارتي)) ليدتوگه پر ځای ((پارتي- پهلوايي)) هغه وړاندې کړې ده. ان تردې  چې پېړ و پنډ (دويم ټوک!)  يې(پرثانه او يونانيان) نومولی دی. همداراز يې د پارتي (ارڅک=اڅک) ژبنی همريښه والی له توکميز همريښه والي سره غاړه غړۍ کړي او په همدې تړاو يې دغه کتاب ارواښاد خان اودل سمد خان ته په دې ټکو ډالۍ کړی دی:

((دغه اثر و پښتنو ته د ارڅک نيکه د پورگنئ وروستي پياوړي خو نامرداد مشر شهيد خان صمدخان په ياد او وياړ وړاندي کيږي!)) .( د ښه تراځيرنې په تړاو يې ← د پښتانه= پرثانه نوې ببولاله)

د هند نيمې وچې په دوه پېړييزبرتانيي ښکېلاکي پېر گڼ انگرېزي پوځيانو او ملکيانو له الفنستون او برنسه تر مېجر راورټي او هنري بيليو، او له توربرن او گريرسنه تر گولډن لاريمر او لوکارټ لاريمر پورې د نورو لاسلاندې توکمونو په لړ کې له ((فارورډ پاليسۍ)) سره سم د پښتني توکم وتاريخ، کولتور وفولکلور،ژبې او ادب څېړنې او پلټنې ته را ودانگل. نو که آره موخه او مرام يې  هرڅه وه، خو موږ ته هم تر ډېره گټور پرېوتل.  په تېره بيا داچې د فرا نسي دارمستېتر، الما ني گايگر او ناروېژي استاد  مورگنسترن غوندې  سترو پښتو پو هانو او آريانپوهانو ته يې هم د څېړنو پلټنو لاره هواره کړه.

په انگرېزانو کې دويم لاريمر(۱۹۶۲ مړ) په هر ډول، د استاد مېکنزي په وينا، په جاسوسۍ کې د لارنس څټ گرولی وو، خو  اولاف کېرو د برتانيايي هند روستی ختيځپوه او بيا د پښتونخوا روستي گورنر د((پټهانز)) په نامه  يوداسې ژبتوکميز يااېتنولېنگوېستيک ((گنج الفساد)) ترشا پرېښوه چې  د ټولو مخينيانو هغه مثبت اړخونه يې هم تر پوښتنې لا ندې راوستل؛ ان تردې چې د مولانا عبدالقادر، ملاتقويم الحق، قلندر مومند… او بيا پرېشان خټک غوندې نورو اوسنيو او سبانيوديجنرېډ  خېل و خټکو ته د پښتني توکم و تاريخ ، ژبې، ادب و فر هنگ د مسخولو  لپاره  يوه تلپا تې  مخبېلگه او لارنقشه  وگرځي!(پرېشان: پښتانه څوک دي؟ ۲ پړک-۷پړوکی)

 

استاد حبيبي ( له تارخ مختصر پرته) او استاد کهزاد – د اېټاليي ماسټر په توگه  بيا  له ډېرې پښتني- افغاني مينې په ناسمو  ژبتوکميزو روايتونو، فيلالوجيو او فولکس اېتېمولوجيو تاريخي څېړنې  تر سيوري لاندې راوستې چې بې ژورې او هراړخيزې کره کتنې ځنې گټه اخستنه ترگټې تاوان ډېر لري، نو له همدې لامله مو ترې په دې کتاب کې په ارت مټ ډېرڅه راوا نخستلای شول.

هرگوره،په تاريخي برخه کې  مو پرغبار او ظفر کاکاخېل ځکه زياته ډډه ولگوله  چې د افغاني تاريخ اډ انه د ساکو او ساکي آرو کوشانيانو، يپتلانو، کابلشاهانو او نورو پر بنسټ ايښې ده. دټولن- توکميز (اېتنو- سوسيولوجيکي) تاريخ  په تړاو راته بيا دانور نوميالي څېړنې  باوري  وبر ېښېدې، او له دې  لامله يې”د پښتنو د ټولنيز تاريخ  مبادي” نومى اثر زموږ په غورو اخځونو کې ټيکاو وموند.

ارواښاد نوميالي هم پر خپل وار د استاد غبار په څېر په ځانگړو هاندو هڅو فلسفي، ټولنپوهنيزې او  توکمپوهنيزې څېړنې له نومهالې مېتودولوجۍ او علمي څېړندود سره برابرې کړې دی. په دې لړ کې  يې ترادبپوهنې، توکمپو هنې اوڅه ناڅه ژبپوهنې پورې له باوري څانگيزو سرچينو څخه په گټه اخستنه د پښتني ټولنې يو په زړه پورې ژب- ټولنيز، او ورسره ور سره لږ و ډېر ژبتوکميز انځور وړاندې کړى او په دې ترڅ کې يې د پښتو – پښتون وبله ټينگه او ترينگه اړوندي ښه ترا زباد لې ده.

له دغو ټولو تاريخي، اتنو لېنگويستيکو او سوسيو- لېنگوېستيکو سرچينو او د ېتاوو آره، زړى او اخځ، لکه څنگه چې په سرکې ورته نغوته وشوه، تاريخي- پرتليزې هندواروپايي او بيا آرياني فېلالوجي جوړوي او په دغه برخه کې تر روستي بريده هڅه شوې چې د هماغو وتليو او نومياليو آريانيستانو پر آثارو او ليدتوگو او بيا د هغو د غوڅو او ټاکندو پايلو پر غورچاڼ ډډه ولگول شي.

په ټوليز ډول په دغه کتاب کې درېگوني آرياني ژبپېرونه (ژبنۍ دورې) په پرله غښتې توگه ترڅېړنې او ځيرنې لاندې نيول شوي او په درېگونو  پېرو کې- زړه ساکي اوبيايې د منځني پېرلوڼې، په تېره تېره خوتن-ساکي چې د منځنۍ  پښتو تر ټولو نژدې خور انگېرل شوې ده.

هرگوره، په هر پېر کې يو خوا له نورو خپلوانو ژبو سره د پښتواړوندۍ  او بلخوا هممهاله له نورو  ټبرونو سره  د پښتنو د تار يخي، جغرافيايي، سياسي، فرهنگي او ټو لنيزې تړاو د زباد او سپيناوي لپاره اړتيا وړ لا سوندونه وړاندې شوي دي.

په څلورم څپرکي کې په ځانگړي ډول دا هڅه شوې چې پښتانه تر سکالو لاندې ونيول شي او د کوشانيانو، يپتلا نو (يفتلانو) او د هغوى د پاتې شونيو آر او رښتيني ساکي سټي پاتوړي (وارثين) او ځايناستي ونو مېرل شي او له دې سره د لرغوني افغانستتان تر بل هر تو کم و ټبر پخوانى او بومي ډېرى (اکثريت) وارزول شي.

د کتاب پايمخ څپرکى مې هم جغرافيايي ژبپوهنې ته ځانگړى کړى او په دې ترڅ کې پښتو گړدودي وېش او د پښتنو د ټبرني وېش تر منځ پرتليزه (نسبي) اړوندي تر څېړنې لاندې راوړې ده. همدا رنگه په دغه برخه کې د يوې هېوادنۍ، ملي او رسمي ژبې په توگه د پښتو د رامنځته کېدنې ربړې هم ځيرل شوې او نومېرل شوې دي.

اووم څپرکىد افغانستان د ژبتوکميز رغښت په يوه لنډ انځور او ژبتوکميزو سکالوو او ستونزو پاى ته رسېدلى دى.

په هره توگه د نورو ياد شويو څېړنو په څېر زما دغه څېړنه هم له ټولو هاندو و هڅو او بيا نويو کرونو سره سره بيا هم له نيمگړتياوو بچېداى نه شي، هغه هم له دې لامله چې په خپل ډول کې يوه گرد سره نوې هڅه او نوې سکالو بلل کېږي او د يوې نوې ليدتوگې پر بنسټ ټيکاو لري.

هيله ده، د راتلونکو ورته څېړنو لپاره يو کوشنى پيليځ هومره وگرځي او د پښتو او پښتنو د آرې او تېر مهال په اړه د نورو څېړونکيو پرمخ څه نا څه نوي څنډونه پرانېزي.

د کتاب تر آر متن وروسته اړوندو لښتليکونو (جدولونو)، انځورونو، او بيا شمېرنو ته ځاى ورکړ شوى او ورپسې بيا پايڅوړ، نومليک، وييليک (لغتنامې)، اخځليک او فو نيميکي لارښود ته.

له دې سره سره ښايي ځينې ځانگړې ژبپوهنيزې، په تېره غږ پوهيزې (فونېتيکي) او آرپوهيزې (اتېمولوجيکي) سکالو وې له اړوندو نومونو (ترمونو = اصطلاحاتو) او بېلابېلو فونېتيکي، فونيميکي او الفبا يي ليکډولونو (سېستمونو) سره د ناڅانگوالو(غير مسلکي) لوستونکيو لپاره دومره د پوهېدنې او سهنې وړ او يا هم له آره گرد سره په زړه پورې نه اوسي او له دې سره يې د مينه والو او گټه اخستونکيو کړۍ هم لنډه تنگه پاتې شي، خو بيا هم کېد اى شي، هر څوک پکې خپل اړتيا وړ توکي او څيزونه ومومي او گټه ترې واخلي.

د  استاد الهام هغه  نغوتنې، گوتنيونې او يا وړانديزونه چې دخپلې سريزي په روستۍ برخه کې يې څرگندکړي،  او همداراز  ما د نورو دوستانو  سپارښتنې او يادښتونه تر وسې وسې د بياکتنو او کمونو، زياتونو او کرونو په لړکې تر غور و ځير لاندې نيولې دي.

د گران تاريخپوه اعظم سيستاني په دغه دويم چاپ کې هغه څېرمه او واړه سرليکونه  راکم کړل چې د ژبو او ادبيا تو د يوه  لوستليکي (درسي کتاب) په توگه، د شاگردانو د ښه تراسهنې لپاره په لمړي اوډون کې  راته وړ نده برېښېدلي ول.

پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار

اکسفورډ، ۵ اپرېل١۵ ٢٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.