د مفکر محمد ګل مومند په حقله، د علامه رشاد څرګندونی

محمد داؤد مومند

513
لیکوال: محمد داؤد مومند

مفکر محمد ګل مومند، د خپلی زمانی یو با خبره، پوه او ځیرک منصبدار وُ، له آګهۍ، پوهی او ځیرکتیا سره یی د ولس درد او خواخوږی هم درلوده او د پښتنو دغو بدو ورځو ته ښه ځیر وُ، ده ډیری شپی د پښتنو د غمخورۍ په فکر کی سبا کړلی او ډیری ورځی د ولس په غم کی لالهانده، پری تیری شولی، پای ته یی وپتییله، هر راز چی کیږی د کم بختو پښتنو د ثقافتی صرافت، سیاسی ویښتابه او اقتصادی نظم، هر کار ته به هرو مرو وردانګی، او څو یی وسه رسی د قام او ولس ماته بیړۍ به د ژغورنی غاړی ته پور وهی.

هر څوک د هر کار تر عهدی نشی وتلای، سترو کارونو ته، ستر همتونه په کار دی، دا مفکر محمد ګل مومند وُ چی د قام ماتی بیړۍ ته یی اوږه ورکړله او خپل توان او قدرت یی د دوی د فرهنګی او اقتصادی ودی ته وقف کړ.

مفکر محمد ګل مومند په فرهنګی برخه کی د قام ژبی (پښتو) ته توجه وکړله – تر ټولو دمخه یی په ۱۳۱۱ ه ش کال کی هغه وخت چی دی دکندهار ولایت رئیس تنظمیه وُ، پښتو انجمن جوړ کړ، د کندهار جریده (طلوع افغان) یی درست پښتو کړه، په خپله یی قلم راواخیست، پښتو سیند (د ۱۳۱۶ ه ش چاپ) یی ولیکه چی تر څلورو زرو زیات پښتو لغتونه په کی معنا شوی وه، د رغونو (تورو) حرکات او سکنات یی  په مخففاتو ښوولی دی.

د مصدرونو په برخه کی یی اشتقاقی تفصیلات هم شته، یعنی د زمانو په لحاظ یی د صیغو اشتقاق ته هم اشاری کړی دی.

د مفکر محمد ګل مومند بله مؤلفه د (د پشتو ژبی لیار، ۱۳۱۷چاپ) نومیږی چی د پښتو ژبی صرف او نحو یی په کی څيړلی ده. ددغه کتاب په دریمه برخه کی یی ۱۵۶۶ مصدرونه د شاوندیو (متأسفانه نظر به بیسوادی خود نتوانستم حروف و کلمات لاتین علامه صاحب را درج کنم) د ویش له مخی راوړی دی. ددی برخی یوه ښیګڼه دا ده چی د هر مصدر، متمم مصدر یی (که په ژبه کی وی) هم راوړی دی لکه د «لیدل» مصدر سره «وینل) او له «کتل» سره «ګورل» او داسی نور… .

مفکر محمد ګل مومند د دغو دواړو کتابونو په لیکدود کی، هم نوښتونه لری مثلا : ت یی ت – ج یی حد یی  د – ر یی ر – نر (ن) یی نر لیکلی دی او د کلمی په مینځ کی زور یی په (ه)  ښولی دی لکه سره (سری)  کتوره یی (کتوری) او داسی نور … .

د مأموریت په په وخت کی چی به مفکر محمد ګل مومند په هر ځای کی وُهلته به د پښتو ژبی او ادب پوهانو، انجمن جوړ وُ، ده په د پښتنو پوهان تشویقول چی په خپلو آثارو، پښتو ژبه غنی کړی (استاد معروفی هم پښتنو پوهانو او نامتو لیکوالو، لکه علامه حبیبی، استاد سیستانی او نورو ته، مماثله توصیه لری- مومند) کتابونه ولیکی- لغتونه راټول کړی او د پښتو ژبی ګرامروڅیړی.

ده غوښتل چی د پښتنو کوچنیانو ته دی تعلیم په پښتو ژبه وشی، ولی چی په بله ژبه کی تعلیم او تحصیل د زده کونکی ډیر وخت نیسی او پر ذهن یی دروندوالی زیاتوی.

مفکر محمد ګل مومند د پښتوالی پر مثبتو رواجونو ټیینګ وُ او پښتانه یی د پښتونوالی د ګټورو دودونو باندی ټینګار ته تشویقول.

د درغل، درواغو او غوړه مالۍ څخه یی ډیره کرکه او نفرت درلود، او ویل به یی چی دا عادتونه او خصلتونه، نه یواځی له دین له پلوه غندل شوی دی بلکه په پښتواله کی هم دغو خصلتونو ته د کرکی او نفرت په سترګه کتل کیږی او د پښتنی فضایلو، له مینځه وړونکی دی.

مفکر محمد ګل مومند چی په خپل ژوند کی څومره سیاسی تقوی، پاک نفسی او له قام او ولس سره خواخوږی درلوده، له نورو خلکو څخه یی هم ددغو فضایلو هیله درلوده او خلک به یی دغو چارو ته تشویقول.

مفکر محمد ګل مومند خورا صریح اللهجه او پر حق ټینګ سړی وُ، والی علی احمد خان چی په مشرقی کی د پاچهۍ اعلان وکړ، محمد ګل مومند په څرګند ډول له دغه اعلان سره مخالفت وکړ، هرڅه تهدیدونه او مجازات چی ورکړل شو، د خپل عزم او هوډ څخه، په میړانه، وانه وښت.

د مفکر محمد ګل مومند، پام د قام او ولس د ځوانانو د تربیی او روزنی په څنګ کی د قام اقتصادی بهبود ته هم اوښتی وُ.

د هندوکش په شمال کی ډیری ستری کاری مځکی، خورا شاړی پرتی وی، اوبه، بی منفعته بهیدلی او شاړی مځکی په ځنګلونو بدلیدل، د سیمی خلکو د کرهڼی په کار کی ځانونه ډیر نه زهیرول، د للمی لپاره ډیر دشتونه او ډاګونه د دوی په واک کی وُ، فقط، یوی «قلبی» او تخم یی له دوی څخه غوښت، نور نو اقلیمی شرایطو (موسمی وریا اوبارانونه) کښتونه ورپخول.

خو په افغانستان کی ځینی سیمی په تیره بیا د پښتنو ټاټوبی داسی وی چی غَلو دانو یی د سیمی خلک نشو تغذیه کولای ، مځکی یی ندرلودی چی وکرل شی، دسیمی خلک، به دی ته اړ وه و چی د مزدوریو دپاره د هندوستان لټو ته ولاړ شی، او غنم او جوار له هندوستانه راوړی.

مفکر محمد ګل مومند، دغه بی مځکی خلک او کوچیان په زاریو او منتونو وروبلل او بی خاونده دولتی مځکی یی د هندوکش په شمال کی پر وویښلی. ده پدی توګه د هندوکش د شمالی برخو، ډیری بی خاونده او بی حاصله مځکی حاصل خیزی کړلی او د وطن بیکاران یی په کار واچول، د نورو له مزدوریو یی راوګرځول او د خپل ملک په ودانۍ وګمارل، د ملک حاصلات یی زیات کړل او د وږی سیمی ولس یی د خپل ملک او هیواد په حاصلاتو ماړه کړل.

مفکر محمد ګل مومند د قره قلی پوستکو انحصاری سوداګری او تجارت د یهودانو له لاسه وکښله، د سیمی خلک یی تجارت ته تشویق کړل، د «رشتیا» او «یووالی» په نومونو یی په مزار شریف او بلخ کی شرکتونه جوړ کړل چی وروسته دغه شرکتونه په خپلو سوداګریو کی ډیرپرمخ ولاړل او د ښو پانګو خاوندان شول.

د رسمی ماموریت تر استعفاء وروسته هم، د محمد ګل مومند ټاټوبی د پښتو ژبی او ادب د پوهانو او حامیانو ټولنځی وُ.

مفکر محمد ګل مومند تر مرګه پوری ( ۱۳۸۳ ه ق) د پښتو له روزنی او د پښتو ژبی له پالنی څخه لاس وانخست. د ورخی به یی د پښتو پالنی او پښتونولۍ تبلیغ کاوه او د شپی به یی د پښتنو د بهبود او سرلوړۍ چرتونه وهل.

زما ښه په یاد دی د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخستلو څلویښتمه کالیزه وه، فخر افغان خان عبدالغفار خان هم کابل ته راغلی وه، د بابر بڼ کی د خوشحال بابا او د رحمن بابا د لیسو ځلمیو زده کوونکو رسم ګذشت ورته وکړ، تر هغی وروسته ملی اټڼونه پیل شول، د خروتو د قام اتڼچیان هم راغلی وه. دوی چی اتڼ کاوه رنګه دستمالونه یی په لاس کی وو او د اتڼ له حرکتونو سره یی سم ښورول.

ننګیالی محمد ګل مومند چی د فخر افغان تر څنګ ناست وُ، د خروټو د اتڼ دا خصوصیت یی خوښ نشو، ناڅاپه ودریدی او پداسی حال کی چی یی خپله لکړه د اتڼ له حرکاتو سره سمه د توری په دود ښورووله او څرخوله، د خروتو اتڼ چیانو ته یی ورږغ کړ:

« وغورځوی دا د پیغلو او میرمنو څپوڼی (دستمالونه) ستاسی پلرونو او نیکونو په اتڼ کی توری ښورولی او تاسی د ښځو په شان رنګه څپوڼی (دستمالونه) ښوروۍ»

محمد ګل مومند په دغو کلونو کی د ګوزن په ناروغۍ مبتلی «مبتلا» وُ، پښو یی ورسره ښه ملګرتوب نه کاوه ، خو بیا هم له همدی ناروغی سره یی د تورو سره د ملی اتن حرکتونه د پښتنو ځوانانو د روزنی په خاطر تمثیل کړل.

محمد ګل مومند او پاچا خان دواړه اوس په موږ کی نشته ، د پشتنو لښکر بی قافلی شوی دی، او قافله هم، سالار نلری، زه اټکل کوم، ددی بی سالاری قافلی، خطرناکی راتلونکی ته به دواړه لار ښوونکی هیس او حیران پاتی وی او په ډیر حسرت سره به دغو شلو لارو روانو پښتنو ته ګوری.

تبصره: علامه رشاد که در ردیف علامه حبیبی یکی از مفاخر بزرګ علمی تاریخ معاصر افغانستان شناخته میشود و خود یک مفکر است، و بیشتر از یکصد و سی اثر دارد، با شناخت و درک عمیقی که از شخصیت علمی و ادبی و ثقافتی و سیاسی محمد گل مومند دارد، ایشان را به نام یک «مفکر» یاد میکنند، نه وزیر.

ثانیاً پیشگویی علامه صاحب در فقدان زعماء بزرگ فوق الذکر، به حقیقت پیوست، و سقاوی دوم و سوم بر کشور مستولی گشت.

قابل تذکر میدانم که حکومت وقت،  از ورود علامه صاحب رشاد به حیث نمایندۀ حرکت ویښ زلمیان، در دورۀ هشت شوری جلوګیری به عمل آورد.

روحش قرین مراحم ایزیدی باد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.