وېل: د نجونو زدکړې په اسلام کې نشته

عبدالغفور لېوال

337
وېل: د نجونو زدکړې په اسلام کې نشته!
دونیا راوخښمېده، استدلال وشو، ټولو رد کړه.
وارخطا شول، وېل: نه په اسلام کې شته، خو د افغانانو په فرهنګ کې نشته.
د دې درواغو د ډوبولو لپاره بیا تاریخي- فرهنګي مستند دلایل لکه سمندر په څپو راغلل، په اسیا کې یو له لومړنیو هېوادو افغانستان و، چې د ښځو نهضت يې له خپلواکۍ سره هممهاله وځلاوه او نجونو یې ښوونځیو ته لار وایسته. د ښارمېشتو لکونو نجونو عکسونه خپاره شول، د هغوی اوښکې، ژړاګانې او چیغې خپرې شوې، چې: موږ ښوونځي غواړو…
بیا چې ځانونه ورته درواغجن وبرېښېدل، نو دا ډمامه یې رامخکې کړه، چې: دا خو څو ښارینۍ نجونې دي، په کلیو کې یې خلک نه غواړي.
ناڅاپه د پکتیکا یا خوست هاغه وطني سپین ږیری د ژبو پرسر شو، چې خپلې دوه – درې لوڼې به یې هرسهار په بایسکل لس دولس کیلومتره لرې ښوونځي ته رسولې او دا کار یې لکه فرض لمونځ داسې کاوه.
بدخشان د څپاندې کوکچې په ژبه وویل: ان د کلیو اتیا سلنه نجونې یې هم زدکړې کوي او د نالوستیو ښځو شمېره په کې په نشت شمار ده، نه پوهېږم بدخشان په افغانستان کې شمېري که نه؟ دا ولایت کلیوال، بېوزلی او لرې پروت دی که نه دی؟ د غور و فاریاب و ننګرهار و لغمان نجونې خو یې لا مه پوښته.
دا عکس وګورئ!
دا غرونه، دا ښکلی کلی او د دې معصومو، باغروره او پیاوړو انسانانو عظمت ته ځير شئ!
دا عکس درته وايي: نه د افغانانو دین او نه هم د افغانستان فرهنګ، یو هم د نجونو د زدکړو مخالف نه دی. دا درواغجنه دعوه له بهره راغلې، راوستل شوې ده، راتپل شوې ده، زموږ نه ده، ښکېلاکي ده، استخباراتي ده، پاکیستاني- انګریزي ده.
عکس وګورئ، اوښکې مه تویوئ، غږ پورته کړئ او اراده مو پیاوړې وساتئ!
دین و فرهنګ د خلکو ارزښتونه دي، په دین و فرهنګ د تور تهمت پورې کول د افغانستان له ارزښتونو سره ښکاره دوښمني ده!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.