د ښځو د ویښتو تویېدنه: لاملونه او د درملنې میتودونه

385
4 ساعتونه مخکې

ولې زما ویښتان تویېږي؟ ایا د ویښتو تویېدل به ودریږي یا به زما ټول ویښتان توی شي او زه باید د ویښتو خولۍ پر سر کړم؟ د ډېرو مېرمنو وېښتان لنډمهاله تويېږي.

د ډېرو هغو مېرمنو له پاره چې د وېښتانو له تویېدو څخه رنځ وړي، یو ښه خبر دی او هغه دا چې د ښځو ویښتان ډېر وخت بېرته وده کوي. په برلین کې د ویښتانو او جلدي ناروغیو متخصص اندریاس فینر وايي: «بشپړتویېدنه د نارینه وو ستونزه ده او معمولا د تندي له دوه اړخونو پیل کیږي.»

په المان کې نږدې دریمه برخه مېرمنې د خپل ژوند په اوږدو کې د ویښتو له تويېدو سره مخ دي. په مېرمنو کې د ویښتو تویېدل معمولاً د سر په دواړو خواو کې د ویښتو کمیدو لامل کیږي. دا تش په نامه د ویښتو له لاسه ورکول دي.

فینر وايي: «دا ډول تویدنه ممکن مېرمنې د ۳۰ کلنۍ په لومړیو کلونو کې تجربه کړي او ډېره اغېزه ورباندې وکړي، مګر ډېر وختونه بیا ودریږي. دا مهمه ده چې لامل یې پیدا شي.»

د ویښتو تویېدل کله جدي کیږي؟

د ویښتو تویېدل په بشپړه توګه عادي خبره ده: ټولې مېرمنې هره ورځ له ۶۰ څخه تر ۱۰۰ پورې ویښتان له لاسه ورکوي. په نارینه وو کې، دا اندازه یو څه کمه ده. هرکله چې تاسو ویښتان له لاسه ورکړئ، د فولیکونو څخه نوي ویښتان وده کوي. د فولیکول عمر له دوو څخه تر اوو کلونو پورې دی. بیا یو نوی فولیکول رامینځته کیږي چې له هغې څخه نوي ویښتان وده کوي. د دې وخت په جریان کې، ویښتان په میاشت کې شاوخوا یو سانتي متر وده کوي.

د ویښتو وده په جنیتکي فکتورونو پورې اړه لري. که چیرې اوږده موده د يو چا وېښتان په ورځ کې تر۱۰۰زيات تويېږي، سپارښتنه کیږي چې یو متخصص مراجعه وکړي. د ویښتو او پوستکي ډیر متخصصین په دې برخه کې مشورې ورکوي، مګر د ویښتو متخصصین او انلاین مشورې هم شته.

د ویښتو د تویېدو لاملونه

فینر وايي چې ډېر وختونه د میرمنو ویښتان د هورموني اختلالاتو له امله رامینځته کیږي. ډیر نارینه هورمونونه په تخمدان کې تولیدیږي او اسټروجن چې د ویښتو د ودې لامل کیږي، کمیږي. په ځوانو مېرمنو کې د ویښتو کمېدل د پلی کیسټیک تخمدان سنډروم (PCOS) له امله رامینځته کیدی شي. په دې حالت کې، بدن ډیر ټسټورسټرون تولیدوي.

د ویښتانو د تویېدو نور احتمالي لاملونه د تیروییډ غدې ناروغۍ، ځینې خاص درمل، مزمنې ناروغۍ او همدارنګه د ایمني ناروغۍ هم کیدای شي. د ایمني ناروغي د سر د یوې برخې د «الوپسیا اره اتا» یا د سر د ګونګوالي لامل کیږي، او د سر په ځینو برخو کې ویښتان د کوچنیو حلقو په بڼه راوتلي.

د مغذي موادو نشتوالی هم د ویښتو د تویېدو لامل کیدی شي. ځینې  ویټامینونه لکه ویټامین بي ۱۲ یا ویټامین ډي یا نادر عناصر لکه جست او سلنیم مهم رول لوبوي. د خوړو رژیم کې بدلون او مناسبه تغذیه کولی شي د دې موادو نشتوالی جبران کړي.

د مایکروسکوپ معاینه

د وینې د معاینې په مرسته، دا ممکنه ده چې په بدن کې د موادو نشتوالی ومومئ. د دې له پاره، ډاکټران د سر پوست هم د ځانګړي مایکروسکوپ لاندې ساتي. فینر وايي: «زه د دې مایکروسکوپ سره ګورم چې ویښتان څومره اوږده دي او د ویښتو تویول څومره فعال دي.»

هغه زیاتوي: «وروسته زه په احتیاط سره ویښتان راوباسم ترڅو معلومه کړم چې دا یوازې د سر په لومړۍ برخه کې رول لري یا د ټول سرپه برخه کې.»

د پوستکي او وېښتانو د ناروغیو دغه متخصص په دې اړه داسې وايي: «د ځانګړي مایکروسکوپ یا تریکوسکوپ په مرسته زه وینم چې سر څنګه ښکاري او ویښتان څومره نازک دي. ایا د معمول په څیر د هر سوري څخه درې تاره ویښتان راوتلي، یا یوازې یو ویښته له هر سوري څخه راوتلی او پاتې نور یې له مینځه ځي؟»

که داسې وي، دا د اندروژنیک نښه ده او په تدریج سره د ویښتانو شمیر کمیږي.

د کورنۍ د نورو غړو په منځ کې د ویښتو تویېدل؟

که د ویښتو تویېدل جنیتیکي اصل ولري، دا د انډروجنیټیک الوپسي په نوم یادیږي. که څوک د خپلې کورنۍ د غړو په منځ کې د ویښتو له لاسه ورکولو سره مخ وي، نو سپارښتنه کیږي چې د ژر تشخیص له پاره یو متخصص وګوري: «د مایکروسکوپ په مرسته، یو متخصص کولی شي هغه بدلونونه کشف کړي چې یو څوک یې خپله د شیشې په وړاندې نه شي لیدلی، وروسته بیا دا د مخنیوي اقدام په توګه د تنتور سره درملنه کیدی شي.»

اوسنۍ عامه درملنه ماینوکسیدیل ده. په اصل کې د لوړ فشار د درملنې له پاره کارول کیده، دا درمل اوس د ویښتو د ضایع کیدو له پاره تصویب شوي. دا درمل هغه وخت کارول کیږي کله چې د ویښتو تویېدل پیل شوي وي، مګر دا د مخنیوي له پاره هم کارول کیږي، که چیرې شک وي چې د ویښتو تویېدل پیل شوي. دا درمل باید هره ورځ او اوږد مهاله په سر کې وکارول شي. د دې وسیلې په واسطه، د وینې رګونه د سر په ساحه کې د وینې جریان پراخوي او ښه کوي، او د ویښتو فولیکونو په زیاتوالي کې مرسته او اغیزه کوي.

د ویښتو د تویېدو بله بڼه د الوپسی اسکار ده. په دې حالت کې، د ویښتو فولیکولونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي چې نور ویښتان به وده ونه کړي. ښځې له دې څخه د نارینه او ماشومانو په څیر اغیزمن کیږي.

دا د ویښتو دا ډول تویېدل جینیتکي نه دي او د ایمني ناروغي ده. د معافیت سیسټم د بدن د فولیکولونو پر وړاندې عمل کوي او په دې توګه د پړسوب لامل کیږي چې فولیکولونه په بشپړ ډول له مینځه وړي.

په ځینو خاصو شرایطو کې د ویښتو تویېدل

امیندواري کولی شي پر ویښتو اغیزه ولري ځکه چې په دې دوره کې هورموني توازن بدلیږي. مګر د ماشوم له زیږون وروسته، هورمونونه یو ځل بیا خپل ځان تنظیموي او د ویښتو تویېدل ممکن ډیر شي، مګر د اندیښنې له پاره هیڅ دلیل نشته، ځکه چې دا لنډمهاله کیدی شي.

په نارینه او ښځو وو کې ستونزمن جراحي عملیات هم د ویښتو د تویېدو لامل کیدی شي. جراحي او د هغې له امله رامینځته شوی فشار کولی شي د ویښتو فولیکولونو لویه برخه وروستي پړاو یا تلوژن ته ننوځي.

دا د طبیعي ویښتو په دوره کې د آرام موده ده. د دې دورې په جریان کې، ویښتان غیر فعال دي او نور وده نه کوي. متخصصین وايي چې د ویښتو تویېدل د بېهوشۍ او ځینو درملو سره تړاو لري چې د جراحي په جریان کې وړاندیز شوي او اغیز به یې وروسته د پام وړ وي.

ایا دا پر روان اغیزه کوي؟

په مېرمنو کې د ویښتو له لاسه ورکولو رواني زیان اکثرا د نارینه وو په پرتله ډیر وي. فینر وايي، د ویښتو له لاسه ورکول په ښځو کې یو ستره ویره ده. د هغه په وینا: «دا د ناروغۍ نښه ده، ښځې د کمترۍ احساس کوي. ویښتان د قوي والي، ښکلا او ځوانۍ یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه دي.»

دا د ډېرو مېرمنو له پاره ستونزمن کار دی چې د ویښتو د تویېدو په اړه خبرې وکړي. دا موضوع ممنوع ګڼل کیږي.

د جادویي درملو انتظار

د ټولو څیړنو سره چې ترسره شوي، لا تر اوسه د ویښتو له لاسه ورکولو له پاره هیڅ معجزه درمل نشته او شاید دا به وخت ونیسي. مګر لږ ترلږه د سر د ویښتو د تویېدو په اړه څیړنه بریالۍ شوې.

یو درمل چې په اصل کې د ګډ روماتیزم درملنې له پاره رامینځته شوی و اوس د سر د ویښتو د توییدو درملنې له پاره تصویب شوی. دا درمل په عمده توګه د ایمنی ناروغیو له پاره کارول کیږي چې د سر په ساحه کې د ویښتو ضایع شامل دي.

دا درمل د هغو ناروغانو له پاره توصیه کیږي چې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰٪ څخه ډیر ویښتان لري. مګر دا درمل لوړه بیه لري. د فینر په وینا: «د دوی بیه په میاشت کې شاوخوا ۱۰۰۰ یورو ده.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.