دیوالونه او رنګونه

سید شاه سعود

246

مونږه له خاورو ساز شوي کچه دیوالونه په ډیړو لږو پیسو او کمه خرچه رنکوو . چې له بازاره د سلو روپو چونه راوړو رانه پکې پاتې هم شي . اوس که څوک وغواړي چې له فرانسه یا له المانه یو لوی منلی شوی آرټسټ راولي او په دیوال ورته نقاشي وکړي نو په دې خو لکونه او کرورونه روپئ مصرف راځي . اوس
نو باید اول ورته دا کچه دیوال وران کړي او ددې پر ځای داسې پوخ دیوال له داسې مضبوطو میټیریلو ساز کړي چې ډیر دوام ولري او د دې هنر مند هنر په خپله سینه تر ډیره وخته وساتي . زمونږ ادب سره هم دغه شانته یوه کېسه روانه ده .د جورنالزم په کچه دیوالونو ستر ادبي هنري شهکارونه نه سازېږي . د سوشل میډیا په دیوال لایکونه لیکوال بی لارې کوي . اډب جمهوري عمل نه دی . ادب تلپاتې جمالیاتي تصویرونه لري . یو یو ناول لس لس کاله اځلي بیا ناول شي . یو یو شعر له ځانه چاپیره د علم بیان او بدیع نه واخله تر ما بعد جديدی نظریاتو پورې ډیر څه راټول کړي هله شعر شي ‌
وهمي زوړ شو . ژوند يې شعرونو ته وقف کړو . او دا‌دی اوس يې کلونه پس د ملګرو په فرمایشونو او بیا بیا هسولو خپل کتاب چاپ کړو . چې ورته ووایم ” یا لکه وهمي جانه ! واده ولی نه کوې ؟ ” نو لنډ ځواب راکړي … نه نه سعوده یاره ! داسې خبرې به راته نه کوې . واده اسان کار نه دی . لویه ذمواري ده . واده نه کوم ….. وهمي يې راته و نه واي خو زه يې واورم چې ( سعود جانه ما خپل ژوند شاعرئ ټه وقف کړی دی . چې واده وکړم شاعري به رانه پاتې شي ) . ما شعر سره دومره لیونئ مینه د چا نده لیدلې . او بیا چې کتاب يې چاپولو نو یو ناڅاپه خپل شعر سره ظالم شو په سوونو شعرونه يې منسوځ کرل او هنر سره تړلی هر درد يې وزغملو . ما يې چې کتاب لوستلو نو یوې عجبې خبرې ته مې پام شو . هغه دا چې
ځینې لغات ځانله هم تر شعره کم نه وي . له جذباتو او احساساتو ډک وي … لکه مور …. یا ….ماشوم …. او یا …. وطن …. چې د مور ټکی واورم یو عجیبه احساس راباندې خور شي . سترګې مې نمجنې شي . نو د مور دا یو ټکی ځانته دومره جمالیات لري که دا ټکې شعر کې استعمال نه کرې ځانله هم تر شعره کم نه دی … دغه شانته چې د وطن ټکی واورم زړه مې یو درز نعری کړي … نو له داسې لغاتو شعر سازول اسان کار دی . وهمي بیا له داسې لغاتو شعرونه ساز کړي چې هیڅ جمالیات نه لري لکه …. تیزاب …. کنډه تار ….. چهترئ …. ډډوزه ….. اوسپنه . او نور . د هنرمند خو کمال هم دا وي چې له غیر جمالیاتي شیانو جمالیات ساز کړي لکه سنګتراش چې له خنډوخارې ډبرې یو ښکلی ګلدان سازوي .
کامل ذات یو د الله دی . شاعر که ډیر هم تکړه وي بیا هم سل عیبه لري . وهمی يې هم لري کله پرې د اورکزو لحجه غالبه شي کله قافیه کې ” سوداګر ” او ” اذر ” سره ” نظر ” او ” پرهر ” وتړي او کله ښځینه ” کرښه ” نارینه ( مذکره ) کړي . کیدی شي دا هر څه يې قصدن کړي وي ځکه چې د ډیکنسټرکشن ( رد تشکیل ) یوه لاره د ځینو نوښتګرو ملګرو په خیال په بغاوت هم تمامیږي . مګر موږ ادبي تنقید ته د ما بعد جدیدیت تر سیوري لاندې د ساینټیفک کیدلو دومره اجازت نشو ورکولی چی یو نقاد دې د لسو کسانو ليبارټرئ کې معاینه یا ټسټ وکړي چي د ډوپامین ( مغز یا دماغ نه خارج شوی یو کیمیائي مرکپ چې خوښي او خوشحالي پیدا کوي ) د اخراچ لیول يې څومره دی بیا دې په دوئ زما د شاعرئ کتاب ولولي او د ډوپامینو لیول دې معلوم کړي . بیا دې په دوئ د وهمي کتاب ولولي او ډوپامین دې تسټ کړي . او بیا دې په دې اساس فیصله وکړي چې د چا د کتاب په لوستلو ډیر ډوپامین خارج شوي هغه ښه شاعر دی .
خپلې خبرې د وهمي په دې شعر ختموم چې

وی مې نغښتې ښه ېم تا سره څادر کی پټ
وی يې ځان درنه رانغاړم وی مې نئي نئي نئي
_____________________

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.