ناهیلې ناوې

260

له تناره شین لوګی پورته شو،شیرګل کاکا په خپلې ښځې ورغږ کړ!
یه ښځې بلا دې واخلم
که دې وړه کم لانده کړي وي درزیات یې کړه چې غرمې ته دې خیښان راځي؟
د شیرګل اکا میرمن چې د تناره په شنه تریخ دود کې یې سترګې تنګې کړې وې له دوده بیرون راووته،د پلو پیڅکه یې په سترګو تیره کړه ویې ویل:
دا بلا وهلي لرګي شنه دي دود یې زیات دی سترګې یې راترخې کړې.
بیا یې زیاته کړه:
ای سړیه کوم خیښان مو راځي؟
شیرګل اکا په بریتو لاس تیر کړ وایي دا مو نوي خیښان دي د زرلښتې مورې!
نو ای سړیه کوم نوي خیښان؟
شیرګل اکا وخندل وایي ساده ګلې خبره نه یې چې زرلښته مې ورکړه؟
آآآه دا څه وایي سړیه؟
چاته؟
کله؟
ولې؟
سړیه ټوکې مکوه او بیا داسې بې چوکاټه ټوکه او خبره؟
د زرلښتې مورې ته څومره ساده یې؟
زرلښته مې ورکړه زه درته پښتو وایم بې له هغې مو یو چاته ورکوله نو څه وشو که اوس مې ورکړه؟
خور و لور د ورکړې شی ندی؟
د زرلښتې مور د پښو په څوکو کیناسته سر پرې وګرځید، چوپ شوه تر لږ ځنډ وروسته راپورته شوه..
سړیه که ریښتیا وایې نو ډیر بد دې وکړل او بیخي ډیر..
غږ یې ژړړغونی شو او په غرېوونیولي غږ یې وویل:
لږترلږه خو به دې ماته هم ویلي وای؟
اخر زما هم لور ده،دومره حق خو مې درلود؟
او بیا زرلښته پر موږ څه بوج وه لا یې د لسم کال شپې هم ندي پوره؟
ولې سړیه؟
ولې؟
د زرلښتې مورې خبرې دې زیاتې شوې دومره حوصله نشته هغه زما لور ده او زما خوښه ده چې چاته یې ورکوم او څه وخت یې ورکوم؟
موږ پښتانه یو او پښتنو کې د لور د ورکړې او نه ورکړې حق د پلار وي.
او بیا ما کومه په چوک خرڅه کړې ده او یا مې کوم بدو خلکو ته ورکړې ده خو د علاقدار مامد خان زوی ته مې ورکړه.
بد سړی ندی که بد سړی وای دوه نورې ښځې هم لري هغه به ګنې د چا لوڼې نه وي؟
ښه پیسه دار او نامدار خلک دي..
د زرلښتې مور په چغه وویل څه څه څه؟
دوه نورې ښځې؟
ای سړیه دا څه اورم؟
په هوش یې؟
ای خدایا دا څه اورم؟
د زرلښتې پلار دا ځل په تریخ انداز د زرلښتې مور ته وویل بس!
بیخي ډیر شو که دې بله خبره وکړه ګیله دې بیا له ځانه!!
د تناره دود ختم شوی او تیار دی چې ډوډۍ پکې پخه شي خو د زرلښتې مور داسې خبر اوریدلی چې څلویښت کاله یې خپله ددغې خبر جبر کښلی نو ځکه یې ګرم تنور له یاده وتلی دی.
له بیرونه غږ شو شیرګله راوځه څه شوې؟
هغه ووت،د زرلښتې مور لاسونه ولګول پورته شوه او تناره ته ودرېده..
د کور د غره اړخ ته له ورماتې دروازې زرلښته او بزې یو ځای راننوتې،زرلښتې بزې په چوپال کې خوندي کړې،ستړې ستړې یې په دیوسه له خاورین منګي سر راکوږ کړ او ځان یې په اوبو موړ کړ..
ورپسې یې یوه لپه اوبه مخ ته واچولې او په منډه یې د مور خواته ځان راورساوه.
مور یې د زرلښتې په لیدو لکه د تناره ګرمه ډوډۍ د ځان په اور سوځي او راتویدونکې اوښکې یې پښتنه ټولنه کې د ښځې د حیثیت او ارزښت ژباړه کوي.
زرلښته د معمول خلاف د مور خاموشۍ ته حیرانۍ واخیسته ځکه نورې ورځې چې زرلښته له غره یا صحرا څخه کور ته راتله مور یې ناز ورکاوه،ښکلوله یې د زرلښتې لپاره یې د ورور دعا غوښته، د زرلښتې لپاره یې د خوراک څه تیارول خو نن هیڅ هم نشته..
زرلښته د تناره غاړې ته خاموشه ودرېده ویې لیدل چې اوښکې تویوي زرلښته نه پوهیږي اخر مې مور ولې؟
مور یې نه غوښتل د زرلښتې معصومه چهره،خپله بې وسي او د شیرګل جهالت باندې فکر وکړي خو زرلښتې په عاجزانه انداز وویل مورې؟
لکه چې بیا مې پلار وهلې یې؟
د زرلښتې مور هیڅ راونه کتل..
زرلښته ولاړه د نغري غاړې ته د نیمه سیوري دیوال ته تکیه شوه، دواړه لاسونه یې زنې ته ولګول او کیناسته خو صبر یې ونشو بیا راغله وایي مورې په کوم ځای یې وهلې یې چې ژاړې؟
د زرلښتې مور د زرلښتې په دې خبره خپل سکوت مات کړ او له اوښکو سره سره یې لکه په ژوندینه د زرلښتې په جنازه وژړل.
زرلښته یې کلکه په سینې پورې نیولې وه او په سلګو او یوه لحظه ژړا یې د زړه درد سپک کړ..
زرلښته یې ښکل کړه وایي نه لورې، پلار دې نه یم وهلې فقط خپلې بېوسۍ او ناکسۍ ته ژاړم.
کاش چې یو ورور خو دې درلودای.
زرلښته چې لا په دې کیسو نده خبره،کیناسته مور یې ورته مړۍ ډوډۍ ورکړه او نوره بیرون ووته..
د تناره ډوډۍ سوځیدلي او سره ګډې وډې دي.
شیرګل اکا راننوت زرلښته یې له لاسه نیولې وه وایي ښځې یو جوړه پاک کالي ورواغونده او کور کې یې وساته چې بیرون راونه وځي..
زرلښتې وویل:
پلارجانه ښار ته ماما کره ځو؟
هو زرلښتې کالي واغونده او چې بیرون راونه وځې.
میلمه خونه له خلکو ډکه شوه،شیرګل اکا له خپل ګاونډه معلم شریف ته هم ورغږ کړ او په مسله یې پوه کړ، معلم شریف شیرګل ته وویل شیرګله:
زرلښته خو د لوبو ماشومه وه لا لږ عجله دې ونکړه؟
شیرګل وویل معلمه زه او کار سره پوهیږو.
معلم شریف غلی شو خو خپلو دوه لور او اینګور ته یې وویل:
ورشئ او د شیرګل له ښځې سره مرسته وکړئ میلمانه پرې راګڼ شول..
هغوی ورغلې چې د زرلشتې مور زرلشتې ته کالي بدلول او ژړل یې هغوی پوه شوې چې د هغې له سلا پرته دا کار شوی خو ډیرې پوښتنې یې ونکړې.
زرلښتې کالي واغوستل او په یوه منډه له کوره خوښه او په مستیو ووته…
ښه ساعت بعد زرلښته له یو درجن کوچنیانو سره بیرته راغله د مور غیږې ته یې ځان راورساوه وایي مورې مورې دا کوچنیان وایي ته یې ورکړې یې؟
مور یې هغه راونیوله او غوښتل یې چې بیا په ژړا او فریاد زړه سپک کړي خو ویې کتل چې شیرګل اکا راننوت..
وایي نه نه لورې چا دروغ ویلي تا نه ورکوو،پلار ته خو ته د زړه له سره تیره یې تا چرته ورکوي؟
شیرګل اکا وویل:
دا کیسه دې بنده کړه ډوډۍ څنګه شوه؟
بس تیاره ده سړیه
هله نو دسترخوان تیار کړئ
سمه ده سړیه…
د زرلښتې مور او له ګاونډه مرستې ته راغلې ښځې د زرلښتې د مور په خفګان خواشیني دي خو هیڅ یې له لاسه نه کیږي.
ډوډۍ وخوړل شوه،لاس پورته شو او د مسجد له مخې د زرلښتې د نوي خاوند شپاړس کلن زوی د پلار د دریمې کوژدنې په خوښۍ کې په دوه شریده کارتوسو چې له ګردنۍ یې راوویستل د ارام طبیعت او کایناتو خاموشي په بدرنګو غږونو ولړله.
د زرلښتې مور اوس سل سلنه ومنله چې همدا ټکان یې د زرلښتې د جدایي اسناد ورټاپه کړل او زرلښته د بل چا شوه.
له ډزو سره زرلښتې په ځغاسته د مور غیږې ته ځان راورساوه او ترهیدلې وه وایي مورې دا ډزې ولې کیږي؟
مور یې وویل لورې:
دا ډزې د یوې معصومې او مظلومې بې وسه مور څخه د هغې د زړه د غوښو د جدایي په خوښۍ کې کیږي.
زرلښته کوچنۍ وه پوهه نشوه..
اوس هر څه بې ګټې دي که د زرلښتې مور هر څومره ژړا فریاد وکړي ځای نه نیسي خو دا ده چې د زرلښتې مور د زړه په داسې رنځ اخته شوه چې د نړۍ هیڅ طبیب یې د علاج ندی هغه ناروغي ته د ” اولاد درد و غم” وایي.
مازدیګر خلک خواره شول،میلمانه هم ولاړل خو کلي کې ځینې خلک د شیرګل له دې کاره خوښ نه و.

اوس کلونه ووتل چې زرلښته پیغله شوه خو زرلښته د کلي په ګودر د کلیوالو نجونو له خبرو او پېغوره ځوریږي،مور یې د یوازینۍ لور زرلښتې دا حالات لیده ځکه یې د زرلښتې له ورکړې تر اوسه روغه ورځ نه ده لیدلې او د ناروغۍ په بستر پرته ده.
زرلښته د پلار له پریکړې ناخوښه وه خو هیڅ یې نشوای کولای نو ځکه یې هر څه ته غاړه کیښوده.
اوولس کلنه زرلښته شاوخوا پنځوس کلن سړي ته واده شوه،شیرګل نولس لکه جیب ته کړې او د زرلښتې مور د رنځ په بستر یو ګام نوره هم د مرګ غیږې ته نزدې شوه.
ناهیلې ناوې سره ډیر زر خپلو بنو د خاوند په تقسیم او د کارونو په ویش ضرب الاجل وټاکو او د زرلښتې د بدبخته ژوند د زاوال لمر راپورته شو.
د نویمې ورځې د سهار خړه لا هم د غرونو له لمنو نه وه ورټوله چې کلي کې ویر ژړا او انکولا شوه..
زه کمکی وم، پلار مې وویل ته ورشه زویه څه کیسه ده؟
زه ورغلم ومې کتل چې علاقدار مامدخان زوی یې او څه نور وسله وال هم ورسره دي شیرګل اکا ته وایي راشه لور دې ځانوژنه کړې ده هغه راوړه او موږ ته زموږ پیسې راوپس کړه..
معلم شریف د شیرګل ملاتړ کاوه او علاقدار ته یې ویل تاسو انسانان یاست که وحشیان؟
دومره نامسلماني څوک نکوي لمړی به د مړي غم وکړو بیا به وروسته دا خبره سپینه کړو.
معلم شریف ډیر ستړی شو او ویل یې دا کار نه پښتنو کې شوی او نه اسلام کې لکه تاسو چې راخیستی خو شیرګل بې وسه دی څوک نلري ځکه؟
معلم شریف زیاته کړه دا بدبخت انسان ته خو ما هغه وخت هم وویل چې شیرګله خطا وتې خو نن سبا سړی چاته ښه خبره هم نشي کولای.
علاقدار معلم شریف ته وویل:
معلمه ته ځان مه مدعي کوه
معلم شریف هغوی ته قناعت ورکړ، موضوع یې سړه کړه چې د معلم شریف لور راغږ کړ پلاره پلاره د زرلښتې مور مړه شوه..
معلم شریف علاقدار ته وویل:
علاقدار صیب همدا به مو غوښتل؟
لنډه دا چې زرلښتې او مور یې تر مرګه هم جدا نشوې او څنګ په څنګ یې د مور و لور اړیکه وپاللله
شیرګل د خپلو دوه کوچنیو لوڼو او یو زوی سره د یوه بدبخته ژوند ماسیوا بل څه ځانته پرینښودل.
څو ورځې بعد د پښتون کلتور د بد دود له مخې علاقدار مامدخان د جرګې په منځګړتوب له شیرګله د یو اندازه پیسو په بدل مځکه واخیسته خو د زرلښتې د بې ګناهۍ لپاره چا آه قدرې هم له خولې ونه ویست،زرلښتې د خپلې ځانوژنې یا وژنې راز او علت له ځانه سره یووړ.
د زرلښتې ماماګانو د زرلښتې خویندې او ورور ښار ته بوتلل.
او شیرګل چې کلي کې له خپل یوه ورور څخه هم جلا و له خپلې بیوسۍ رنځیدو او ومړ….!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.