د هیندارې ښکلا

ښکلا نور

704

یو وخت په یو وړکي کلي کې د هیندارې په نوم یوه ښکلي نجلۍ اوسیده، یوه ورځ يې پریکړه وکړه چې له پلار سره به غره ته ځي او د خپلې ښکلې غوا لپاره به د واښو په راټولو کې ورسره مرسته کوي.
پلار يې هم خبره ومنله او له هغه سره د غره په لور روانه شوه، هيندارې به پلار ته کتل چې په لور باندې واښه ريبي، دې به په دوو لاسونو کې لږ لږ واښه راخيستل او په يو ځای کې بې غونډول. د هيندارې د واښو د راټولو په وخت کې يو ښکلي شاپرک ته پام شو چې په بېلابېلو بوټو کيني او بيا پورته کېږي. هغې په شاپرک پسې منډه کړه، پسې تله تله تله تله اخر شاپرک ترې ناڅاپه ورک شو. په دې وخت کې د هندارې پام شو چې له پلاره ډېره راغلې ده او لاره یې ورکه کړي ده. شا وخوا یې وکتل، يوازې تورې وني يې ليدې، تياره ورو ورو په غره خورېده. د هیندارې زړه په درزېدو شو، په ژړا شوه، له وېرې يې ټول بدن لړزيده، ونې ورته د بلاګانو په شان ښکارېدې، لکه په دې پسې چې ورو ورو قدم را اخلي او رانيسې يې. له دې سره يې نااشنا غږونه هم غوږونو ته راتلل.
هغه په تور ځنګل کې د تورو ونو په منځ کې ورو ورو روانه وه چې په يوه عجيبه رڼا يې سترګې ولګيدې، ورو ورو د هغې په لور ورروانه شوه، چې ورنږدې شوه، ګورې چې يوه ښکلې ماڼې ده، چاپېره ترې رنګارنګ ګلونه لګيدلي دي. هغې په درزيدلي زړه د ماڼی دروازه وټکوله، له ماڼی نه یوه ښکلې نجلۍ راووته. عجيبه نجلۍ وه، وزرې يې هم درلودې، نه نه نه، نجلۍ نه وه ښاپيرۍ وه، هماغه ښاپیرۍ چې هيندارې د نياجانې په ډېرو کیسو کې ليدلې وه.
ښاپیرۍ په مهربانه اواز له هيندارې پوښتنه وکړه:
ـ ته څوک یې؟
هندارې ورته په لړزيدلي غږ د خپل ځان د ورکېدو کېسه وکړه.
ښاپیرۍ له موسکا په ډکه خوله ورته وویل:
ـ که غواړې ماڼی ته دننه شې، لومړۍ باید زما پوښتني ته ځواب راکړي!
هیندارې يوازې سر وښوراوه.
ښاپیرۍ ورته وویل:
ـ نجلۍ په څو تورو لیکل کېږي؟
هیندارې ته خپل ښوونځی ور په یاد شو، چې دې د نجلۍ نوم یې پکې زده کړی و.
هیندارې له لږ ځنډ وروسته چې شونډې يې سره خوځولې ځواب ورکړ.
ـ په څلورو تورو لیکل کېږي. (ن ج ل ۍ)
ښاپیری هیندارې ته افرین وویل، او زر يې د ماڼۍ دروازه ورته پرانېسته. هينداره چې مانۍ ته وردننه شوه، ګورې چې ماڼۍ ډېره لویه او ښکلي ده، خو له هيندارې سره دا تلوسه پيدا شوه چې کاش ما هم د ښاپيرۍ په شان وزرې درلودای، چې د غرونو او سیندونو په سر الوتلې وای. د هیندارې زړه صبر و نه کړ او خپله هیله يې له ښاپیرۍ سره شریکه کړه.
ښاپیرۍ ورته وویل:
ـ که غواړې خپلو هیلو ته ورسیږې، باید د کتاب ملګرې واوسې او تل ښوونځي ته په وخت لاړه شې!
په ماڼۍ کې له خوندورو لوبو وروسته هیندارې ته خپله کورنۍ وریاده شوه او له ښاپیرۍ نه یې غوښتنه وکړه چې کور ته یې بوزي. ښاپیرۍ د هغې په سترګو خپلې پستې ګوتې ورکېښودې او سترګې يې ورپټې کړې. هيندارې چې کله خپلې سترګې وغړولې، ګوري چې خپل کور کې په تخت باندې پرته ده. هغې سهار دا کېسه خپلو ټولګيوال ته هم وکړه.
له دې وروسته به هيندارې تل کتابونه لوستل او ځیني وختونه به په خوب کې له هغې ښکلې ښاپیرۍ سره يو ځای الوتله، د لرې لرې ځايونو د غرونو او سيندونو ننداره به يې کوله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.