افغانستان پاکستان ته ماته ورکړه

294

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال پنځوس‌اوریز جام په سیالیو کې نن د پاکستان لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه.

دا لوبه د هند په کوربه‌توب د پاکستانۍ لوبډلې په توپوهنې سره پيل شوه او افغان لوبډلې ته یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۲ منډې هدف کېښود.

افغان لوبډلې بیا یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو د ۴۸ اور په وروستۍ بال د سیالې لوبډلې هدف ته بریالی ځان ورساوه او بری یې د افغانستان په برخه کړ.

په لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۸۷ منډې، رحمت شاه ۷۷ منډې او رحمان الله ګوربز ۶۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دا بری ځکه تاریخي بلل کېږي چې افغان لوبډلې تر دې دمه په پنځوس‌اوریزه سیالۍ کې پاکستان لوبډلې ته ماتې نه وه ورکړې.

د ویلو ده چې د لوبې تر بریا وروسته په ټولنیزو پاڼو او د شپې په سړکونو د هېوادوالو د خوښۍ احساسات د ستاینې وړ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.