د قابلو روزنې پروګرام پیلېدو هرکلی

515

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر اکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان له کلیو او لېرې پرتو سیمو څخه ۸۰ مېرمنې په دې روزنیز پروګرام کې شامل شوي، تر څو د قابلګۍ زده کړه وکړي.

یاد سازمان وايي، د دغه پروګرام له پيلولو هدف د زېږون پر مهال د ميندو او ماشومانو د مړينې مخنيوى او دغه راز په لېرو پرتو سيمو کې د ښځو لپاره د زده کړو زمينه برابرول دي.
یو شمېر ډاکټران دغه پروګرام د ښځو لپاره د روزنې ښه فرصت ګڼي او وايي، ښه ده چې دا ډول پروګرامونه په ټول هېواد کې په دوامداره توګه پیل شي.
د نسايي ولادي او نسايي ناروغیو متخصصه ،خدیجه کامران وايي:
«په لېرې پرتو سیمو کې د ښځو لپاره د قابلګۍ د روزنې تنظیمول یو ښه اقدام دی، د ښځو لپاره لا ډېر عملي کار ته اړتیا ده. اوس هم د خیریه موسسو لپاره ښه ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.»
دیانا عزيزي چې د نسايي او ولادي په يوه خصوصي روغتون کې کار کوي، په دې اړه وايي:
«د قابلګۍ روزنه د ښځو په تېره بيا د کليوالو مېرمنو يوه اړتيا ده، ځکه په لېرې پرتو سیمو کې د زېږون پر مهال د ميندو مړينه ډېره ده.»
خو یو شمېر ښاریان د دغسې پروګرامونو پیل د ښځو لپاره ښه فرصت ګڼي.
د کابل اوسېدونکې کاینات موسوي وايي:
«ښځې په اوسنۍ وضعیت کې په هر ډګر کې له ستونزو سره مخ دي او دا ډول پروګرامونه د دوی لپاره ښه فرصت دی.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل راپور کې ويلي، په نړۍ کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې ترټول لوړ شمېر په افغانستان کې دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له هرو سل زرو ميندو څخه ۶۹۹ يې د زېږون پر مهال مري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.