دومره کمزوري شوم له خپل کور شړل کیږمه
لـکه یتـیم خــپـله کـوڅـه کی رټـل کــــیـږمــه
د بل مزدور زما د کور کلی خاوند جوړ شو
د یو غـلام حاکـم په حـکم وهــل کــــیږمــه
زه ګنـاه ګار یم ما د ځان سـره جــفا کــړیده
چی ورځ تر بلې له پرون کــمزوری کیږمه
مانه د مور د شــیدو سـتره بی قدرې شویده
ځکه د ځمکې په لوی کور کی ځانته کیږمه
هلته می ورورمورچه نیولې ګزارونه کوی
دلتـه هـم اورکی د مـیرې د زوی سـوزیږمه
دا سرزورې می کمزورې ده خو ځان نه پوهوم
کـــبر نیــولی یــم نـا پــوه یــمه غـر قـــیږمه
رانه د کلی کلیوال هـم مــرور دي واړه
ورو ورو له خپـلو کلیوالو هـم بیــلـیــږمـه
نومبر/۳/۲۰۲۳
تورنتو- کاناډا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.