کاريتاس: په افغانستان کې بشري فاجعه ورځ تر بلې جدي کيږي

254
24 ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د بحراني بشري وضعيت د رامنځته کيدو لامل شي. دغه سازمان له «ناوړه بشري وضعيت» څخه خبره کړې ده.

مرستندويه سازمان کاريتاس ويلي دي چې له پاکستان څخه تر ۱،۳ مليونو پورې افغان مهاجرو د اخراج موضوع د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د فاجعه وي بشري وضعيت رامنځته کېدو لامل کيږي. د دغه سازمان د تحليل له مخې په افغانستان کې تر مخه لا زيات وخت کيږي چې بشري او اقتصادي وضعيت دراماتيک دی. په وينا يې د افغانستان ۲۸ مليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري. د دغه سازمان مشر، اوليور ميولر د جمعې په ورځ په فرايبورګ کې وويل چې له پاکستان څخه د سلونو زرو افغانانو په اخراج سره به په افغانستان کې بشري وضعه نوره هم کړکېچنه شي.

د ميولر په وينا هغه افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج کیږي، هغوی ته په افغانستان کې نه په کافي اندازه پاکې اوبه او نه په کافي اندازه خوراک مهيا دي. نوموړوي زياته کړه: «موږ د يوې زښتې جدي بشري وضعي او بد حالت سره مخامخ يو.» د هغه په وينا په زياته د ژمي سوړ موسم به د افغان ماشومانو ژوند ته لوی ګواښ وي. په وينا يې دغه ژمی ښايي د زياتو ماشومانو لپاره مرګونی وي. هغه غوښتنه وکړه: «موږ نبايد چې په داسي دراماتيک حالت کې خلک يوازي پرېږدو.»

کاريتاس له ۱۹۸۰ کالونو راهيسي په افغانستان کې فعاليت لري. په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسي د نړيوالو مرستندويانو لپاره وضعه ورځ تر بلې خرابه شوې ده. طالبان په بېرحمۍ سره د مېرمنو حقونه نقض کوي.

د کاريتاس هغه همکاره چې د افغانستان لپاره مسؤله ده، د «باديشه څايتونگ» ورځپاڼې ته يې ويلي دي چې و کابل ته په خپل تازه سفر کې ورته مېرمنو د خپلې کاملې ناهيلۍ او لرليد نه لرلو خبره کړې ده. په داسي حال کې چې په نړۍ کې نوې لانجې رامنځته شوي دي، له افغانستان سره بشري مرستې لا کمې شوي دي. د دغې کارپوهې په وينا په افغانستان کې اوسېدونکي خلک دا احساس لري چې ګواکې د نړۍ هېر شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.