تاريخ او که د سترګو ليدلی حالات

قاسم باز  

434

                                                              ۱۱/۹/۲۰۲۳

ھاغه افغانان چی په پنځوسمه لسيزه کی د بلوغ قانونی سن ته رسيدلی اوس تقريبآ ۷۰ او ۸۰ کلن شوی اکثره د دی سن اوسال افغانان پخپله ژوندی کرونولوجی ده ، دوی په خپلو غړولو سترګو د افغانستان د تيرو څو لسيزو سياسی ناخوالی ليدلی چی تشريح ته ضرورت نلری.
تاريخ دی ته نه وايی چی یو څوک د شخصی، فاميلی او ګروپی تمايلاتو پخاطر د ملت د قاتلينو، وطنفروشانو او چوراھدينو څخه مصنوعی قھرمانان جوړ کړی. ھر وطن پلورونکی ، د بيګانګانو زرخريده ايجينت او چوراھد ملی قھرمان کيدای نشی ملی قھرمان ځانګړي خصوصيات لری،  تکړه لیکوال اعظم سيستانی دا خصوصيات داسی بيان کړی ليکی ، « ملی قھرمان بايد د خارجی ھيوادنو د استخباراتو سره اړيکی و نه لری ، په وطن پلورنه متھم نه وی په فساد او غصب کی دخيل نه وی. »
ھاغه زياتوی « چی د تيرو څو لسيزو په حوادثو کی شريک او دخيل خلک ھيڅکه ملی قھرمانان نشی کيدای.»
زما ددی ليکنی موخه دا نده چی زه د تيرو څو لسيزو واقعات او حوادث تشريح کړم بلکه ھدف می دادی چی اوسنی وضعه تحليل او تشريح کړم.

 د کابل اوسنی اداره چی د امارت اسلامی افغانستان په نوم ياديږی د دوه عمده ډلو له خوا پر مخ وړل کيږی يوه مذھبی متعصب ډله چی زياد مذھبی قوت او قدرت لری د ملا ھيبت الله اخوند په مشری قندھار کی ، او بله اداری يا حکومتی ډله چی دولتی قدرت لری په کابل کی ميشته ده. تر اوسه داسی بريښی چی د قندھار ميشته مذھبی ډله د دولتی ډلی څخه زيات قوت او قدرت لری ، ددی مذھبی ډلی مشران اکثر په قندھار کی سره را جمع شوی او د ھاغه ځايه امر ونھی صادره وی ، اما د کابل ډله چی اکثره په دولتی چارو کی بوخت او ځان د قندھار حلقی ته پاسخګو بولی، کله نا کله په بعضی مواردو کی خپله نارضياتی په ملی او بين المللی موضوعاتو کی ھغه ھم په ډير احتياط سره څرګنده وی، چی ددی ډلی عمده اشخاص ملا برادر اخوند معاون اقتصادی ریس الوزرا ، ملا يعقوب  د دفاع وزير، سراج الدين د کورنيو چارو وزير، ستانکزی د خارجه وزارت معاون او نور دی.
د ايران د جمھور رئيس ( رئيسی ) د تیری میاشتی غير ديپلوماتيک څرګندونی د کابل ګروپ يا ډله نسبتآ قوی کړه، د احتمال نه لری نده چی د ايران او افغانستان د اوبو په سر اوسنی شخړه به په دواړو ھيوادو افغانستان او ايران بالخصوص پر منطقه عظيم تاثير وغورځوی. که چيری وضعه په ھمدی مینوال او ډول ادامه پيدا کړی د قندھار او کابل اداره مجبور کيږی چی د امريکا فزيکی حضور ته په افغانستان کی غاړه کيږدی ، د شواھدو او قراينو څخه داسی بريښی چی دی کار ته امريکا ھم ليواله ده.
تر کومه ځایه چی تر اوسه ااا چا په رسميت ندی پيژندلی اسلامی امارت ھم ځان بين المللی قوانينو او نورمونو ته مسول نه ګڼي. اما د رسمی پيژندګلوی په صورت کی بيا ځان مسول ګڼی ، خو کله چی دوی ملی او بين المللی مشروعيت تر لاسه کړی بيا واضح خبره ده چی دوی به په ملی او بين المللی مسايلو کی د بین اللملی قوانینو تابع او دومره ازاد لاس به و نه لری.
په سياست کی ھيڅوک سل فيصده حکم نشی کولای چی دا نظر درست او يا ھاغه نظر نادرست دی ، د اجتماعی علومو يو عالم وايی. « سياست دايمی دوست او دشمن نه لری ځکه چی سياست د ھيوادو او منطقی د وضعی تابع دی.»
دا زما ځانګړی تبصره وه ، منتظر به پاتی شو چی په راتلونکی کی څه پيښيږی . وسلام، پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.