ترکیه کې ۶ کسان د یوه افغان کارګر د وژلو او د هغه د جسد سوځولو په تور نیول شوي

207

ترکیه کې رسنۍ وايي، د دغه هېواد پولیسو شپږ کسان د یوه افغان کارګر د وژلو په تور نیولي دي.

رپوټونو کې راغلي چې وژل شوي افغان د سکرو په یوه ‘غیرقانوني کان’ کې کار کاوه.‌

ځینو رسنیو لیکلي‌، له نیولو شویو کسانو یوه منلې چې د وزیر محمد په نوم دغه افغان د کار خاوند لخوا د وهلو ټکولو پایله کې مړ شوی دی.‌

وژونکو وروسته د دې لپاره چې خپل جرم او غیر قانوني فعالیت پټ کړي، د هغه جسد د روغتون پر ځای ځنګله ته وړی او اور یې ور اچولی دی.

دا پېښه د ترکیې د شمال په زونګولداک ولایت کې شوې ده.

د سکرو هغه کان هم همدلته دی، چې وزیر محمد پکې په کار ګومارل شوی و.

له نیول شویو کسانو یوه ویلي، د هغه د مړینې خبر یې سملاسي د کان څښتنانو سره شریک کړی و خو هغوی “نه غوښتل چې روغتون ته یې ولېږدوي.”

ترکیه

د عکس سرچینه ،DHA

نورو سرچینو ګازت دیورا رسنۍ ته ویلي، چې “وزیر محمد تر ملا سوځېدلی و، پر مخ یې د وهل کېدو نښتې ښکارېدې، له خولې یې وینه بهېده او هډوکي یې څو ځایه مات وو.”

د رپوټونو له مخې مشکوکو کسانو منلې چې دغه افغان کارګر یې په داسې حال کې چې بې سده و، په وهلو ټکولو وژلی او بیا یې جسد ته اور اچولی دی.

ترکي رسنۍ وايي چې محمد وزیر درې ماشومان درلودل.

ویل کېږي چې د ښځې، ماشومانو او دوستانو په ګډون یې ۱۱ کسانو د جنازې او تدفین په مراسمو کې برخه اخیستې وه.‌

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.