پردی

محمد فیصل ځلاند

415

دا د پردي ناول نقد دی.

ښایي زما دا لیکنه د دې ناول په اړه ډېره ښه نه وي خو لږ تر لږه دومره ده چې د ناول ځینې اړخونه راته واضح کولی شي، یا مو ورپام کوي.

“پردی”

څه موده وړاندې د ښاغلې ایمل پسرلي د نوي ناول (پردي) له چاپېدلو خبر شوم. خوشاله شوم چې په پښتو ناولونو یوه بله اضافه هم شوې ده.
د ناول له کیسې تېرېږو، یوازې دومره یادونه به کفایت وکړي چې د یوه افغان ډاکتر داستان دی چې د کابل له سکوت وروسته پاکستان ته ځي، هلته اروپا ته د تګ په خاطر په یوه کلي کې پاتیږي، خو هلته پټ وي او د کلې په یوه کوچني روغتون کې د ډاکتر په حیث کار کوي. د کلي کیسه اوږده ده خو پای یې داسې دی چې دی نیول کیږي او پولیس پرې خبریږي چې ماجر او کابلی دی.
پردی، له درې سوه مخونو زیات و، خو په لږ وخت کې مې ولوست. دې دوه علتونه لرل، یو د ناول نوې او بیخي نوې موضوع وه چې پخوا مې په دې اړه په هېڅ داستان او کیسه کې داسې څه نه وو تر سترګو شوي. د موضوع انتخاب تر ټولو اساسي او مهم کار دی چې د لیکوال اثر ته هم لوی ارزښت ورکولی شي او هم یې بې رنګه کوي. د ښاغلی ایمل پسرلي د دې ښکلې سوژې انتخاب دا راښیي چې نور په کلیشه موضوعاتو شخوند وهل نه دي پکار. که په زړو کې ګرځو له نوې زاویي به ورته ګورو، داسې نه چې لا یې پسې تکراروو.
بل علت د ناول روانوالی او عالي تلوسه وه. زموږ ځینو لیکوالو ته تلوسه د لوستونکو غلطول ښکاري. که یې د دوی په اصطلاح ووایو: لوستونکی له ځان سره ساتل.
خو دوی کاشکي پوهېدلی چې لوستونکی له ځان سره ساتل منطق غواړي، نه داسې لکه پیشو ته چې غوښه ورښکاروو او له ځورېدو یې خوند اخلو.
په دې ناول کې له پیل نیولې تر پایه هره پېښه او صحنه په طبیعي او داستاني منطق برابره پر مخ تللې ده.
د ناول او کیسې د ډیالوګ یا مکالمو په اړه ویل کیږي چې باید لنډې وي. د “پردي” مکالمې نه یوازې چې لنډې دي، ځینې یې ښه پیغامونه هم لري.
په ټوله کې د ناول پیغام هم عالي دی. لوستونکی دا ترې زده کوي چې خپل وطن پرده او عزت دی. که فکر وکړو له پاکستان نه د افغان مهاجرو راتګ دا راته جوتوي چې که سل کاله هم بل ځای ژوند وکړو خو وروستی مکان مو خپله خاوره او خپل خړ وطن دی. که په بل هر هیواد کې اوسیږو د پردیو او مهاجرو په سترګه راته کتل کیږي. څو ورځې وړاندې مې د یوه افغان مهاجر ويډیو لیدله. سپینږیری سړی و ویل یې له پولې راواوښتم، کښته شوم، خپله خاوره مې ښکل کړه. یوه طا لب منډه راواخیسته، راته ویل یې: بابا ولې؟ ولوېدې؟
وایي ما ورته ویل چې نه! دا زما مور وه، ما خپلې مور ته په سپکه سترګه کتلي وو، ځکه زه په پاکستان کې داسې ذلیل شوم.

استاد رفیع په یوه بیت کې وایي:

چا وېل چې وطن وران شو، نو د ورانو به څه خوند وي؟
ویران دې وي، ویران دې وي ویران راباندې ګران دی

همداسې د مرحوم استاد پسرلي بیت:

هر څه که و موږ ته وطن ښکلی و
کب ته وي خوږې د سمندر اوبه

له دې پاس بیتونو مې مطلب دا و چې استاد پسرلي او استاد رفیع هم د مهاجرت ژوند تجربه کړی و، وروسته یې داسې لیکي وو. همداسې زموږ هر هیوادوال چې له وطن نه وتلی بیا د خپل وطن په قدر پوهېدلی دی.

له دې بحث که ور تېر شو، “پردی” له څو خبرو خالي نه دی:

یو وخت په افغان ادبي بهیر کې د اروښاد نصیر احمد احمدي د ناولونو په اړه استاد اجمل ښکلي وویل چې د ده په ناولونو یوه نیوکه دا کیږي چې د ناول مرکزي کرکټر یې په مظلومیت کې پسې پاتې کيږي او بلاخره مري، یعني کوم تغیر نه کوي. استاد یې رڼا او زرو ناولونه یاد کړل چې دا شی پکې وو.
دا ناول مې چې ولوست هماغه خبره رایاده شوه. دلته د ناول اصلي کرکټر له اوله پردی دی او همداسې په پردیتوب کې اخر زندان ته لویږي… پکار خو دا وه چې زموږ د توقع خلاف څه رامنځته شوي وای.
په بهرنیو اثارو کې که لومړی یو بیچاره کرکټر وینو خو په وروستیو کې هغسې نه وي، تغیر کوي او مسکین په خوشبین اوړي خو دا اوښتل د هندي فلمونو په څېر نه وي، بلکې لوستونکی قانع کوي.

د “پردي ناول” یو بل شی هم د پام وړ دي، منظر کشي یا صحنه سازي؛ چې په دې ناول کې ډېر پام نه دی ورته شوی. کله چې چیرته پېښه رامنځته کیږي، طبعا یو مکان به لري، هغه ځای د لوستونکو ذهن ته درول پکار دي، یوازې په خبرو لوستونکی نه شو قانع کولی.

د کرکټر په برخه کې زموږ په ناولونو یوه نیوکه دا ده چې د دوی رول ته پام نه کیږي. یعني هر یو له خپلې سویی سره نه کارول کیږي. دهقان مو د ډاکتر په رقم غږیږي، معلم مو د ژورنالسټ په څېر… چې په حقیقت کې داسې څه ممکن نه وي.
په پردي ناول کې ډاکتر، نرس، کلیوال محمد قاسم، ملا… ټول داسې غږیږي لکه ښه ژبور ژورنالستان یا لوړ پوړي سیاسي خلک. د دوی تر منځ مکالمو ته چې وګورې ان اضافي خبره به لا پکې ونه ګورې. ته وا مرکې ته دې راوستي او وخت دې پسې قید کړی دی. که لنډ یې ووایو د لوستو او نالوستو د خبرو طرز پکې ورک غوندې دی.
دا سمه ده چې داستاني ژوند او ریښتینی ژوند توپیر لري خو توازن پکار دی، که دیګ ته یو شی ډېر ور زیات کړو بې خونده کیږي.

د ناول په ځینو برخو کې د افغانستان یو جنرال او د هند یو استاد بار بار یادول کیږي چې داسې تعبیر هم ترې کیدلی شي چې ګواکي افغانستان او هند سره دوستان دي، پاک دي او خبره ټوله په پاکستان کې ده.
زما په نظر ناول د سیاست شی نه دی. دا ناول باید داسې وای چې که یوه پاکستاني لوستی وای هم دا باید ورته معلومه شوې وای چې هیواد یې په ریښتیا هم له داسې نجسو خلکو ډک دی. خو اوس که د هندی استاد سره د یوه افغان دلچسپي ګوري، طبعا وایي به چې دا هر څه د دښمن تبلیغات دي.

په ناول کې د یوې کرکټرې نوم “راني” دی، ما فکر کاوه دا نارینه نوم دی خو کله مې چې پلټنه وکړه د هندي فلمونو د یوې ستورې نوم “راني” دی او ښایي دا هم د هندي نومونو څخه وي.
“روني” بیا نارینه دی، او فکر کړم یوه الف دا نومونه په ښځینه او نارینه سره وېشلي دي یا ښایي دا لا زیاته څېړنه وغواړي خو لیکوال به خامخا دې ته فکر کړی وي.

له دې خبرو ور هاخوا، “پردی” په لوستلو او فکر کولو ارزي. په سریزه کې مې ولوستل چې دا ناول په اووه دېرشو ورځو کې لیکل شوی دی، نو لیکوال ته یې هم لوی افرینی پکار دی چې په دومره کم وخت کې یې داسې ښه ناول لیکلی دی.
خدای دې دا با انرژي لیکوالان له بدو سترګو وساتي او ” پردی” دې موږ ټولو ته مبارک وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.