که څوک وغواړي ځان بدل کړي، هغوی نړۍ بدلولی شي

294

په ۱۷ کلنۍ کې یې غوښتل کالج ولولي، خو رد شوه، په ۲۵ کلنۍ کې يې پر زړۀ د مور مړینې ټپ جوړ کړ، پۀ ۲۷ کلنۍ کې یې لۀ یو ډېر بداخلاقه سړي سره واده وشو، له ناوړه چلند سره، سره یې لۀ دې سړي یوه لور پیدا شوه. ژوند یې دوزخ و، بالاخره یې پۀ ۲۸ کلنۍ کې طلاق واخیست، دا هغه وخت و چې دا پۀکې لۀ ژور خپګان سره مخ شوه، پۀ فکري اختلالاتو اخته او د ځانوژنې هڅه یې وکړه، ولې تقدیر بل څۀ و، د دې پۀ برخلیک کې لوی کارونه لیکل شوي وو.
پۀ ۳۰ کلنۍ کې یې لۀ ژوند سره هره اړیکه پرې شوې وه، ولې یو څۀ وو، چې د دې پۀ فکر خپل دردونه پرې کمولی شي، لۀ ذهن خوړونکو اندیښنو پناء ور وړلی شي، هغه و چې لیکوالي یې پیل کړه.

په ۳۱ کلنۍ کې یې خپل لومړی کتاب خپور کړ، په ۳۵ کلنۍ کې یې څلور نور کتابونه خپارۀ کړل چې پۀ دې سره یې « د کال غوره لیکوال» نوم تر لاسه کړ.

تر دې ټولو ډېر جالب دا چې په ۴۲ کلنۍ کې یې بل کتاب خپور کړ چې د خپرېدو پۀ لومړۍ ورځ یې ۱۱ ملیون کاپي خرڅې شوې.
دا ښځه جې.کې رولېنگ د «هېري پوټر» لیکواله ده، رولېنگ د «هېرې پوټر» د اوو ناولونو سلسله ده چې پۀ د ماشومانو لپاره پۀ فانتزي/خیالي ژانر کې لیکل شوي دي، دا کتاب نن ورځ پۀ ټوله نړۍ کې د یو برانډ پۀ توگه پېژندل کېږي او ارزښت یې ۱۵ ملیون ډالر اټکل شوی دی.
رولېنگ اوس مهال ۵۷ کلنه ده، چې پۀ ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د یوې تخمیني سروې لۀ مخې یې شتمني ۸۲۰ ملیون پونډه اټکل شوې ده.

کړاوونه، ستونزې او ربړې د‌ ژوند د برخې پۀ توگه ومنئ، پر ځان باور ولرئ‌ او پۀ دې پوه شئ چې د‌ بریا لۀپاره هېڅکله هم ناوخته نۀ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.