په تورخم کې د یوه لنډمهالي کمپ وضیعت
په تورخم کې په یوه ټرانزیټي کمپ کې له پاکستان څخه په زوره ایستل سوي کسان دلته ژوند کوي. دوی د ورځې په سخته ګرمۍ کې خولې کیږي او د شپې بیا په یخنۍ کې هلته ځمکه لنده بل کوي. پدغه سیمه کې ډیري شنې خیمې درول سوي دي.
هغه لارۍ چې دغه کډوال دلته راولې بیرته بیا راغلې دي او د دوی د کور سامانونه د وړلو لپاره اماده کوي. پدې لاریو کې د مسافرو نه علاوه د کور لوښي او توکې او د پخلنځي سامانونه هم پکې بار دی.
د طالبانو حکومت د سرحدي چارواکو په خبره، د پاکستان لخوا د بې اسنادو کډوالو د ایستلو له حکم وروسته څه باندي ۲۱۰ زره افغانان د تورخم له لاري را اوښتي دي . ډیری یې د لسیزو راهیسې او یا هم ټول ژوند یې پخپل هیواد کې نه ول.
د استوګنې له کمپ څخه دوی د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته وړل کیږي او شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ مالي مرسته هم دغه کډوال ترلاسه کوي. خو ډیری یې په افغانستان کې هیڅ هم نلري.
یو افغان کډوال شېراغا چې په پاکستان کې یې د ساتونکي په توګه دنده درلوده وویل: «موږ د ژوند لپاره هیڅ ځای نلرو، نه کور او نه هم ځمکه. زه هیڅ کار نه لرم.«
هغه خپل ۹ ماشومان د خپلې کورنۍ او سامان سره په یوه لارۍ کې واچول او خپل پلرني ټاټوبي کندز ته روان سو. خو دغه ۴۳ کلن سړي د خپل وطن هیڅ هم په یاد کې نه لري، هغه په پنځه کلنۍ کې له افغانستان څخه کډوال سوی دی.
هغه د فرانسي خبري اژانس یا «ای اف پې» ته وویل « زه هلته هیڅوک نلرم ….زما ماشومان زما څخه پوښتنه کوي چې موږ به کوم هیواد ته ځو؟»
بي بي امینه چې څلویښت کلنه ده او خپل بدن یې په سور څادر پټ کړی دی، له خاوند او لسو ماشومانو سره په یوه خیمه کې ژوند کوي.
دوی پلان لري چې د ننګرهار ولایت جلال اباد ته ولاړ سي. امینه هلته « ډیر ورونه لري.» هغي وویل: »ما له خپلې کورنۍ څخه وغوښتل چې موږ ته یو کور پیدا کړې. خو دوي وایې دلته خالي کورونه نسته.« امینې زیاته کړه: »هیڅ چا موږ ته زنګ ندی وهلی او نه مو لیدو ته څوک راغلی دی.«
په پاکستان کې د هغې اولادونو نجاري کول او یا به یې هم ریکشاوي چلولې ترڅو د کورنۍ د مالې ملاتړ لپاره یې کافي پیسې ترلاسه کولي. خو امینه اوس په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، هغه د ژوند له دغسې سختو امکاناتو څخه ډیره ویره لري. هغې وویل: »که زما زامن کار ونه کړي نو موږ به خوړو ته هیڅ ونه لرو او ژوندي به پاتي نه سو.«
د هغي په ګاونډ کې په یوه بله خیمه کې د ګل پري کورنۍ غړي په یوه تنګ ځاي کې ژوند کوي. له هغه وخته چې دوی دغه ټرانزیټي کمپ ته راغلي دي، دوی د کارتن په کاغذونو کې ویده کیږي او د ویده کیدو لپاره کمپلي نه لري.
د ګل پري ږغ کله ناکله د اوبو د ټانکرونو تیریدو سره قطعه کیږي. دا ټانکرونه کمپ ته د اړتیا په اندازه اوبه راوړي. په همدي وخت کې تاسو د ماشومانو خندا هغه مهال اورئ چې په ټانکرونو پسې نیم ځړوندي پښي ځړیږي.
۴۶ کلنه نیا، ګل پري، چې خپله کوچنۍ لمسۍ یې په غیږ کې ایښې ده، وایي چې نن به کندوز ته ولاړه سي. هغه وایې دلته به داسی مهال ژوند پیل کړي چې له تیرو ۴۰ کلونو راهیسي پدې هیواد کې یې ژوند نه وو کړی.
د یوي داسې کورنۍ لپاره چې په پاکستان کې یې زړي اوسپنې راټولولې او ژوند یې ډیر ستونزمن وو، دلته هم ستونزې ډېرې دي. خو هغه وایې: «موږ په افغانستان کې دلته هیڅ هم نلرو. موږ د مرګ څخه ویریږو. که موږ یو کار دلته پیدا کړو خو دا به کومه ستونزه نه وي. موږ پخپل وطن کې خوشحاله یو. په پاکستان کې موږ ځورول کیدلو.«
اوس ډیری راستانه سوي کسان له لسیزو راهیسې د جګړو له امله له افغانستان څخه وتلي وه . خو د جګړي له پاي ته رسیدو وروسته او کله چې واک طالبانو واخیست ځیني کډوال دي ته هڅول سوي چې بیرته خپل وطن ته لاړ سي.
په لغمان ولایت کې ټرانزیټي کمپ
امان الله او کورنۍ یې په لغمان ولایت کې په یوه مؤقتي کمپ کې ژوند کوي او افغانستان ته د تګ لپاره بل ځای نه لري. دغه ۴۳ کلن سړی چې له ۳۵ کلونو راهیسي په پاکستان کې ژوند کوي،وایي چې د میرمني او شپږو ماشومانو لپاره یې په کمپ کې ژوند ډیر سخت دی. دوی په هغو خیمو کې ژوند کوي چې د سره صلیب لخوا جوړي سوي دي.
امان الله او کورنۍ یې په لغمان ولایت کې په یوه لنډمهاله کمپ کې ژوند کوي او افغانستان ته د تګ لپاره بل ځای نه لري.
د ساختماني چارو دغه پخوانی کارکوونکي وایي چې «دلته هیڅ تشنابونه نسته» او دا چي میرمني «په ډیر سخت حالت کې دي» ځکه چې دوی باید تر شپې پورې انتظار وکړي ترڅو تشناب ته لاړې سي ترڅو دوی بيا په ډله ایزه توګه ورسي او خپل ضرورت رفعه کړي.
پدې سیمه کې هیڅ بریښنا هم نسته، امان الله په داسی حال کې چې سور څراغ په لاس کې لري، وایې: «موږ کوچني ماشومان لرو او ډیري ستونزي لرو.» دوی په پاکستان کې ښوونځي ته تللي وو، خو هغه په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه ډیر اندیښمن دي.
امان الله وویل: « که موږ دلته پنځه ورځي، یوه میاشت یا یو کال پاتي سو، موږ کولای سو صبر وکړو. مګر موږ کار او کورونو ته اړتیا لرو …. موږ به هرڅه له صفره څخه پیل کړو.»
شازیه او شل نورې ښځې او ماشومان اوس په یوه کوچنۍ لارۍ کې د جلال اباد پر لور روان دي. دا لارۍ د سړک پر سر روانه ده او لړزیږي.
هغه له پاکستان څخه د راستنو سویو هغو افغانانو په منځ کې ده چې ښایې ډیر خوشبخته وي. د هغې میړه مخکې جلال اباد ته لاړ او د څلورو کورنیو لپاره یې د کرایي یو څلور کوټه لرونکی کور پیدا کړی . دغه ۲۲ کلنه مور چې د دریو ماشومانو مور ده، وایې: «کرایه ډیره لوړه ده.« هغه وایې: »موږ لږ ترلږه د شپې په ارمه خوب کولای سو« او زياتوي چې تر ټولو کوچنی ماشوم یې د دوو میاشتو دی.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.