طالبان: حتی یو بهرني عسکر ته هم د حضور اجازه نه ورکوو

275
13 ساعتونه مخکې

د طالبانو د ادارې ویاند، ذبیح الله مجاهد د دونالد ترمپ وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي دي چې دوی په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ته د حضور اجازه نه ورکوي. ترمپ څه ويلي دي؟

د امریکا متحده ايالاتو پخواني ولسشمر، دونالد ترمپ، چې د جمهوري غوښتونکو له لوري د امریکا د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو انتخاباتو ته د نوماند کېدو په هڅه کې دی، په یوه تازه وينا کې ويلي چې د ګټلو په صورت کې غواړي چې د افغانستان د بګرام هوايي اډې کنټرول بېرته په لاس راولي. هغه ويلي دي چې غواړي له دغه هوايي اډې د یوې ستراتيژيکي نقطې په توګه پر چين د نظارت کولو له پاره استفاده وکړي.

ترمپ په خپلو خبرو کې د جو بایدن ادارې د بګرام هوايي اډې د سپارلو پر تصمیم نيوکه وکړه او ادعا ېې وکړه چې دغه هوايي اډه چې د چين د اتومي توغنديو تولیدي تاسیساتو ته نژدې موقعیت لري، اوس چين تسخير کړې ده.

خو د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، دويچه ویله ته په یو استولي غږيز پيغام کې ويلي دی: «موږ نه غواړو چې د افغانستان خاوره د هېوادونو ترمنځ د سیاسي لوبو ډګر وي. اجازه نه ورکوو چې حتی یو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې حضور ولري.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.