افغانستان کې سخت ژمی، له پاکستانه د کډوالو د اېستلو دوام

173
محمد اسماعیل شاکر- دویچه ویله

4 ساعتونه مخکې

د خوړو نړېوال پروګرام وايي، پا کستان هره ورځ زرونه افغانان په زور له دغه هېواده شړي. دغه سازمان ستنېدونکو افغانانو سره د مرستو غږ هم کړی.

د خوړو نړېوال سازمان پر اکس پاڼه لیکلي چې شاوخوا ۲۷،۵ میلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري چې له پاکستانه په زور راستنېدونکو افغاناو لاسنیوی پرې وشي.

د خوړو نړېوال سازمان په وینا دا پیسې به لږ تر لږه هغوی سره دا مرسته وکړي چې هېواد کې نوی ژوند پرې پيل او له سخت ژمي پرې ووځي.

سرچینه زیاتوي:«مونږ د یو میلیون یو پر څلورمې برخې ته د خوړو او نغدې مرستو سره رسېدلي یو، خو باید یو میلیون ته یې ورسیږو.»

هاخوا د پاکستان د کورنیو چارو ځای ناستې وزیر سرفراز خان بګټي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي تراوسه تر درې سوه زر ډېرافغان کډوال اېستل شوي.

د نوموړي په خبره دا بهیر به په راتلونکي یوه میاشت کې بشپړه شي.

بګټي د انډیپنټ په نوم یوه ځايي خبري آژانس ته ویلي په سمو او قانوني لارو راتلونکو کډوالو ته هرکلی وايي.

پاکستان د روان نوامبر میاشتې له پيله اعلان کړی چې له دغه هېواده به شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال وباسي.

د چارواکو پروینا دا هغه کډوال دي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خو په دې وروستیو کې ادعا شوې چې پاکستاني چارواکي سند لرونکو کډوالو ته هم ستونزې جوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.