د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۶

آصف بهاند

226

د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور

شپـږمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۲۵‌مه برخه

بدن مې تور شو، سوی سکور شو

پاکستاني پولیس مې هرپل زوروینه

 

پردی وطن، پردی قانون دی

خواره نیستي ده، ټول وجود مې سوځوینه

 

د بل پر مټ ژوندون ښه نه وي

راځه چې لاړ شو خپل وطن خپل مو واکونه

د ملگرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه مؤسسو له غوښتنو سره ـ سره پاکستاني او ایراني مقاماتو د افغان مهاجرو د په جبر ایستلو لړۍ نه یوازې دا چې ونه دروله، بلکې نوره یې هم کړندۍ کړه. همدې ظالمانه لړۍ پورې اړوند د میډیا څو سرلیکونو ته پاملرنه وکړئ:

بي‌بي‌سي پښتو:

«له پاکستانه د ټولو افغانانو د ایستلو مهالوېش اعلانېږي»

تاند:

«د پاکستان ولسمشر: افغان کډوالو پاکستان کې د کلاشینکوف کولتور عام کړ»

بي‌بي‌سي پښتو:

«د ماشومانو د خونديتوب نړيواله اداره: له پاکستانه ستانه شوي کډوال د ناروغيو د لوړې کچې له ګواښ سره مخ دي»

تاند:

«ایران وايي، په ۳ میاشتو کې یې څلور نیم لکه افغان کډوال ایستلي»

د همدې رپوټونو په لړ کې د پاکستني مفماتو د کړنو په باب داسې څه راوړل شوي دي چې له هېڅ ډول نړیوالو قوانینو سره اړخ نه لگوي. دا هم د یادو رپوټونو یو لنډه برخه:

«پاکستان وایي په شپږو اوونیو کې به له خپلې خاورې د ټولو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلانوي. په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي یوې خبري ناستې کې وویل چې تر جنوري پورې به ټول بې اسنادو افغانان افغانستان ته استوي او له هغه وروسته به د نورو د وتلو وخت په ډاګه کېږي.

پاکستان تر دې دمه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو دومره ښکاره خبرې نه وې کړې.

اوس وايي، د جنوري په میاشت کې به یې د ایستلو لپاره مهالوېش اعلانوي او دلیل یې دا بولي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه ختمه شوې ده.

په کوټه کې د جمعې په ورځ (د نومبر ۱۷ مه) خبري ناستې ته د خبرو پر وخت د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرو کې په بیا بیا د هغو وسله والو خبره هم کوله چې ده پاکستاني ترهګر بلل او ویل یې د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه کوي…»

پاکستاني مقامات د دې غیردیپلوماتیکو او غیر انساني څرگندونو په شېبه دا نه وایي چې دوی څوکاله، څومره ترهگر د افغانستان د خلکو د وژلو لپاره او د افغانستان د ورانولو لپاره لېـږلي دي؟

 د مهاجرت په دې ستونزمنو حلاتو کې گڼې لنډۍ تخلق شوې دي چې د افغانانو د رنځونو ښه نقاشي یې گڼلی شو، دا یې څو نورې بېلگې دي:

 

قدر مو خپله د ځان کم کړ

کور مو خپل وران کړ، اوس پردو ته احتیاج شوونه

 

په پردي کور گوزاره نه شي

بهتره دا ده چې اباد کړو خپل کورونه

 

راځئ د پلار وطن راخپل کړو

تل ترتل نه وي بل وطن پردي کټونه

 

رنگ به مې ولې تک‌تور نه وي

د کابل پېغلې په تورخم کې بندې دینه

 

شونډې دې وچې رنگ دې زېـړ دی

راته ښکارېـږي چې هرڅه لوټ شوي دینه

 

بدن مې تور شو، سوی سکور شو

پاکستاني پولیس مې هرپل زوروینه

 

د بېوطن حال رامالوم دی

که اسناد وي که نه وي ډار ورسره وینه

 

ته هم زموږ په څېر حیران شې

چې دې حیران کړل مهاجر په سرحدونه

 

شونډې مې وچې بدن وچ دی

مهاجرت دی سترگې چا ته واړومه

 

پردی وطن، پردی قانون دی

خواره نیستي ده، ټول وجود مې سوځوینه

 

فکر مې نور هم خرابېـږي

چې له ایستلو سره خلک سپکوینه

 

د هجرت عمر د کړاو دی

سهار ماښام کې وي دردونه کړاوونه

 

غم به له چا سره شریک کړې

چې شاوخوا کې دي پردي وي عالمونه

 

هګ‌پک حیران شومه عالمه

چې د وطن د تگ اواز مې واورېدنه

 

وطن ته تگ به لږستونزمن وي

ستونزې به گالو چې نور نه وي احتیاجونه

 

هرچا ته خپل وطن کشمیر کړې

پر ما کشمیر کړې د کابل سپېره ډاگونه

 

اوښکې دې مه بهوه یاره

هجرت دې ختم کړه، خندا خپله راځینه

 

د بل پر مټ ژوندون ښه نه وي

راځه چې لاړ شو خپل وطن خپل مو واکونه

 

وطن ته لاړ شه چې رڼا شي

ترڅو به ژاړې په هجرت او تورتمونه

 

وطن ته تگ لوی امتحان دی

خدای دې اسان کړي دغه سخت امتحانونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.