له متقي سره د يوناما د مشرې لیدنه، په کومو مسایلو غږیدلي؟

175
شبنم الکوزۍ/ دویچه ویله

34 دقیقې مخکې

د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتونبايوا په افغانستان کې د واکمنې ډلي د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند حفیظ ضیا احمد پر خپل اکس پاڼه (پخواني ټويټر) لیکلې چې په دغې کتنې کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د جبري اېستنې، له راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو او ځينو خيريه ادارو د مرستو پر څرنګوالي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستي راپور او نورو موضوعاتو په اړه  خبرې شوي دي.

په دغه ټویټ کې دا هم راغلې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلې: «په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې، نو غوره به وي چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د هڅونې او ملاتړ او د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شويو شتمنيو، او د افغانستان پر خپلو پښو درېدلو په څېر د حادو مسائلو پر حل تمرکز وکړي.»

دا په داسي حال کې ده چې نن متقي په یوې بلې ځانګړې ناستې کې په افغانستان کې د ترکمنستان د سفیر خواجه عوضوف سره هم خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ ضیا احمد  په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې دغه کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو په اړه هراړخیزې خبرې شوې دي.

په ورته وخت کې پرون د نومبر پر ۲۵ هم د طالبانو دغه لوړ پوري چارواکې  په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي ول. د طالبانو له واکمنۍ څخه دووه کاله تیر شوې خو لا هم دغه ډله د نړیوالو له خوا هیڅ ډول رسمیت نلري او تر ټولو لوی لامل هم د ښځو د حقونو نه مراعات کول دي. د نړیوالو د فشارونو سره سره طالبانو لا هم د نجونو او ښځو د کار او زدکړو د بیا پیلیدو په اړه کومه پریکړه نده کړې. د دې تر څنګ د واکمنې ډلې لوړ پوړي چارواکې وایې چې د شریعت سره برابره فضا یې د ښځو او نجونو له پاره برابره کړې ده. له دې سره سره هم نجونې او مېرمنې په عادي ډول ښوونځيو او پوهنتونونو ته نه شي تللی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.