اته‌سوه ورځې انتظار، پایله هم تیاره

پوهندوی آصف بهاند

235

زمـوږه کـتـابـو کـې غــڼـو ځــالې کــړي دي

زمــوږه د مـکـتـب دروازې زنـگ وهـلې دي

 دا زړونه د حرا د غره اقراء غواړي خالقه!

دا ستـړې ارواگانې نـورې جـنگ وهـلې دي

(عبدالوهاب باور)

تر شپـږم ټولگي پورته د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل نه یوازې د افغان نجونو له‌پاره، د افغان نوي نسل له‌پاره؛ بلکې د ټول افغانستان له‌پاره د یوې لویې ستونزې او غمیزې حیثیت لري، دا دی د دې غمیزې له پیل نه اته‌سوه ورځې تېرې شوې او زموږ د تنکیو اولادونو په ستونو، زړونو او ککرو کې د زدکړو هیله او گل د مړاوي کېدو پر لوري روان دي.

د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو د اته‌سوو ورځو د پوره کېدو شکایت په میډیا کې داسې راغلی دی:

«په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ۸۰۰ ورځې داسې مهال نن (یکشنبه) پوره شوې، چې د طالبانو حکومت لا هم په دې اړه د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو او فشارونو ته روښانه ځواب نه لري.

د دې تر څنګ شاوخوا ۳۵۰ ورځې کیږي چې پوهنتونو ته هم نجونې نه پرېښودل کېږي.

دغو یو په بل پسې بندیزونو ګڼ غبرګونونه هم درلودل خو طالبان پر دې برخې د کار له تکراري ژمنو سره سره نوي څه لري او نه هم نړیوالې ټولنې پر دوی د فشار د نورو لارو چارو څه ویلي دي.

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش تر څنګ د نړۍ بېلابېلو مشرانو، بشري بنسټونو او خپله افغانانو د یادو بندیزونو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو، زده‌کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي غوښتنه بیا بیا کړې ده…»

زه فکر کوم چې د نجونو د ښونځیو د بیا خلاصولو له‌پاره دا شکایتونه او حکایتونه له گڼو ادرسونو په لسهاوو ځلې شوي دي؛ خو کوم غوږنه به یې واوري، کوم پلان او مسلګي کادرونه به یې عملي کړي.

هغه خلک چې د ښوونځیو د دروازو د تړلو مسؤلیت لري، د هغو خلکو له ډلې نه د دوی ځینې اړوند مسؤلین د نجونو د نه تعلیم له ستونزو سره عملاً لاس‌گرېوان دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په ښکاره ویلي دي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکتران له کمبود سره مخ دي. تاند په یوه لنډ رپوټ کې دې موضوع ته داسې اشاره کړې ده:

«تاند (شنبه، د قوس ۴ مه) د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وايي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر کم دی.

ښاغلي عباد، چې اروزګان ولایت ته تللی و، په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر لږ دی.

اروزګان، پکتیکا او زابل په ځانګړي ډول هغه ولایتونه دي چې د ښځینه ډاکترانو، نرسانو، او قابلو شمېر پکې په نشت حساب دی.

د عامې روغتیا وزیر، چې د نجونو د تعلیم پر ارزښت پوهیږي، همداراز وویل:«د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د افغانستان د ښځینه ډاکترانو د کموالي ستونزه حل کړي او له همدې کبله یې ۲۰۰ ښځینه کارکوونکې د لوړ تخصص پروګرام ته معرفي کړي دي.»

ده زیاته کړه: «اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې هم په افغانستان کې د نرسانو او قابلو د روزنې په برخه کې ډېر پروګرامونه اجرا کړي دي.»

ښاغلي قلندر په دې اړه څه ونه ویل چې که د نجونو ښوونځي بند وي نو څنګه به نور ښځینه روغتیايي کدرونه روزل کېږي.

د ډېرو نظرخاوندانو په باور طالبانو د نجونو د تعلیم په مخنیوي افغانستان ته داسې ګوزار ورکړی چې جبران یې ډیرو کلونو ته اړتیا لري.

د طالبانو اکثره غړي د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار پلویتوب کوي خو د دوی په منځ کې د دنیا له چارو یو شمېر بې خبره ملایان اجازه نه ورکوي چې نجونې تعلیم وکړي او افغانستان په پښو ودریږي.»

وخت تېرېـږي، د افغان بچیانو عمر په داسې حالت کې ضایع کېـږي چې د تعلیم له دایرې نه لري ساتل شوي دي. د نړیوالو پام کله د اوکراین جگړې ته وراوړي، کله اسرایل او غزه، کله د ناپاکو گاونډیانو داسې سیاسي ډرامو ته چې ناولتیا په کې خپل اوج ته رسېدلې وي او د ډرامې په هره پرده کې میچن پر خوارو او وږو افغانانو راڅرځول کېـږي (له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرو په زوره شړل) او کله هم داسې طبعي پېښې رامنخته کېـږي چې وړاندوینه خو یې څه کوې چې د انسان په ‌ذهن کې هم نه راگرځي، مگر زموږ په جغرافیه کې پېښېـږي لکه په هرات کې خونړۍ زلزله؛ خو د تعلیم د پلویانو دې پام وي چې په هرډول سختو او کړاوجنو حالاتو کې هم باید د نجونو د تعلیم مسأله او د وطن د نوي نسل د روزلو موضوع هېره نه شي او د تعلیم پلویان دې له خپلې مبارزې لاس وانخلي. دا دې هېوادوالو او نړیوالو ته ورپه یاد کړي چې په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره څه ډول چلن کېـږي. او د تعلیم پلویان به ترپایه پر دې ټینگار کوي چې د نجونو ښوونځي دې پرانستل شي، ښځې دې خپلو زدکړو او کارونو ته پرېښودل شي او د وطن نوي نسل ته دې د مدرنو زدکړو زمینه برابره کړای شي.

«د مینې کور یې زموږ،

وطـنـه مور یې زموږ!»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.