افغانستان او د شانګهای همکاريو سازمان 

محمد سليم سليمان

326

شانګهای د همکاريو سازمان Shanghai Cooperation Organization د څو اړخيزو اقتصادي، سياسي، امنيتي همکاريو په موخه په ۱۹۹۶ کې (شانګهای ۵) په نامه د چين، روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، او تاجکستان هېوادونو لخوا په سيمه کې د امريکا د نفوذ پر وړاندې د موازنې د جوړولو او د پخواني شوروي اتحاد او چين د پولو د امنيت په هدف رامنځ ته شوی و، له دې نېټې لږ وروسته ازبکستان هم ددې سازمان غړی شو او نوم یې رسما (شانګهای د همکاريو سازمان) ته واوښت.

پر اصلي غړو هېوادونو سربېره په لومړيو کې په ۲۰۰۴ کې منګوليا، او يو کال وروسته ايران، پاکستان، هند، او افغانستان او وروسته بلاروس د ناظرو غړو په توګه دې سازمان ته ومنل شول.

په ۲۰۱۵ کې د شانګهای د همکاريو سازمان د هندوستان او پاکستان پر دايمي او بشپړغړيتوب ورکولو باندې هوکړه وکړه او له دوو کلونو څخه په کمه موده کې دې دواړو هېوادونو د سازمان شرايط پوره کړل او په ۲۰۱۷ زېږدي کال کې ددې سازمان د قزاقستان د استانې په غونډه کې د دوی دايمي غړيتوب ومنل شو. د ۲۰۲۱ زېږديز کال په سپتمبر کې د ايران د دايمي غړيتوب لپاره هم ټول غړي سره توافق ته ورسېدل او د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي ته چې په غونډه کې یې ګډون کړی و خبر ورکړل شو خو ايران حکومت بايد د خپل هېواد د پارلمان تاييد هم تر لاسه کړی وای چې بالاخره د پارلمان غړو یې په مطلق اکثريت سره په دې سازمان کې د خپل هېواد غړيتوب ته اجازه ورکړه. او د ۲۰۲۲ د سپتمبر له ۱۷ مې څخه ايران رسماً د شانګهای د همکاريو د سازمان غړی هېواد شو. دا سازمان له بنسټ اېښودلو څخه تر اوسه د پراختيا په حال کې دی او غواړي په سيمه او اسيا کې خپل حضور پراخ او پياوړیکړي او د اقتصادي، سياسي او امنيتي ګټو په چوکاټ کې غړي هېوادونه خپلمنځي همکاريو ته راوبولي. نو د ايران په ګډون سره د شانګهای د همکاريو سازمان رسمي او دايمي غړي: روسیه، چین، قزاقستان، قرغيزيستان، تاجیکستان، ازبکستان، پاکستان، هند او ایران دي.

ناظر هېوادونه: افغانستان، منګوليا او بلاروس.

د بحث او خبرو اترو شريک هېوادونه: ارمنستان،سعودي ، آذربایجان، کمبوديا، نيپال، ترکیه او سریلانکا دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان خپله د تماس ډله له افغانستان  سره د اړيکو او راتلونکو پلانونو ، دوه اړخيزو ګټو ، وړانديزونو او همکاريو په اړه د پراختیا په هدف په ۲۰۰۵ کال کې  رامنځته کړه. د لومړیتوب په کارونو کې له کابل سره د مشورتي خبرو اترو ټینګول وو، په سیمه کې د امنیت پر وړاندې له ننګونو او ګواښونو سره مبارزه او د یوه سوله ییز، باثباته، بې پرې او له اقتصادي پلوه د سوکاله افغانستان د بیا رغولو  په هڅو کې د شانګهای د سازمان شاملول وو.

په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د شانګهای سازمان د څارونکي حیثیت ترلاسه کړ، خو د سازمان غړو په متفقه توګه پریکړه وکړه چې د تماس ډلې فعالیتونه به په بشپړ شکل دوام ولري او له يو بل سره به د ګټو او اقتصادي ، سياسي همکاريو پر بنسټ کار ته ادامه ورکړي. په ۲۰۱۹ کې په افغانستان کې د سولې، امنیت او اقتصادي بیارغونې د تضمین لپاره د سیمه ییزو همکاریو د ساحو د پراخولو په ګډون، د عملي ګامونو د اوچتولو لپاره د یوې لار نقشې په جوړولو موافقه وشوه. د دغې ډلې وروستۍ غونډه د ۲۰۲۱ کال په جولای  میاشت کې ترسره شوه، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو امارت واک ته ورسېد، او له همدې امله له افغانستان سره د شانګهای د همکاريو سازمان د تماس ډلې فعالیتونه وځنډول شول.

نو په اوس وخت  کې د سیمې د هېوادونو او د کابل د نوي رژيم  ترمنځ د ترانسپورت، انرژي، سوداګري، پانګونې او بشري اړیکو په برخو کې د همکاريو د ټینګښت لپاره د شانګهای همکاريو سازمان

 ( له افغانستان سره د تماس د ډلې) فعالیتونه بیا پیلول اړین دي. او د تخنیکي او ساینسي ظرفیت پراختیا. په طالبانو باندې د لګول شویو بندیزونو په شرایطو کې د نرمښت، له اوسني رژيم سره د اړیکو بیا پیل کول به ګډونوالوهېوادونو ته اجازه ورکړي چې پر افغانستان د نړیوالو فشارونو مخه يو څه ونیسي، او له طالبانو سره به مرسته وکړي چې د دوی د په رسميت پیژندلو لپاره شرایط يو څه اسانه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.