د حکومتونو ترمنځ د دوستي او دښمني معيارونه د عاطفي اړخونو پربنسټ نه، بلکې د ملي ګټو په چوکاټ کې د رسمي او ديپلوماتيکو تعاملاتو او ستراتيژيو پراساس پرمخ ځي، خو د ولسونو ترمنځ چلن د عواطفو، خواخوږي او ورورولي په معيارونو باندې را څرخيږي. د ااا په کورنيو او بهرنيو تګلارو کې د سترو نيمګړتياو په شتون کې هيڅ شک نشته، خو د خوښۍ ځاى دى چې دَ پاکستان تورونو او کړنو د ااا غبرګون متقابلاً پاروونکى نه دى. د افغانانو او پاکستاني ولس ترمنځ د اړيکو نوعيت جدا خو په افغانستان کې جريانونو، بدلونونو او ناورينونو ته د غبرګون په هکله د پاکستان د اړونده دولتي ادارو د چلن او تګلارو په تړاو ملاحظات هم لرو، ملحوظات هم لرو، نيوکې هم لرو، شکايتونه هم شته او اعتراضونه هم لرو.
په القابو الفاظو او عنوانونو پسې مه ګرزئ. ګاونډيان موږ ته د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره يوازې موقت پنډغالي برابروي، خو موږ احساساتي مخلوق او ساده ګان له خورا لوړې کچې توپير سره سره اشتباهاً ځانونه د مکې مهاجر، پاکستان او ایران د مدينې انصار ګڼو. انساني ارزښتونه، ښه ګاونډيتوب، دوه اړخيزې اړيکې، اسلامي ورورولي او عاطفي اړخونه هغه څه دي چې رعايت کول يې د لوړ تمدن نښه ګڼل کېږي. له پاکستان څخه د کډوالو راستنول د پاکستان د حکومت حق دى، خو اړينه نه وه چې دغه کډوالو باندي د پاکستان په ناامنیو کې د ښکيلتيا او ککړتیا تورونه ولګول شي او د دښمن په شان چلن ورسره وشي، بلکې يقيناً دغه کار له افغان حکومت سره د تفاهم پايله کي شونى وو. دا چې پاکستاني چارواکي افغان کډوال له تفاهم پرته په ژمي کې افغانستان ته په جبري توګه راباسي او له ډيرى افغانانو څخه يې نغدي پيسې او د کور وسائل هم اخيستې دي د پاکستاني اړونده چارواکو اخلاقي ظرفیت او د ښه ګاونډيتوب اصل ته د هغوى د ژمنتیا کچه نندارې ته وړاندې کوي.
د پاکستان موقت لمړي وزیر ښاغلي انوارالحق کاکړ د څرکندونو لپاره چې په پاکستان کې ميشت پښتانه د افغانستان لخوا پلورل شوي دي هيڅ ډول شواهد نشو پيدا کولاى او داچې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمني وروسته په پاکستان کې د TTP لخوا د شپيته سلنه بريدونو د زياتيدو له امله يې د افغانستان سرپرست حکومت ته ويلي دي چې په پاکستان او تحریک طالبان پاکستان کې يو اړخ غوره کړي، په واقعیتونو باندي ولاړ دريز نه دى او مناسبه غوښتنه نه ده. يا هم داچې د افغانستان لپاره د پاکستان استازى وايي چې په افغانستان کې سوله پاکستان ته خپسکه ثابته شوه د مسلمان ورور له خولې سره ښايست نه کوي. افغانستان له تيرو څو لسيزو راهيسې په همدغه شان وضعیت کې قرار درلوده او همدغه شان يې پاکستان ته د پړې ګوته نيوه خو وخت ثابته کړه چې دغه شان غوښتنو ، پاروونکې او زيان راوړونکي عواقب درلودل، د دواړو هیوادونو د حکومتونو او په دواړو هېوادونو کې د ميشتو ټولنو ترمنځ تاوتریخوالی او شخړې رامینځته کړى وو.
د پاکستان موقت لمړى وزير په يوه خپره شوې مصاحبه کې ويلي چې له افغانستان سره د پاکستان ستونځې هغه مهال حل کيداى شي چې افغانستان مشروع حکومت ولري خو تعجب داده چې د کرزي او غني مشروع حکومتونو په مهال هم پاکستان له افغانستان سره ستونځې درلودې. ډګري واقعيتونه خو متأسفانه دادى چې پخوانۍ دوستي ته له پام کولو پرته پاکستان له هر هغې ډلې سره دښمني پيل کړې ده چې واک ترلاسه کړي او په دغه تګلاره کې له تيرو پنځو لسيزو راهيسې هيڅ ډول استثنا شتون نه لري.
پښتانه په سیمه کې د ژوند کولو اوږد تاریخ لري او د دواړو هیوادونو د ټولنیز، کلتوري او سیاسي جوړښت یوه نه بېلېدونکې برخه ده. دا مفکوره چې افغانستان په پاکستان کې ميشت پښتون قوم “پلورلی” دی په هیڅ ډول حقیقي شواهدو باندې نه تائیدیږي او بې اساسه تور دی. په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو وېشل د تاریخي او استعماري عواملو ترکيب ګڼلاى شو او دا ویش د پلور او پير پايله نه بلکې د استعمار او ورپسې پیښو په پيچلتياو کې ځانګړې ريښې لري چې سيمه ييز جوړښت يې رامنځته کړى دى. د دوراني څرګندونې په نزدې ماضي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له تيرو ناندریو څخه د لاعلمي يا هم عارفانه تجاهل څرګندوي.
پاکستان باید له بل هر هېواد څخه ښه پوهيداى چې پښتانه غوليږي او دوکه کيږي، خو پلورل کېږي نه، مزدوري کوي او د خپل ورور وژلو لپاره له دښمن څخه مرسته غواړي، خو د غلامي شاليد نه لري. د ګواښ لهجه نه مني او د زور له ادرس څخه خبره نه اوري، خو په نرمه خبره ماتيږي او په دوستانو باندې سر ورکوي. له همدغه ادرس څخه هر وخت ځپل شوى هم دي. که داسي نه واى، نو پاکستان به د تيرو پنځو لسيزو په جريان کې ډير افغان پښتانه پيرلي، يا هم غلامان کړي واي او نن به يې ورباندې د ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په توګه منلې واى، خو تاريخ خپل پړاوونه وهي او موږ ورته په غټو سترګو ګورو چې پښتون د قوم په توګه مسلسلې غلطيانې کړې دي خو وخت د پښتون قوم د پير او پلور خوب دروغ ثابتوي.
د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې برتانوي امپراتورۍ د هند په نیمه وچه کې د اوسني پاکستان او پخواني افغانستان ځینې برخې د خپلو استعماري موخو ترلاسه کولو لپاره له خپل تسلط لاندې راوستې او خپله جغرافيه يې پراخه کړه. انګریزانو په 1893 کې د ډیورنډ کرښې په نوم یوه خپلسري پوله رسم کړه چې د برتانوي هند (وروسته پاکستان) او افغانستان ترمنځ یې د پښتنو سیمې يې وویشلې، خو داسې سند شتون نه لري چې افغانستان لر پښتانه پلورلي وي او يا هم افغانستان د ډيورنډ کرښه د پولې په توګه منلې وي.
د TTP لخوا په پاکستان کې د بريدونو په زياتيدو باندې يقيناً خفه کيږو ځکه چې موږ د خپلو بيګناه افغانانو ټوټه ټوټه جسدونه ليدلي دي. موږ د جګړو بدمرغه او ويروونکي يادونه لاهم ځوروي او قطعاً نه غواړو پاکستاني عوام د جګړو په تنور کې وسوځول شي. البته د تمې سره سم په افغانستان کې د طالبانو واکمن کيدل پاکستاني طالبانو تحریک ته په نفسياتي توګه د خپلو برياو ترلاسه کولو لپاره الهام بښونکى پرمختګ وو، وهڅول شول او مورال يې لوړ شو، خو دا هر څه طبيعي وو، لا دمخه يې اټکل کيده او پړه يې په افغانستان باندې اچول نا انصافي ده.
په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو تحريک لخوا امنیتي ننګونو او هلته د راټوکيدونکو ستونځو ريښې په پاکستان کې د ننه موندل کېږي. په دغه هکله له افغانستان څخه د مرستې په غوښتلو کې ستونځه نشته او په افغانستان کې حاکمه ډله باید په تحریک طالبان پاکستان باندې د سولې لپاره خپل ټول امکانات او اغيزې وکاروي. که پاکستاني حکام فکر کوي چې د هغوى په هېواد کې ناامني قسماً له افغانستان سره تړون لري، نو اړينه داده چې د ګواښ په لهجه نه، بلکې په متداومه توګه د ديپلوماتيکو چينلونو او ولسي جوړښتونو په کارولو له افغان لوري سره د يوه ازاد خپلواک او مستقل هېواد په توګه خپلې ستونځې اندېښنې او ملاحظات شريک او اندېښنو ته حل لاره ولټول شي.
شک نشته چې “تحریک طالبان پاکستان” په نړيواله کچه پيژندل شوي ترهګره ډله ده. دغه ډله هغه مهال هم ترهګره وه چې په افغانستان کې يې جګړه کوله او اوس هم ده. افغانان په جنګي ډلو کې د ښه او بد په سياست باندي باور نه لري. د تحریک طالبان پاکستان ډيرى وسلوال له افغان طالبانو سره يو ځاى په افغانستان کې د يوې نظريې پربنسټ په يوه سنګر کې کلونه جنګيدلي دي. شباهتونه او مشترکات لري، خو داسې نښې نښانې نه ليدل کېږي چې په افغانستان باندې حاکم افغان طالبان دې هغوى ته اجازه ورکړي چې په پاکستان کې جګړه وکړي، يا هم افغانستان په پاکستان کې ناامنيو ته د پاکستان په اصطلاح د ستراتیژیک عمق په سترګه وګوري. د دواړو ترمنځ له ډيرو مشترکاتو سره سره دا تمه درلودل چې افغان طالبان دې په پاکستاني طالبانو باندي توپک راواړوي په هيڅ منطق کې نه جوړيږي.
متأسفانه د پاکستان لخوا په وروستيو کې د کډوالو د ايستلو او ځورولو، په کراچۍ او تورخم کې سوداګرو ته د ستونځو رامنځته کولو، په ترانزيت باندې د قيودات لګولو يو اړخيزې پريکړې او هغه څرګندونې چې د پاکستان واکمنان يې د افغانستان په اړه نن سبا کوي، نه د ښه ګاونډيتوب سناريو وړاندې کوي، نه د اړيکو په جوړولو کې مرسته کولاى شي ، نه په سياست د پوخوالي نښه نه ګڼل کیږي نه د ستونځې د حل لاره ده او نه هم واقعيتونه منعکس کوي، بلکې بدبيني رامنځته کوي، غبرګونونو ته لاره هواروي او دواړو غاړو ته زيانونه اړوي، خو زموږ غبرګون باید انډوليز او د متقابل تعامل په چوکاټ کې وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.